ایرانی چارواکی: د هغو کسانو پرضد اقدام شوی چې له افغان کډوالو سره یې له دښمنۍ ډک چلند کاوه

د ایران د کورنیو چارو وزارت د وګړو چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدي وایي، د هغو کسانو پر وړاندې اقدام شوی چې د افغان کډوالو سره یې له دښمنۍ ډک چلند کړی. نوموړي دغه څرګندونې مشهد کې د یوې ناستې پر مهال وکړې او ویې ویل، هڅه روانه ده چې د افغان کډوالو د حضور مساله په قانوني ډول حل شي.