په بنګلهدېش کې څارنوالانو د شیخ حسینې د اعدام غوښتنه کړې ده

د بنګله دېش څارنوالانو د دغه هېواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه په بشریت ضد جرمونو تورنه کړې او د هغې د اعدام غوښتنه یې کړې ده. دغه څارنوالان وایي، چې هغې امنیتي ځواکونو ته د لاریونوالو د وژلو مستقیم امر ورکړی و.
له بل پلوه د بنګلهدېش لنډمهاله حکومت هڅه کوي، چې تر ټاکنو وړاندې د نوموړې دوسیه وروستۍ کړي.