• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خان جان الکوزی: د لارو د تړل کېدو له امله تر اوسه د ۵۰۰ موټرو میوې او سبزیجات خوسا شوي

 جواد شينواری
جواد شينواری

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۰ GMT+۱

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د پرله‌پسې نښتو له امله نن (شنبه د تلې ۲۶مه) ۷مه ورځ ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ ټولې لارې بندې دي. د دغو لارو بندښت له امله د کرښې دواړو خواو سوداګرو ته ګڼ تاوانونه رسېدلي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ په نورمال حالت کې پر پنځو سوداګریزو لارو شاوخوا ۲ زره سوداګریز موټر تګ راتګ کوي، خو پوره له یوې اوونۍ راهیسې د دغو دوو هېوادونو ټولې لارې د پاکستان له لوري تړل شوې دي.

د نوموړي په وینا، په دې سره دواړه لوري سوداګر سخت تاواني شوي او ورسره په غېر مستقیم ډول یو شمېر نور کاروباریان هم زیانمن شوي دي.

د خان جان الکوزي په وینا، تر اوسه په افغانستان کې د ۵۰۰ موټرو انګور او نورې میوې او همداراز سبزیجات خوسا شوي او که دغه بهیر دوام وکړي، نو د تاوان کچه به تر دې هم لوړه شي.

هغه زیاتوي: «د افغانستان او پاکستان تجاران هره ورځ ځورېږي. د دې لپاره یو دایمي حل باید افغانستان او پاکستان راوباسي، چې هره ورځ یو مشکل راپیدا کېږي سیاسي او امنیتي او ورسره لارې بندېږي. دغه د لارو بندول په نوره دنیا کې معمول نه ده.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د وروستیو نښتو له امله ټولې سوداګریزې لارې په بشپړه توګه تړل شوې دي او سوداګریزې چارې درېدلي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، د تورخم، خرلاچي، غلام‌خان او چمن په ګډون ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې دي، چې له دې سره یې سوداګرو ته میلیونونه ډالر تاوان اوښتی دی.
د پاکستان د فډرالي عوایدو بورډ (اېف‌بي‌ار) د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال د وروستیو شمېرو له مخې، د غلام‌خان له لارې له افغانستان څخه هر کال په اوسط ډول ۱۰۹.۸۰ میلیونه ډالر واردات او ۲۴۰.۳۳ میلیونه ډالر صادرات ترسره شوي دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د خرلاچي سوداګریزې له لارې څخه بیا هر کال په اوسط ډول ۳۸.۳۰ میلیونه ډالر واردات او ۳۲.۲۷ میلیونه ډالر صادرات کېږي.
همداراز، د چمن سوداګریزې لارې له افغانستان سره کلني ۲۸۹.۸۰ میلیونه ډالر واردات او ۲۶۵.۰۶ میلیونه ډالر صادرات ثبت شوي دي.
د پاکستان د فډرالي عوایدو بورډ د معلوماتو له مخې، د تورخم له لارې هر کال په اوسط ډول ۳۲۸.۶۶ میلیونه ډالر واردات او ۷۶۶.۶۲ میلیونه ډالر صادرات ترسره کېږي.
د پاکستاني ادارو د شمېرو له مخې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د څلورو مهمو سوداګریزو له لارو هر کال په اوسط ډول ۷۶۶،۵۶ میلیونه ډالر واردات او ۱۵۰۴،۲۷ میلیونه ډالر صادرات کېږي.
څو ورځې وړاندې په تورخم او سپین‌بولدک ولسوالیو کې ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د پاکستان حکومت د کراچۍ بندر ته ویلي چې تر امر ثانوي پورې دې د افغان سوداګرو سوداګریز توکي نه باروي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړې وروسته، پاکستان د تورخم او چمن لارې هم تړلې دي.
افغان سوداګرو د طالبانو او پاکستان له حکومتونو وغوښتل، چې سیاست دې له سوداګرۍ څخه جلا وساتي او د سوداګرۍ مخنیوی دې نه کوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

مهاجر فراهي: په قطر کې به د امریکا په نیابت پر جنګېدونکي پوځ [پاکستان] هم بریالي کېږو

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي په قطر کې د طالب چارواکو او پاکستان پوځ تر منځ کېدونکو خبرو ته په اشارې وايي، طالب مرکچي پلاوی به په قطر کې د امریکا په نیابت پر جنګېدونکې پوځ هم بریالی کېږي.

مهاجر فراهي د شنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په خپله اېکس پاڼه پاکستان ته د «پوځي رژیم» په خطاب سره ویلي، د قطر په دوحه کې د پاکستان له «پوځي رژیم» سره مذاکراتو ته په نېک نظر ګوري.

هغه شاوخوا ۵ کاله مخکې د قطر په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره د طالب مرکچي پلاوي مذاکراتو ته په نغوتې زیاتوي: «موږ دلته د امریکايي زبرځواک سره په قوي موقف خبرې کړي او هغه څه مو تر لاسه کړي چې موږ ورته کلونه مبارزه کوله، نو همدلته به د امریکا په نیابت جنګېدونکې پوځ باندې هم بریالي کېږو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د وروستیو جګړو په تړاو د خبرو په موخه نن غرمه مهال (شنبه د تلې ۲۶مه) د طالبانو د دفاع وزیر په مشرۍ یو پلاوی له پاکستاني لوري سره د خبرو په موخه د قطر دوحې ته رسېدلی دی.

د طالبانو مشر د یو شمېر قول اردوګانو او ولایتونو قوماندانان او والیان بدل کړل

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د طالبانو مشر د ۲۱۵م العزم قول‌اردو او د ۲۱۷م العماري قول‌اردو د قوماندانانو او د هلمند، بدخشان او ارزګان د والیانو په کچه بدلونونه راوستي دي. د دغو بدلونونو له مخې، محمد اسماعیل د بدخشان والي، امان‌الدین منصور د هلمند والي او عبدالرحمان کندوزي د ارزګان والي ټاکل شوي دي.

ChatGPT said:

د طالبانو د ویاند په وینا، د بدخشان پخوانی والي محمد ایوب خالد د ۲۱۵م العزم قول‌اردو قوماندان ټاکل شوی، د ۲۱۵م العزم قول‌اردو پخوانی قوماندان شراف‌الدین تقي اوس د ۲۱۷م عمري قول‌اردو قوماندان دی او د ۲۱۷م عمري قول‌اردو مخکېنی قوماندان امان‌الدین منصور د هلمند والي ټاکل شوی دی.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د طالبانو د سرحدونو چارو پخوانی مرستیال وزیر محمد اسماعیل د بدخشان والي ټاکل شوی، د ارزګان پخوانی والي عنایت‌الله شجاع د سرحدونو چارو وزارت مرستیال وزیر او د هلمند پخوانی والي عبدالرحمان کندوزی د ارزګان د والي په توګه ټاکل شوی دی.

تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې عبدالمنان محمود د نیمروز د نوي والي په توګه او محمد اسماعیل راسخ د جوزجان د پولیسو د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

عبدالمنان محمود تر دې وړاندې د طالبانو د مرکزي قول‌اردو ۳۱۳ د ارکان رییس و.

طالبانو مخکې د جوزجان د پولیسو پخوانی قومندان عبدالستار صابر د ۳۱۳ مرکزي قول اردو ارکان رییس ټاکلی و.

د طالبانو مشر وخت په وخت د ادارو چارواکي بدلوي. ډېری طالب چارواکي له مذهبي ملايانو څخه دي، لوړې زده کړې یا د ادارې کاري تجربه نه لري.

محقق: جنرال رازق به د افغانستان په تاریخ کې ځلانده پاتې شي

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۲ GMT+۱

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر د جنرال عبدالرازق اڅکزي د ترور د اووم تلین په مناسبت وویل، چې هغه د هېواد د ملي یووالي په سمبول بدل شوی او نوم به یې د خلکو په ذهنونو کې تلپاتې وي. جنرال عبدالرازق د طالبانو مخالف قوماندان و، چې په کندهار کې د طالبانو په ډزو کې ووژل شو.

د پخواني حکومت یو شمېر سیاستوالو او چارواکو د جنرال عبدالرازق د شهادت د اوومې کلیزې په مناسبت یو انلاین مراسم جوړ کړی و.

محمد محقق په دې مراسمو کې وویل، چې جنرال عبدالرازق یوه پراخه او ټول‌ګډونه څېره وه، چې له ټولو سیاسي خوځښتونو سره یې اړیکې درلودې.

ښاغلي محقق زیاته کړه: «جنرال عبدالرازق یو ملي اتل او د ملي وحدت نښه ده. نوم او یاد به یې د افغانستان په تاریخ کې روښانه پاتې شي او اړتیا ده، چې د هغه شخصیت او لاره خلکو ته بیا معرفي شي. هغه د خبرو اترو او تفاهم پلوی و.»

جنرال عبدالرازق اڅکزی د ۱۳۹۷ د تلې په میاشت کې د کندهار د والي د دفتر په انګړ کې د یوه برید پر مهال ووژل شو او طالبانو یې د برید مسوولیت واخیست.

د برید پرمهال په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر هم هلته موجود و، خو له حملې ژوندی ووت.

شاه محمود میاخېل: د افغانستان د ستونزو د حل یوازینۍ لاره د واقعي لویې جرګې رابلل دي

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۱ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، د اوس وخت لپاره د یوې واقعي لویې جرګې رابلل اړین دي چې هم د پاکستان پر وړاندې ملي انسجام رامنځته او هم د افغانستان د راتلونکې نظام د مشروعیت لپاره د ملي اجماع له لارې زمینه مساعده شي.

شاه محمود میاخېل د شنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په خپل اېکس کې وویل، د افغانستان لویې ننګونې د داخلي ستونزو حلول، د یو بل منل او د نفې او انحصار سیاست له‌منځه وړل دي او په وینا یې دغه ننګونې له یوه اساسي قانون پرته نه‌شي حلېدلای.

د میاخېل په خبره، طالبان د لویې جرګې، اساسي قانون، د خلکو د حقه حقونو او سیاسي فعالیتونو مخالف دي، خو واقعیت دا دی لکه څنګه چې څوک د طالبانو حاکمیت نه‌شي نفې کولی، طالبان هم د ملت غوښتنې نه شي نفې کولی او ملت باید په ټولو مسایلو کې د نظر، تایید او وینا حق ولري.

هغه همداراز زیاته کړې: «طالبانو له افغانستان نه یو لوی زندان جوړ کړی او د دغه حالت دوام به نیابتي رقابتونو او جګړو ته زمینه مساعده کړي لکه چې د تېرې اوونۍ حالاتو وښودله؛ افغانان هم مړ دي او هم پړ دي.»

د شاه محمود میاخېل په وینا، په داسې حال کې چې افغانان له طالبانو سره له مخالفتونو سره سره بیا هم د پاکستان د تیري او یرغل پر وړاندې ودرېدل او غږ یې اوچت کړ، خو د طالبانو یو شمېر مشران لا تر اوسه هم غلي دي.

هغه زیاتوي، افغانانو تل فرصتونه پر بحران بدل کړي خو که یو ځل دا فرصت بیا هم پر بحران بدل شي او طالبان د تېر په څېر په خپلو کړنو ودرېږي، عواقب به یې د ټولو لپاره ډېر خطرناکه وي او د موجوده او راتلونکو ټولو ستونزو او مصیبتونو مسوولیت به د طالبانو پر غاړه وي.

طالبانو د تقاعد د ورکړې درېیم پړاو پیل کړ

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د مالیې وزارت اعلان وکړ، چې طالبانو د تقاعد د ورکړې درېیم پړاو پیل کړی او په درېیم پړاو کې به د سرحدونو او قبایلو چارو، کلیو بیارغونې او پراختیا، حج او اوقافو وزارتونو او د دفاع وزارت د جنرالانو د تقاعد شویو کسانو معاشونه ورکړي.

دوی زیاتوي دا پروسه به د لړم میاشتې له ۵ څخه تر ۲۰ پورې په نوبت سره ورکړل شي.

د طالبانو د مالیې وزارت د شنبې په ورځ، د تلې په ۲۶مه، په یوې اعلامیه کې ویلي چې د دې څلورو وزارتونو تقاعد شوي کسان باید د خپلو معاشونو د تادیې پروسې بشپړولو لپاره په ټاکل شویو نېټو کې د تقاعد د خزانې عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.

ددغه وزارت د اعلامیې له مخې، د دې وزارتونو تقاعد شوي کسان پنځه ورځې وخت لري چې د تقاعد د خزانې ریاست ته مراجعه وکړي ترڅو د خپلو معاشونو د تادیې پروسه بشپړه کړي.