طالبان وايي چې په هرات کې یې ۵۳ کسان د غیر قانوني سفر له امله نیولي

په هرات کې د طالبانو ۲۰۷ قول اردو وايي، چې د دريېم کنډک د دویم او درېيم تولي د هڅو په پايله کې ۵۳ کسان ایران ته د ناقانونه سفر له امله نیولي شوي دي. دغه قول اردو زیاتوي چې دغه کسان له ایران سره پر پوله نیول شوي.




