• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل او اسلام اباد کړکېچ؛ طالبان وایي، پرون پر سپین بولدک سلګونه افغانان ور ستانه شوي

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۰ GMT+۱

د سپین بولدک ولسوالۍ لپاره د طالبانو کمیسار فیض الحق سعید وايي چې پرون جمعه ۱۲بجې د لنډې مودې لپاره د سپین بولدک دروازه د افغانانو پرمخ خلاصه شوې وه. د هغه په خبره، سلګونه کسان په دې موده کې بېرته خپل هېواد ته ور ستانه شوي.

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان له ملي راډیو ټلوېزیون سره په خبرو کې د زیاتو جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې دروازه په موقت ډول پرانیستل شوې وه.

که څه هم سعید دا نه دي ویلي په دقیق ډول څومره کسان له دې لارې افغانستان ته ستانه شوي؛ خو دا خبره یې کړې چې دغه افغانان له څو ورځو راهیسې په چمن کې بند پاتې و.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له خونړیو نښتو وروسته ټولې لارې د مساپرو او لویو بار وړونکو موټرونو پرمخ تړلې دي.

وړاندې ځینو سوداګرو رسنیو ته ویلي و چې په تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندرونو کې د کرښې دواړو غاړو ته بار وړونکي سوداګریز موټرونه یې بند پاتې او توکي یې د خوسا کېدو په حال کې دي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

شهرزاد اکبر: پر هغوی دې لعنت وي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژلو امر ورکوي

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۴ GMT+۱
100%

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر نن شنبه د (تلې ۲۶مه) د پاکستان وروستیو بمباریو ته په اشارې سره ویلي، د پاکستان بمبارۍ دوام لري او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې ملکي خلک قرباني کېږي.

هغې پر اېکس پاڼه لیکلي: «پر هغه چا دې لعنت وي، چې جګړې ته لمن وهي او پاکستان کې دې پر هغه چا هم لعنت وي، چې د افغانستان د استوګنې پر ځایونو د بریدونو قومانده ورکوي».

د شهرزاد اکبر په خبره: «پر طالبانو دې هم لعنت وي، چې له څو لسیزو راهیسې یې د افغانانو په وینو لاسونه سره دي».

طالبانو او پاکستان تر څو ساعته مخامخ نښتو وروسته د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند وکړ، خو طالبان وایي، پاکستان دا اوربند مات کړ او تېره شپه یې د پکتیکا پر ارګون ولسوالۍ هوايي برید وکړ. د ځایي اوسېدونکو د مالوماتو له مخې، په دې بریدونو کې ملکي وګړي او د کرېکټ ځنې لوبغاړي په نښه شوي دي.‌

مهاجر فراهي: پاکستانی پوځ دې پر خپل سیاست له سره غور وکړي

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي نن شنبه د (تلې ۲۶مه) پر اېکس پاڼه د پاکستان وروستیو بمباریو ته په اشارې سره لیکلي، د امریکا په ګډون ۴۸ هېوادونه په افغانستان کې خپلو هدفونو ته و نه رسېدل، نو د پاکستان لپاره خو دا کار بيخي یو خوب دی.

هغه د پاکستان پوځ اجیر بللی او ترې یې غوښتي چې پر خپلو قراردادي اقداماتو له سره غور وکړي. هغه نه ده روښانه کړې، چې دی د پاکستاني پوځ کوم ځانګړی قرارداد یادوي که هدف یې د پاکستان د پوځ سیاست دی.

تېره اونۍ طالبانو او پاکستان تر څو ساعته مخامخ نښتو وروسته د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند وکړ، خو طالبان ادعا لري چې پاکستان دا اوربند مات کړ او تېره شپه یې د پکتیکا پر ارګون ولسوالۍ هوايي برید وکړ، چې په پایله کې یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

پاکستاني چارواکي پر طالبانو تور لګوي، چې د دوی ضد وسله‌والو جنګي ډلو ته یې پناه ځایونه ورکړي، خو طالبانو تل دا خبره رد کړې ده.

ذبیح الله مجاهد: له هند سره د افغانستان اړیکې د پاکستان پر ضد نه دي

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۵ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې یوې فعالې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان د «هیڅ لورې د لاس اله نه ده ګرځېدلې» او له هند سره د دوي اړیکې د پاکستان پر ضد نه دي.

د مجاهد په خبره افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه غواړي چې له ټولو هېوادونو سره پر متقابل درناوړي ولاړې او ټینګې اړیکې ولري.

مجاهد وايي، هند په سیمه کې مهم هېواد دی او د دوی اړیکې بیخي بېلې او له پاکستان سره هیڅ تړاو نه لري. نوموړي ټینګار کړی چې طالبان د خپلې تګلارې له مخې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او دا خبره یې وړاندې پاکستان ته هم کړې وه.

 

د اسټرالیا کرېکټ فرهنګي سفیره:‌ باید له پاکستان سره خپلې لوبې لغوه کړو

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۹ GMT+۱
100%

افغاني الاصله اسټرلیايۍ ریتا انوري چې د اسټرالیا د کرېکټ فرهنګي سفیره او جلا وطنۍ کې د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې په بیا په جوړولو کې یې فعاله ونډه لرله له خپلې ادارې غوښتي چې له پاکستان سره دې راتلونکې سیالۍ لغوه کړي.

نوموړې پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان هوايي بریدونه او په‌کې د افغان کرېکټ لوبغاړو وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.

اغلې انوري ویلي چې د پاکستان هوايي بریدونو کې د کرېکټ داسې لوبغاړي وژل شوي چې هغوی په راتلونکي کې د خپل هېواد د استازولۍ لوړې هیلې لرلې.

نوموړې ټینګار کړی چې افغانستان سولې او عدالت ته اړتیا لري او نړۍوال یې باید غږ واوري.

زلمی خلیلزاد: پاکستان څو لسیزې افغانستان تر خپل واک او فشار لاندې ساتلی

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۳ GMT+۱
100%

جګپوړي امریکایي ډېپلوماټ زلمي خلیلزاد د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې دې هېواد تل هڅه افغانستان تر خپل نفوذ او فشار لاندې وساتي. هغه زیاته کړې، که پاکستان رښتیا صادق وي، باید د اوربند درناوی وکړي.

تر هغه وروسته چې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ خونړي نښتې وشوې او اوربند اعلان شو، طالبانو د ۴۸ ساعته اوربند د غځېدو اعلان وکړ.

خو د جمعې په شپه پاکستان بیا د پکتیکا ولایت پر ارگون ولسوالۍ بمبار وکړ، چې د راپورونو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي‌ وګړي وژلي دي. دغو بریدونو کې د کرېکټ ۸تنه ځايي لوبغاړي هم په یو هوایي برید کې وژل شوي دي.

د خلیلزاد په خبره: «افغان ملت اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دی، پاکستان تر دې بمباریو مخکې له پاکستان څخه تر یوه میلیون ډېر افغان کډوال په زور شړلي دي، په داسې حال کې، چې افغانستان د دومره ډېرو کډوالو د ادغام توان نه لري».

هغه له پاکستان څخه پوښتنه کړې: «ایا پاکستان دومره زغم نه لري، چې یو ګاونډی هېواد چې څو لسیزې یې تر خپل واک او فشار لاندې ساتلی، لږ آرام ته پرېږدي؟»

نوموړي د قطر د منځګړيتوب یادونه هم کړې او ویلي یې دي، که پاکستان رښتینی ګاونډی وي، باید خپل بریدونه ودروي، د خپلو ستونزو مسوولیت ومني او د اوربند درناوی وکړي.

خلیلزاد پر پاکستان غږ کړی، چې د قطر د هلو ځلو په ملاتړ د اوربند په خبرو کې همکاري وکړي.