• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسټرالیا کرېکټ فرهنګي سفیره:‌ باید له پاکستان سره خپلې لوبې لغوه کړو

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۹ GMT+۱

افغاني الاصله اسټرلیايۍ ریتا انوري چې د اسټرالیا د کرېکټ فرهنګي سفیره او جلا وطنۍ کې د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې په بیا په جوړولو کې یې فعاله ونډه لرله له خپلې ادارې غوښتي چې له پاکستان سره دې راتلونکې سیالۍ لغوه کړي.

نوموړې پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان هوايي بریدونه او په‌کې د افغان کرېکټ لوبغاړو وژنه په کلکو ټکو غندلې ده.

اغلې انوري ویلي چې د پاکستان هوايي بریدونو کې د کرېکټ داسې لوبغاړي وژل شوي چې هغوی په راتلونکي کې د خپل هېواد د استازولۍ لوړې هیلې لرلې.

نوموړې ټینګار کړی چې افغانستان سولې او عدالت ته اړتیا لري او نړۍوال یې باید غږ واوري.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

زلمی خلیلزاد: پاکستان څو لسیزې افغانستان تر خپل واک او فشار لاندې ساتلی

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۳ GMT+۱
100%

جګپوړي امریکایي ډېپلوماټ زلمي خلیلزاد د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې دې هېواد تل هڅه افغانستان تر خپل نفوذ او فشار لاندې وساتي. هغه زیاته کړې، که پاکستان رښتیا صادق وي، باید د اوربند درناوی وکړي.

تر هغه وروسته چې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ خونړي نښتې وشوې او اوربند اعلان شو، طالبانو د ۴۸ ساعته اوربند د غځېدو اعلان وکړ.

خو د جمعې په شپه پاکستان بیا د پکتیکا ولایت پر ارگون ولسوالۍ بمبار وکړ، چې د راپورونو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي‌ وګړي وژلي دي. دغو بریدونو کې د کرېکټ ۸تنه ځايي لوبغاړي هم په یو هوایي برید کې وژل شوي دي.

د خلیلزاد په خبره: «افغان ملت اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دی، پاکستان تر دې بمباریو مخکې له پاکستان څخه تر یوه میلیون ډېر افغان کډوال په زور شړلي دي، په داسې حال کې، چې افغانستان د دومره ډېرو کډوالو د ادغام توان نه لري».

هغه له پاکستان څخه پوښتنه کړې: «ایا پاکستان دومره زغم نه لري، چې یو ګاونډی هېواد چې څو لسیزې یې تر خپل واک او فشار لاندې ساتلی، لږ آرام ته پرېږدي؟»

نوموړي د قطر د منځګړيتوب یادونه هم کړې او ویلي یې دي، که پاکستان رښتینی ګاونډی وي، باید خپل بریدونه ودروي، د خپلو ستونزو مسوولیت ومني او د اوربند درناوی وکړي.

خلیلزاد پر پاکستان غږ کړی، چې د قطر د هلو ځلو په ملاتړ د اوربند په خبرو کې همکاري وکړي.

د کډوالو ملاتړي سازمان د «امریکا ځانګړو وېزو لرونکو» لپاره د الوتنو بیا پیل ستایلی

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۸ GMT+۱
100%

د افغان کډوالو ملاتړ کوونکي ادارې افغان اېواک په یوه اعلامیه کې د امریکا متحده ایالتونو ته د کډوالۍ ځانګړي ویزې (SIV) لرونکو افغانانو لپاره د الوتنو د بیا پیل کېدو هرکلی کړی. دا الوتنې چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په ملاتړ کېږي د کډوالو دP1، P2 او P3 قضیو لپاره نه عملي کېږي.

د یاد سازمان د بیان له مخې چې پرون خپور شوی، دا پروګرام ځینې ځانګړي شرطونه او محدودیتونه لري. یو محدودیت یې دا دی، چې له افغانستان څخه الوتنې نه لري.

دا الوتنې هغه مهال له کډوالو سره مرسته کوي، چې د هغه پاسپورټ او وېزه تایید شوې وي. دا پروګرام یوازې هغو افغانانو ته ځانګړی شوی، چې له افغانستان څخه دباندې اوسېږي.

ویل شوي، دا ملاتړ یوازې د امریکا د ځانګړي مهاجرتي ویزې (SIV) لرونکو لپاره دی او د P، P2 او P3 کیس لرونکي افغانان په‌کې نه دي شامل.

افغان ایواک وايي، سره له دې چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر د ډونالد ټرمپ د یوه فرمان له مخې ودرول شوی، خو یو شمېر غیر دولتي ادارو بیا هم لږ تر لږه ۵ زره افغانان مستقیمآ امریکا ته وړي دي.

دا اداره ټینګار کوي، چې دا بهیر باید د امریکا د حکومت په ملاتړ بېرته پیل شي، ځکه زرګونه نور افغان پناه‌ غوښتونکي اوس هم په افغانستان کې پاتې دي، امریکا ته د تلو په تمه دي او غواړي چې خوندي ځای ته ولېږدول شي.

د اروپايي ټولنې استازې:د کابل او اسلام اباد له نښتو سره به سیمه له نوې بې ثباتۍ سره مخ شي

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۷ GMT+۱
100%

په بهرنیو چارو او امنیتي پالیسیو کې د اروپايي ټولنې استازې کایا کالاس وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې دواړو خواو ته تاوان رسوي او ورسره به سیمه له نوې بې ثباتۍ سره مخ شي.

کالاس په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ته یې زنګ وهلی او د ترهګرۍ ټولې بڼې یې په کلکه غندلي او زیاته کړې یې ده، چې «د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې له دواړو لورو ژوند اخلي او د دې ګواښ رامنځته کوي چې سیمه له نوې بې‌ثباتۍ سره مخ شي.»

هغې زیاته کړې، په اوسنیو شرایطو کې دا ډېره مهمه ده چې اوربند وغځول شي او ښکېلې خواوې تاوتریخوالی راکم کړي.

دا په داسې حال ده، چې د دوحې خبرو تر پای ته رسېدو د افغانستان او پاکستان تر منځ اوربند اعلان شو، خو د ځينو طالب چارواکو په وینا، دغه اوربند د جمعې په ماښام (د تلې ۲۵مه) د پاکستان له لوري مات شو او د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې یې د پکتیکا په اُرګون او برمل ولسوالیو کې د ولسي وګړو پر کورونو بمبارۍ پیل کړې.

د دغو بریدونو له امله تر اوسه د درېیو کرېکټ سیمه ییزو لوبغاړو او دوو ماشومانو په ګډون ۸ کسان وژل شوي او د ۶ ښځو په ګډون شاوخوا لس نور ټپیان شوي دي.

د ورزشي خبریالانو فډراسیون پر پکتیکا د پاکستاني پوځ برید له شرمه ډک عمل بللی دی

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۹ GMT+۱
100%

د افغانستان د ورزشي خبریالانو فډراسیون د پکتیکا پر ارګون ولسوالۍ د هوايي برید له امله پاکستان ته د «پوځي رژيم» په خطاب سره یاد برید بزدلانه، د جګړې د ټولو نړۍوالو اصولو خلاف او د پوځ لپاره له شرمه ډک عمل وباله.

دغه فډراسیون د جمعې په ماخوستن (د تلې ۲۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان کرېکټ بورډ له هغې پریکړې هم ملاتړ او هرکلی وکړ چې له پاکستانۍ لوبډلې سره یې راتلونکې شل‌اوریزې سیالۍ په اعتراضیه ډول لغو اعلان کړې دي.

د پکتیکا د اُرګون ولسوالۍ پر شاوخوا د پاکستان د نن شپې هوايي بریدونو په پایله کې د کبیر، هارون او صبغت‌الله په نومونو د کرېکټ ۳ سیمه ییز لوبغاړي او ۵ نور ځايي اوسېدونکي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د دغه برید په غبرګون او له امله یې قربانیانو ته د درناوي په موخه، د پاکستان پر وړاندې راتلونکې شل اوریزې سیالۍ، چې ټاکل شوې وه د نومبر میاشتې په وروستیو کې ترسره شي، لغو کړې او په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې د نه ګډون پرېکړه وکړه.

حنیف پښتین:د پاکستان پوځ له لر او بر افغان ملت سره مخامخ جګړه پیل کړې

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۱
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی حنیف پښتین وايي، د پاکستان پوځ له لر او بر افغان ملت سره مخامخ جګړه پیل کړې او له یوې مخې بې ګناه پښتانه افغانان په نښه کوي. هغه زیاتوي، «د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې مخ په زیاتیدونکی تاوتریخوالی د پوځ سره د یوې لویې فاجعې د پېښیدو امکان زیاتوي.»

حنیف پښتین د جمعې په ماخوستن (د تلې ۲۵مه) په خپله اېکس پاڼه وویل، په ټوله پښتونخوا کې هره ورځ خلک قرباني کېږي او له کابله نیولې بیا تر کندهار او خوست پورې په تېره یوه اونۍ کې لسګونه خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او په وینای یې هره دویمه ورځ د پښتنو جنازې پورته کېږي.

پښتین زیاتوي، «په دې مشکل او سخت وخت کې لر او بر افغان ملت د خپل حاکمیت او خپلې خاورې د عزت ساتنې له امتخان سره مخ دی، افغان ملت به ان شاءالله چې په تدبیر او ملي یووالي سره د را پېښو ستونزو په وړاندې دریږي او بریالي کیږي به.»

د نوموړي په وینا، د افغان ملت ملي یووالی، د پردیو پر وړاندې شریکه کرکه او د بهرني تیري پر وړاندې د خپلې خاورې دفاع هغه څه دي چې دغه ملت د هر زورور په مقابل کې بریالی کولی شي.