• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حنیف پښتین:د پاکستان پوځ له لر او بر افغان ملت سره مخامخ جګړه پیل کړې

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی حنیف پښتین وايي، د پاکستان پوځ له لر او بر افغان ملت سره مخامخ جګړه پیل کړې او له یوې مخې بې ګناه پښتانه افغانان په نښه کوي. هغه زیاتوي، «د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې مخ په زیاتیدونکی تاوتریخوالی د پوځ سره د یوې لویې فاجعې د پېښیدو امکان زیاتوي.»

حنیف پښتین د جمعې په ماخوستن (د تلې ۲۵مه) په خپله اېکس پاڼه وویل، په ټوله پښتونخوا کې هره ورځ خلک قرباني کېږي او له کابله نیولې بیا تر کندهار او خوست پورې په تېره یوه اونۍ کې لسګونه خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او په وینای یې هره دویمه ورځ د پښتنو جنازې پورته کېږي.

پښتین زیاتوي، «په دې مشکل او سخت وخت کې لر او بر افغان ملت د خپل حاکمیت او خپلې خاورې د عزت ساتنې له امتخان سره مخ دی، افغان ملت به ان شاءالله چې په تدبیر او ملي یووالي سره د را پېښو ستونزو په وړاندې دریږي او بریالي کیږي به.»

د نوموړي په وینا، د افغان ملت ملي یووالی، د پردیو پر وړاندې شریکه کرکه او د بهرني تیري پر وړاندې د خپلې خاورې دفاع هغه څه دي چې دغه ملت د هر زورور په مقابل کې بریالی کولی شي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

عاطف مشعل: پر لوبغاړو د پاکستان برید د بښلو نه دی

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۴ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفير عاطف مشعل پر افغان لوبغاړو د پاکستان برید ته په اشاره لیکلي: «دا بزدلانه حمله پر بې ګناه لوبغاړو د بښلو وړ نه ده.» نوموړی زياتوي، دغو لوبغاړو وسلې نه بلکې هیلې یې لرلې.

عاطف مشعل د جمعه په ورځ پر خپله اېکس پاڼه په پکتیکا کې د کرېکټ پر لوبغاړو د پاکستاني پوځ برید غندلی او یوه دردناکه پېښه یې یاده کړې.

هغه د لوبغاړو په اړه لیکلي: «هغوی له یوې سیمه ييزې کرېکت لوبې وروسته خپلو کورونو ته روان و، وسلې یې نه لرلې، بلکي‌ هیلې یې لرلې.»

نوموړي دا برید «بزدلانه» یاد کړی.

په امریکا کې ټېکساس مېشتو افغانانو ټرمپ ته په یو لیک کې له پاکستان څخه شکایت کړی

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۱
100%

په ټېکساس کې افغان ټولنې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه لیک له هغه غوښتي، چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا باید پر افغانستان د پاکستان ظالمانه بریدونو په اړه چپ پاته نه شي. په لیک کې د پاکستان تکراري سرغړونې د سیمې او امنیت لپاره جدي ګواښ یاد شوی.

په امریکا کې د کډوالو فعال احمدالله صدیقي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې ټېکساس مېشتو افغانانو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه لیک کې د پاکستان څخه شکایت کړی.

په دغه لیک کې پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله او د دغه هېواد پر حریم تېری غندل شوي او دا برید د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه بلل شوې.

په دې لیک افغانانو له ټرمپ څخه په خپلو څلور جدي‌ غوښتنو کې ټينګار کړی، چې د نړیوالو قوانینو له مخي دي‌ سر غړونکي محاکمه او د محکمې مېز ته را کش کړي.

په لیک کې له ټرمپ څخه په یوه بله غوښتنه کې راغلي: «د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ارګانونو له لارې باید د دغو بریدونو خپلواکه پلټنه وشي.»

دوی له امریکا هم غوښتي، چې باید د پاکستان دغه غیري قانوني بریدونه وغندي او په وړاندې یې خپله چوپتیا ماته کړي.

په لیک کې له امریکا غوښتل شوي، چې په بریدونو کې دي د زیانمنو کورنیو بشري ملاتړ وکړي.

100%

پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه د لیک په یوه برخه کې لیکل شوي: «دغه بریدونه تصادفي‌ نه دي، منظم تر سره کیږي، چې نړیوال اصول کمزوري کوي، قانون واکمني له منځه وړي او د نورو سرغړونو جریت پيدا کیږي.»

په لیک کې له ټرمپ څخه په ټینګه غوښتل شوي، چې د جنوبي‌ اسیا لپاره د دایمي‌ سولې راوستلو لپاره باید د افغانستان د خلکو سره ودريږي او ملکي‌ خوندیتوب ډاډمن کړي.

احمدالله وثیق: لوبغاړي د سولې سفیران دي، خو «مجرم او ظالم پاکستانی پوځ» سوله نه پېژني

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې مشر احمدالله وثیق وايي، «نړۍ په دې هوکړه کړې چې لوبغاړي د سولې سفیران دي، خو مجرم، ظالم پاکستاني پوځي رژیم سوله نه پېژني، نو څنګه به خپل سفیران پېژني؟»

احمدالله وثیق په خپله اېکس پاڼه زیاته کړې، د پاکستان «پوځي رژيم» په پکتیکا ولایت کې د کرېکټ لوبډلې کوربه کور بمبار کړ.

وثیق ویلي، پاکستان «پوځي رژيم» په هوايي بمبار کې د کرېکټ وژل شوی کبیراغا پرون (۵شنبه د تلې ۲۴مه) د پکتیکا د ښرنې په سیمه ییز کرېکټ ټورنمنټ کې د لوبې غوره لوبغاړی و، خو هغه نن شپه د پاکستان د «پوځي رژيم» په هوايي برید کې ووژل شو.

100%
کبیر اغا

د یادونې وړ ده، چې پاکستان نن شپه لنډ مهال اوربند مات کړ او د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې یو شمېر کورونه بمبار کړل او له امله یې د دغه ولایت د کرېکټ ۳ سیمه ییز لوبغاړي او ۵ نور ځايي اوسېدونکي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

په کابل کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې نمانځنه وشوه

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۱ GMT+۱
100%

یو شمېر ازبک فرهنګپالو او فعالانو د جمعې په ورځ په کابل کې د یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې د «ازبکي ژبې ملي ورځ» ونمانځله. دغه غونډه د ازبکستان د سفیر، د طالبانو د چارواکو، لیکوالانو، شاعرانو، ښځو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

د غونډې ویناوالو د ازبکي ژبې د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د دې ژبې پياوړتیا، پراختیا او تدریس ته باید جدي پاملرنه وشي. هغوی زیاته کړه، د داسې فرهنګي پروګرامونو دوام کولای شي د ژبو او کلتورونو تر منځ د پوهاوي او ورورولۍ فضا نوره هم پیاوړې کړي.

په دغه نمانځغونډه کې د ازبکي دودیزو خوړو، خطاطۍ، نقاشۍ، کتابونو، پخوانیو جامو او غاليو نندارتون هم جوړ شوی و.

د افغانستان پخواني حکومت په ۱۳۹۹کال کې د تلې ۲۹مه د «ازبکي ژبې ملي ورځ» نومولې وه، او له هغه را وروسته هر کال دننه او بهر د افغانستان ازبک فعالان دا ورځ لمانځي.

ازبکي ژبه د افغانستان له مهمو ژبو څخه ده، چې په رسمي توګه د هېواد د دریمې لویې ژبې په توګه پېژندل کېږي. دا ژبه د ترکي ژبو له کورنۍ څخه ده او په شمالي ولایتونو لکه فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، تخار او سمنګان کې د پراخې ازبک ټولنې له‌خوا ویل کېږي.

ازبکي ژبه د افغانستان د اساسي قانون له مخې د پښتو او دري تر څنګ د رسمي او تدریسي ژبو په ډله کې راځي. ازبکان د افغانستان د کلتوري، ادبي او سیاسي ژوند مهم برخه وال ګڼل کېږي او د دوی ژبه د هېواد د ژبني تنوع یوه بډایه برخه جوړوي.

نوین‌الحق پر پکتیکا او د کرېکټ پر لوبغاړو برید د «پاکستان یو ناځوانمردانه» عمل بللی دی

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي نوین‌الحق پر افغانستان د پاکستان بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د «پاکستان رژيم یو ناځوانمردانه» برید بللی. هغه د ملکي وګړو او کرېکټ لوبغاړو د وژل کېدو له امله سخته خواشیني څرګنده کړې ده.

نوین‌الحق په خپله فېسبوک پاڼه ویلي، «په دې زړه‌بوږنوونکې پېښه کې د ارګون ولسوالۍ د کبیر، صبغت‌الله او هارون په نومونو د درې لوبغاړو په ګډون ۸کسان وژل شوياو ۷ تنه نور هېوادوال ټپيان شوي دي.»

د نوموړي په وینا، دغه لوبغاړي نن ماسپښین په یوه سیمه ییزه لوبه کې د ګډون په موخه د پکتیکا مرکز ښرنې ته تللي و، چې له لوبې وروسته بېرته ارګون ولسوالۍ ته ستانه شوي او هلته د دمې لپاره په یوځای راټول شوي و، د یاد برید ښکار شوي دي.

نوین‌الحق دغه پېښه غمیزه بللې او اغېزمنو کورنیو ته یې د زغم، اجر او صبر غوښتنه کړې ده.