• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عاطف مشعل: پر لوبغاړو د پاکستان برید د بښلو نه دی

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۴ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفير عاطف مشعل پر افغان لوبغاړو د پاکستان برید ته په اشاره لیکلي: «دا بزدلانه حمله پر بې ګناه لوبغاړو د بښلو وړ نه ده.» نوموړی زياتوي، دغو لوبغاړو وسلې نه بلکې هیلې یې لرلې.

عاطف مشعل د جمعه په ورځ پر خپله اېکس پاڼه په پکتیکا کې د کرېکټ پر لوبغاړو د پاکستاني پوځ برید غندلی او یوه دردناکه پېښه یې یاده کړې.

هغه د لوبغاړو په اړه لیکلي: «هغوی له یوې سیمه ييزې کرېکت لوبې وروسته خپلو کورونو ته روان و، وسلې یې نه لرلې، بلکي‌ هیلې یې لرلې.»

نوموړي دا برید «بزدلانه» یاد کړی.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

په امریکا کې ټېکساس مېشتو افغانانو ټرمپ ته په یو لیک کې له پاکستان څخه شکایت کړی

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۱
100%

په ټېکساس کې افغان ټولنې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه لیک له هغه غوښتي، چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا باید پر افغانستان د پاکستان ظالمانه بریدونو په اړه چپ پاته نه شي. په لیک کې د پاکستان تکراري سرغړونې د سیمې او امنیت لپاره جدي ګواښ یاد شوی.

په امریکا کې د کډوالو فعال احمدالله صدیقي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې ټېکساس مېشتو افغانانو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه لیک کې د پاکستان څخه شکایت کړی.

په دغه لیک کې پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله او د دغه هېواد پر حریم تېری غندل شوي او دا برید د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه بلل شوې.

په دې لیک افغانانو له ټرمپ څخه په خپلو څلور جدي‌ غوښتنو کې ټينګار کړی، چې د نړیوالو قوانینو له مخي دي‌ سر غړونکي محاکمه او د محکمې مېز ته را کش کړي.

په لیک کې له ټرمپ څخه په یوه بله غوښتنه کې راغلي: «د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ارګانونو له لارې باید د دغو بریدونو خپلواکه پلټنه وشي.»

دوی له امریکا هم غوښتي، چې باید د پاکستان دغه غیري قانوني بریدونه وغندي او په وړاندې یې خپله چوپتیا ماته کړي.

په لیک کې له امریکا غوښتل شوي، چې په بریدونو کې دي د زیانمنو کورنیو بشري ملاتړ وکړي.

100%

پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه د لیک په یوه برخه کې لیکل شوي: «دغه بریدونه تصادفي‌ نه دي، منظم تر سره کیږي، چې نړیوال اصول کمزوري کوي، قانون واکمني له منځه وړي او د نورو سرغړونو جریت پيدا کیږي.»

په لیک کې له ټرمپ څخه په ټینګه غوښتل شوي، چې د جنوبي‌ اسیا لپاره د دایمي‌ سولې راوستلو لپاره باید د افغانستان د خلکو سره ودريږي او ملکي‌ خوندیتوب ډاډمن کړي.

احمدالله وثیق: لوبغاړي د سولې سفیران دي، خو «مجرم او ظالم پاکستانی پوځ» سوله نه پېژني

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې مشر احمدالله وثیق وايي، «نړۍ په دې هوکړه کړې چې لوبغاړي د سولې سفیران دي، خو مجرم، ظالم پاکستاني پوځي رژیم سوله نه پېژني، نو څنګه به خپل سفیران پېژني؟»

احمدالله وثیق په خپله اېکس پاڼه زیاته کړې، د پاکستان «پوځي رژيم» په پکتیکا ولایت کې د کرېکټ لوبډلې کوربه کور بمبار کړ.

وثیق ویلي، پاکستان «پوځي رژيم» په هوايي بمبار کې د کرېکټ وژل شوی کبیراغا پرون (۵شنبه د تلې ۲۴مه) د پکتیکا د ښرنې په سیمه ییز کرېکټ ټورنمنټ کې د لوبې غوره لوبغاړی و، خو هغه نن شپه د پاکستان د «پوځي رژيم» په هوايي برید کې ووژل شو.

100%
کبیر اغا

د یادونې وړ ده، چې پاکستان نن شپه لنډ مهال اوربند مات کړ او د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې یو شمېر کورونه بمبار کړل او له امله یې د دغه ولایت د کرېکټ ۳ سیمه ییز لوبغاړي او ۵ نور ځايي اوسېدونکي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

په کابل کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې نمانځنه وشوه

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۱ GMT+۱
100%

یو شمېر ازبک فرهنګپالو او فعالانو د جمعې په ورځ په کابل کې د یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې د «ازبکي ژبې ملي ورځ» ونمانځله. دغه غونډه د ازبکستان د سفیر، د طالبانو د چارواکو، لیکوالانو، شاعرانو، ښځو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

د غونډې ویناوالو د ازبکي ژبې د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د دې ژبې پياوړتیا، پراختیا او تدریس ته باید جدي پاملرنه وشي. هغوی زیاته کړه، د داسې فرهنګي پروګرامونو دوام کولای شي د ژبو او کلتورونو تر منځ د پوهاوي او ورورولۍ فضا نوره هم پیاوړې کړي.

په دغه نمانځغونډه کې د ازبکي دودیزو خوړو، خطاطۍ، نقاشۍ، کتابونو، پخوانیو جامو او غاليو نندارتون هم جوړ شوی و.

د افغانستان پخواني حکومت په ۱۳۹۹کال کې د تلې ۲۹مه د «ازبکي ژبې ملي ورځ» نومولې وه، او له هغه را وروسته هر کال دننه او بهر د افغانستان ازبک فعالان دا ورځ لمانځي.

ازبکي ژبه د افغانستان له مهمو ژبو څخه ده، چې په رسمي توګه د هېواد د دریمې لویې ژبې په توګه پېژندل کېږي. دا ژبه د ترکي ژبو له کورنۍ څخه ده او په شمالي ولایتونو لکه فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، تخار او سمنګان کې د پراخې ازبک ټولنې له‌خوا ویل کېږي.

ازبکي ژبه د افغانستان د اساسي قانون له مخې د پښتو او دري تر څنګ د رسمي او تدریسي ژبو په ډله کې راځي. ازبکان د افغانستان د کلتوري، ادبي او سیاسي ژوند مهم برخه وال ګڼل کېږي او د دوی ژبه د هېواد د ژبني تنوع یوه بډایه برخه جوړوي.

نوین‌الحق پر پکتیکا او د کرېکټ پر لوبغاړو برید د «پاکستان یو ناځوانمردانه» عمل بللی دی

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي نوین‌الحق پر افغانستان د پاکستان بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د «پاکستان رژيم یو ناځوانمردانه» برید بللی. هغه د ملکي وګړو او کرېکټ لوبغاړو د وژل کېدو له امله سخته خواشیني څرګنده کړې ده.

نوین‌الحق په خپله فېسبوک پاڼه ویلي، «په دې زړه‌بوږنوونکې پېښه کې د ارګون ولسوالۍ د کبیر، صبغت‌الله او هارون په نومونو د درې لوبغاړو په ګډون ۸کسان وژل شوياو ۷ تنه نور هېوادوال ټپيان شوي دي.»

د نوموړي په وینا، دغه لوبغاړي نن ماسپښین په یوه سیمه ییزه لوبه کې د ګډون په موخه د پکتیکا مرکز ښرنې ته تللي و، چې له لوبې وروسته بېرته ارګون ولسوالۍ ته ستانه شوي او هلته د دمې لپاره په یوځای راټول شوي و، د یاد برید ښکار شوي دي.

نوین‌الحق دغه پېښه غمیزه بللې او اغېزمنو کورنیو ته یې د زغم، اجر او صبر غوښتنه کړې ده.

حشمت‌الله شهیدي د پکتیکا په ارګون کې پر ملکي وګړو برید د پاکستان ظالمانه عمل بللی دی

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۳ GMT+۱
100%

د افغان کرېکټ د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي د پکتیکا پر ارګون ولسوالۍ برید چې له امله یې د کرېکټ ۳ سیمه ییز لوبغاړي او یو شمېر ولسي وګړي وژل شوي، د «پاکستان رژيم ظالمانه» برید بللی دی.

حشمت‌الله شهیدي په خپله فېسبوک پاڼه ویلي، دغه برید یوازې د کرېکټ د سیمه ییزو لوبغاړو د کورنیو لپاره نه، بلکې د ټول ملت او د سپورټ د کورنۍ لپاره د غم ورځ ده.

هغه زیاتوي، «دوی د سولې، ویاړ او وطن د رڼا استازي وو، د توپ او بېټ له لارې یې د وطن نوم روښانه ساته، خو د جبر تیارو پرې د تل لپاره تور سیوری واچاوه.»

هغه په یاده پېښه کې د وژل شویو له کورنیو سره ژوره خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

100%
د کرېکټ ۳ سیمه ییز وژل شوي لوبغاړي

د پکتیکا په اُرګون ولسوالۍ کې د پاکستان په نن شپني هوايي بریدونو کې د کرېکټ له سیمه ییزو ۳ لوبغاړو سربېره یو شمېر ولسي وګړي وژل شوي دي.