• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ترکمنستان څخه وغوښتل چې په ټاپي پروژه کې افغانانو ته هم کاري فرصتونه برابر کړي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) د ترکمنستان له ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف سره په کتنه کې له هغه وغوښتل چې په ټاپي پروژه کې افغانانو ته هم کاري فرصتونه برابر کړي.

د ارګ د خبرپاڼې له‌مخې، ملا عبدالغني برادر په دې کتنه کې ټاپي پروژه د افغانستان، ترکمنستان او سيمې هېوادونو د اقتصاد لپاره مهمه وبلله او له ترکمن لوري يې وغوښتل: «افغانانو ته هم د دې پروژې د چارو پرمخ بیولو کې کاري فرصتونه برابر کړي.»

ترکمن لوري وويل، د ټاپي پروژې د طرزالعمل مطابق به ډېرو افغانانو ته د کار او مسلکي روزنې زمينه برابره کړي.

محمدوف همداراز زياته کړه، د عشق اباد او کابل ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره د نورو لويو اقتصادي پروژو تطبيق ته هم چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نفت او ګازو په برخه کې د ترکمنستان د کابینې مرستیال وايي، د ټاپي پروژې د ۳۰ کيلومترو لپاره پايپونه جوړ شوي او په راتلونکې میاشت کې به يې د نصب او غځولو چارې بشپړې شي. نوموړي دغه راز ویلي، چې په یوه کال کې به په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې بشپړې شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د دوشنبې په ورځ د تلې پر ۲۸مه وویل، چې ملا برادر د نفت او ګازو په برخه کې د ترکمنستان د کابینې له مرستیال باتور امانوف سره هم کتلي دي.

طالبانو د باتور امانوف له قوله ویلي، چې اوسمهال د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارې ۱۴ کيلومتره پرمخ تللې دي او ۷۰ کيلومتره نوره برخه هم د پايپ غځولو لپاره تیاره شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې د ۳۰ کيلومترو لپاره نلونه جوړ شوي او په راتلونکې میاشت کې به يې د نصب او غځولو چارې بشپړې شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې لوږه مخ پر ډېرېدو ده

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۰ GMT+۱

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې د ډېرېدو خبرداری ورکړی دی. یاد سازمان وايي، چې په افغانستان کې خوارځواکي هم په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو ده. دوی زیاتوي،چې دوی د تمویل محدودیتونو له امله یوازې د اړمنو خلکو یوه کوچنۍ برخه حمایه کولی شي.

د خوړو نړیوال سازمان نن د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۲۸مه، د ژمي له پیل څخه مخکې په افغانستان کې د اړمنو لپاره د بیړني ملاتړ غوښتنه وکړه.

له دې وړاندې یاد سازمان ویلی، چې په افغانستان کې په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم په خوارځواکۍ اخته کیږي.

د یاد سازمان د وړاندوینو پر بنسټ، په افغانستان کې به د روان کال تر پایه پورې ۳،۵ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

طالبانو د ریل پټلۍ د نوې بڼې او کډوالو ته د ځمکو د وېش چټکولو پرېکړه کړې

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د ددې ډلې د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د هېواد د ریل پټلۍ د جوړولو لپاره به نوی تخنیکي معیار وټاکل شي، او همدارنګه کډوالو ته د ځمکو د وېش پروسه به چټکه شي.

د طالبانو حکومت د خبرپاڼې له مخې، د کابیني په دې ناسته کې د هېواد د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري چارو په اړه مفصل بحث شوی.

د خبرپاڼې له مخې، کابینې هغه راپور تایید کړ چې د حیرتان څخه تر سپین بولدک پورې د ریل پټلۍ د بڼې او تخنیکي معیار په اړه برابر شوی و.

د پرېکړې له مخې، د پټلۍ لپاره به “معیاري واټن” غوره شي، څو له ګاونډیو هېوادونو سره د ریل تګ‌ راتګ ستونزې راکمې شي.

خبرپاڼه زیاتوي، په ناسته کې همدارنګه د کډوالو د عالي کمېسیون رییس مولوي عبدالسلام حنفي ته لارښوونه شوې، چې د کډوالو لپاره د ځمکو د وېش بهیر وڅېړي او چټک یې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو اداره غواړي د ځمکو وېش مستحقو کورنیو ته په وخت ترسره شي او هغه خنډونه لرې شي چې تر اوسه یې دا پروسه ورو کړې ده.

اروپايي کمېسیون د افغان پناه غوښتونکو پر اخراج له طالبانو سره خبرې تایید کړې

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۰ GMT+۱

د اروپايي اتحادیې کمیسیون تایید کړې چې له طالبانو سره یې د هغو افغان وګړو د احتمالي بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې دي چې په اروپايي هېوادونو کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري. ددغه کمیسیون یوه ویاند ویلي، «د روان کال په لومړیو کې مو له افغان چارواکو سره د تخنیکي کچې خبرې پیل کړې دي».

د اروپايي اتحادیې کمېسیون تایید کړې چې له طالبانو سره یې د هغو افغان وګړو د احتمالي بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې دي چې په اروپايي هېوادونو کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.

ددغه کمیسیون یوه ویاند ویلي، «د روان کال په لومړیو کې مو له افغان چارواکو سره د تخنیکي کچې خبرې پیل کړې دي».

د کمېسیون یوه ویاند وویل، بروکسل د اروپايي بهرني خدمت (EEAS) په همغږۍ کار کوي چې د افغانانو د اخراج په اړه د ټولې اتحادیې په کچه ګډه تګلاره رامنځته کړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د بلجیم حکومت د شنبې په ورځ د اروپايي کمېشنر د کډوالۍ دفتر ته یو لیک واستاوه، چې ۱۹ نورو اروپايي هېوادونو هم پرې لاسلیک کړی و.

په لیک کې د هغو افغانانو د اخراج لپاره د یوه ګډ اروپايي چوکاټ جوړولو غوښتنه شوې، چې د استوګنې اجازه نه لري یا د جرمونو له امله محکوم شوي دي.

دیورو اکټیو د راپور له مخې، د دغه نوښت ملاتړي هېوادونه غواړي د اروپايي کمېسیون، د بهرني خدمت او د غړو هېوادونو ترمنځ نوره نږدې همغږي رامنځته شي او د دې هدف لپاره یې د یوه ګډ اروپايي مامورد لېږلو وړاندیز هم کړی دی.

د اروپايي کمېسیون ویاند زیاته کړه: «موږ له غړو هېوادونو سره په دوامداره تماس کې یو. د روان کال په لومړیو کې مو له افغان چارواکو سره د تخنیکي کچې خبرې پیل کړې دي».

د بلجیم د نوښت ملاتړو هېوادونو کې جرمنی، اتریش، ایټالیا، هالنډ، سوېډن، چک، هنګري، ایستونیا، فنلنډ، یونان، لیتوانیا، لوګزامبورګ، مالټا، پولنډ، سلواکیا، قبرس، بلغاریا،ایرلنډ او ناروې شامل دي.

پاکستان په بلوچستان ایالت کې د افغان کډوالو لس پنډغالي وتړل

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۵ GMT+۱

د پاکستان حکومت په بلوچستان ایالت کې د افغان کډوالو لس پنډغالي وتړل. پاکستانی رسنیو رپوټ ورکړی، چې دغه لس پنډغالي د بلوچستان په کویټه، قلعه سیف الله، پشین، لورلايي او چاغي کې تړل شوي او په دې پنډغالو کې شاوخوا ۸۵ زره افغان کډوال اوسېدل.

د پاکستان جیو ټلوېزیون د پاکستاني چارواکو په حواله راپور خپور کړی، چې په تړل شویو پنډغالو کې مېشت افغان کډوال خپل هېواد ته لېږل شوي دي.

دوی همدراز زیاتوي تېره ورځ هم په بلوچستان کې شاوخوا ۳ زره افغان کډوال د استوګنې اسنادو د نه لرلو له امله پولیسو نیولي دي.

له دې وړاندې راپورونه خپاره شوي ول، چې په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې د افغان کډوالو ۱۶ پنډغالي تړل کیږي.

د پاکستان مرکزي حکومت په امر ټولو ایالتونو کې د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې د ملګرو ملتونو سره د ثبت شویو افغان کډوالو د اېستل کیدو لړۍ هم پیل شوې ده.

د پاکستان ډان نیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې دا پنډغالي د خېبر پښتونخوا په هریپور، چترال او بر دیر، د بلوچستان په چاغي، لورالایي، کلا سیف الله، پشین او کویټه او د پنجاب په میانوالي کې موقعیت لري.

د کډوالو د پنډغالو د تړل کېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اندېښنه ښودلې ده.

دغه اداره ټینکار کوي، چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.

سرچینې: د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره دواړو لوریو تدابیر نیولي دي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۱

له تورخم څخه د طالبانو د کمیسارۍ یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو لپاره پاکستانی لوری د سکینرونو په نصبولو کار کوي. سرچینو وویل، چې لوی موټر په لیکو کې ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو د کمیسارۍ یوه سرچینه وايي چې له کرښې پورې غاړې د سکینر ماشینونه چېد جګړې پرمهال انتقال شوي وو، د پاکستان له لوري بېرته نصب شول.

د یادې سرچینې په وینا، طالبانو هم د دروازې د پرانیستې تدابیر بشپړ کړي دي، خو تر اوسه د پرانیستلو مشترکه پرېکړه نه ده شوې.

د طالبانو د کمیسارۍ یوه بله سرچینه وايي چې ښايي د شپې تر ناوخته د لویو لاریو پر مخ د تورخم دروازه خلاصه شي.

له دې وړاندې طالبانو د سوداګرۍ پرمخ د سپین بولدک لارې د پرانېستل کېدو خبر ور کړی و، خو وروسته په کندهار کې محلي چارواکو وویل، چې لاره یوازې د تشو کانتینرو پرمخ پرانېستل شوې ده.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډېورنډ پر کرښه ټولې لارې وروسته له هغې وتړل شوې چې د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړې زور واخیست.