• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني د لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ د کډوالۍ په اړه څرګندونې لانجمنې شوې

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۲ GMT+۱

د جرمني لومړی وزیر فریدرېښ مېرڅ د کډوالۍ په تړاو د خپلو وروستیو څرګندونو له امله له پراخ سیاسي او ټولنیز غبرګون سره مخ شوی. نوموړي په یوه غونډه کې د خپلې ادارې د کډوالۍضد تګلارې ستاینه وکړه، خو وروسته یې وویل چې «د جرمني د ښارونو په بڼه کې یوه ستونزه شته.»

مېرڅ دا څرګندونې د برانډنبورګ ایالت په یوه غونډه کې وکړې او ویې ویل، چې حکومت یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ۶۰سلنه راکم کړي، خو په خبره یې لا هم «په ښارونو کې د ظاهري بڼې ستونزه» شته.

د جرمني ورځپاڼو او شنونکو په باور، دا څرګندونې د هغو خلکو له احساساتو سره ورته دي چې له کډوالو ناخوښه دي او وايي، چې د ښارونو بڼه د بهرنیانو د زیاتېدو له امله بدله شوې ده.

یوې ورځپاڼې «اشترن» لیکلي، که څه هم په ښارونو کې د بې‌وزلۍ، اعتیاد او تاوتریخوالي ستونزې شته، خو دا معضلې باید یوازې د کډوالو پر غاړه وا نه‌چول شي. دغه ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې د لومړي وزیر خبرې د تبعیضي لیدلورو د پیاوړتیا لامل کېدای شي.

د زرغون ګوند مشر فلیکس باناش‌زاک د مېرڅ څرګندونې «تحقیر امېز او خطرناکې» بللي او ویلي یې دي، چې دا ډول خبرې د کډوالو د ظاهري بڼې له مخې پر دوی د بدنامۍ ټاپه لګوي.

د سوشل ‌ډیموکرات ګوند عمومي منشي تیم کلسندورف هم مېرڅ تورن کړی، چې «ټولنیزې ستونزې یې د خلکو له بڼې سره تړلې دي.»

د جرمني د چپ‌ګوند مشره هایډی رایشینک ویلي، مېرڅ کډوال د ټولنې برخه نه، بلکې د یوې ستونزې په توګه انځوروي.

خو د الټرناتیف فار ډویچلند (ای اېف ډي) ښي اړخي د کډوالۍضد ګوند د مېرڅ څرګندونې وستایلې. د دې ګوند یوه مشره بیاتریکس فون اشتورخ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «هغه یوازې یو ټکی یاد کړ [ ښارونه]خو هماغه بس دی، اوس دې عمل وکړي.»

د اکټوبر په ۲۷مه په برلین او څو نورو ښارونو کې سلګونه کسانو د مېرڅ د څرګندونو پر ضد لاریونونه وکړل. د لاریونوالو شعارونه دا وو: «موږ د ښار څېره یو» او «د ښار څېره کرکه نه ده.»

وروسته مېرڅ وویل، د هغه اشاره یوازې «غېرقانوني پناه‌ غوښتونکو» ته وه او ټینګار یې وکړ، چې جرمني به د قانوني کډوالو لپاره یو پرانیستی هېواد پاتې شي. خو منتقدانو دا وضاحت ناکافي وباله او ویې ویل: «کله چې لومړی وزیر د ښارونو له ظاهري بڼې خبرې کوي او سمدستي له کډوالو یادونه کوي، د هغه نیت څرګند دی.»

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

مسکو: د لاوروف او روبیو خبرې د پوتین او ټرمپ د موافقې پر عملي کېدو متمرکزې وې

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۰ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سرګي لاوروف له خپل امریکایي سیال مارکو روبیو سره د ټلیفوني اړیکې له لارې خبرې کړې دي. یاد وزارت زیاتوي، د لاوروف او روبیو خبرې د پوتین او ټرمپ د موافقې پر عملي کېدو متمرکزې وې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اکټوبر په ۱۶مه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ د ټلیفوني خبرو پر پایلو تمرکز کړی دی.

د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، دواړو لوریو د هغو مشخصو ګامونو پر عملي کولو خبرې وکړې، چې د دواړو ولسمشرانو تر منځ په وروستۍ اړیکه کې پرې هوکړه شوې وه.

سرګي لاوروف او روبیو د واشنګټن او مسکو تر منځ د اړیکو د ثبات او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا اړتیا هم یاده کړې ده، خو د خبرو د جزیاتو په اړه لا نور څه نه دي خپاره شوي.

روسیه او امریکا له څو کلونو راهیسې پر یو لړ سیمه‌ییزو او نړۍوالو مسایلو اختلاف لري، خو دواړه خواوې وایي، هڅه کوي د ډیالوګ له لارې ګډ تفاهم ته ورسېږي.

کرملین: روسیه چمتو ده چې له ایران سره په ټولو برخو کې اړیکې پراخې کړي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۳ GMT+۱

روسیې د لوېدیزو هېوادونو د فشارونو او د ایران د اټومي پروګرام پر سر د روانو ناندریو په منځ کې اعلان کړی، چې مسکو له ایران سره د همکارۍ د پراخولو لپاره په ټولو برخو کې چمتو دی.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ وویل، چې «روسیه په ډاډ سره چمتو ده له ایران سره په هره برخه کې همکاري پراخه کړي، ایران زموږ ستراتیژیک شریک دی، او زموږ اړیکې په چټک ډول وده کوي.»

پیسکوف زیاته کړه، چې اروپايي هېوادونه د ایران د اټومي پروګرام په تړاو «بې‌ځایه فشارونه» اچوي، او وضعیت یې «ډېر پېچلی» بللی دی.

روسیې له وړاندې له تهران سره نږدې اړیکې لرلې او د امریکا او اسراییل هغه بریدونه یې غندلي وو، چې سږ کال د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد ترسره شول.

واشنګټن او تل‌ابیب ویلي وو، دا بریدونه یې د دې لپاره کړي چې ایران د اټومي وسلې جوړولو ته پرې نه‌ږدي، خو تهران دا تورونه رد کړي دي.

د راپورونو له مخې، تمه ده د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی نن د ایران ملي امنیت د عالي شورا له سکرتر علي لاریجاني سره وګوري.

دا لیدنه یوازې یوه اونۍ وروسته له هغه کېږي چې لاریجاني د ایران دمذهبي مشر علي خامنه‌يي استازي په توګه مسکو ته ورغی او پوتین ته یې د خامنه‌ يي لیک وسپاره.

پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د روان کال په جنورۍ میاشت کې د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.

روسیه وايي، تهران ته یې د قانوني تړونونو له مخې پوځي تجهیزات ورکړي، په داسې حال کې چې ایران روسیې ته بې‌پیلوټه الوتکې ورکړې دي، چې په اوکراین جګړه کې یې کاروي.

خامنه‌يي ټرمپ ته: دا چې د ایران اټومي وړتیاوې مو له منځه وړې، یوازې یو خیال دی

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۳ GMT+۱

د ایران مذهبي مشرایت‌الله علي خامنه‌ یي د دوشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ادعا رد کړه چې ګواکې متحده ایالاتو د ایران اټومي وړتیاوې له منځه وړې دي. خامنه‌يي ویلي، «د امریکا ولسمشر په ویاړ وایي چې د ایران اټومي صنعت یې له منځه وړی. سمه ده، په همدې خیال اوسئ».

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د B-2 بم غورځوونکو الوتکو له خوا د ایران د اټومي تاسیساتو بمبارول په تاریخ کې «تر ټولو ښکلي پوځي عملیات» یاد کړل او ویې ویل چې د اټومي انرژۍ ویجاړول په دې معنا دي چې ایران نور د "منځني ختیځ ځوروونکی" نه دی.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ،د تلې ۲۷مه، له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې د منځني ختیځ په اړه د هغه د ادارې د پالیسیو په اړه وویل چې له ایران سره د مقابلې پیل د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني وژل وو.

خو د ایران مذهبي مشر ابت الله خامنه يي د نوموړي په ځواب کې ویلي، چې « د امریکا ولسمشر په ویاړ وايي چې د ایران اټومي صنعت یې بمبار او له منځه وړی. ښه ده، په همدې خیال اوسه».

محمد بن سلمان او امانوېل مکرون د غزې د وروستیو تحولاتو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۳ GMT+۱

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون څو ساعته وړاندې په ټلیفوني اړیکه کې د غزې د وروستیو تحولاتو، د جګړې د پای ته رسولو او د ثبات د بیا رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.

د رویټرز د راپور له مخې، دواړو خواوو د سولې د لارې تعقیب او د دوو دولتونو د حل لارې د ترلاسه کولو لپاره د عملي ګامونو پر ارزښت ټینګار وکړ.

ویل کېږي، چې دا اړیکه د پاریس-ریاض د ګډ نوښت په دوام کې کېږي ترڅو د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو پر بنسټ سیاسي نقشه پرمخ بوځي؛ هغه نوښت چې د ملګرو ملتونو په وروستیو غونډو کې د فرانسې او سعودي عربستان د ګډ کوربه توب له خوا تعقیب شو.

په غزه کې دوامداره اوربند، د یرغمل شویو کسانو خوشې کول، د فلسطیني ادارې اصلاحات او د غزې بیارغونه د دې ګډ نوښت له اصلي عناصرو څخه دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی، چې باید ټول اړخونه د دوو دولتونو د حل پر وړاندې ژمن پاتې شي او له داسې اقداماتو ډډه وشي، چې دا حل‌لاره کمزورې کوي.

فرانسې په دې وروستیو اوونیو کې د دوو دولتونو د چوکاټ لپاره د نړۍوال ملاتړ په راټولولو کې فعال رول لوبولی او د سعودي عربستان سره یوځای یې په لوړه کچه د دې پروسې د دوام لپاره پلانونه اعلان کړي دي.

په همدې لړ کې پاریس د نیویارک د غونډو په جریان کې د «دوو دولتونو د حل امکان ساتلو» او د عملي اقداماتو په لور د حرکت کولو اړتیا باندې هم ټینګار وکړ.

د میلک لارې په بیا پرانیستل کېدو سره یو ځل بیا د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري پیل شوه

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۹ GMT+۱

د ایران د سیستان او بلوچستان په شمال کې چارواکي وایي، د میلک سرحدي لاره بېرته پرانیستل شوې او د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري بیا پیل شوې.

د دوی په خبره، دا لاره د وارداتي تېلو د معیار د بدلون له امله تړل شوې وه او یو شمېر ایراني ټانکرونه له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې وو.

چارواکو بیا دا نه ده واضح کړې چې دا دروازه څو ورځې تړلې وه.

د دوی په خبره، د طالبانو له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته ستونزه حل شوې او د ایراني ټانکرونو د تېلو تشول او هېواد ته د هغوی د بېرته ستنولو پروسه پیل شوې ده.

د میلک بندر د ایران د سون توکو او نورو مالونو د صادراتو له اصلي لارو څخه شمېرل کېږي.

د دې بندر بندېدل د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ مستقیم اغېز لري.

ایراني چارواکو همداراز ویلي، چې د یکشنبې له سهاره د سمنټو، خوراکي توکو او صنعتي توکو صادرات افغانستان ته بېرته پيل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د سون توکو لویه برخه له ایران څخه واردېږي او طالبانو په وروستیو میاشتو کې لسګونه ټانکره «بې‌کیفیته» ایراني تېل بېرته وګرځول.