په تېرو پنځو ورځو کې په کراچۍ کې د افغان کډوالو ۱۲۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په تېرو پنځو ورځو کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو ۱۲۰۰ کورونه ویجاړ شوي، تر ۱۴زره ډېرو کډوالو پنډغالي پرېښي او پاتې کډوال به په څو پړاوونو کې واېستل شي.