ایران د دوغارون ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې د دیوال جوړولو کار پیل کړی

له افغانستان سره پر پوله د ایران د دوغارون ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې مسوولانو ویلي، چې د دې سیمې د ۴۰ کیلومتره دیوال جوړولو چارې پیل شوې دي.

له افغانستان سره پر پوله د ایران د دوغارون ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې مسوولانو ویلي، چې د دې سیمې د ۴۰ کیلومتره دیوال جوړولو چارې پیل شوې دي.
د ایران د دولتي اژانس ایرنا د راپور له مخې، امین شاهګلي د سې شنبې په ورځ د تایباد له والي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د دې اقتصادي مرکز د دیوال جوړولو پروژه به د پلان له مخې په یوه کال کې بشپړه شي.
هغه زیاته کړه، د دوغارون د ازادې سیمې د «صفر زون» د احاطې جوړول هم د دې ادارې له فعالو پروژو څخه ده چې تر اوسه ۳۰ سلنه پرمخ تللې.
د شاهګلي په وینا، د دوغارون د ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې اقتصادي فعالیتونه به د قانون له مخې په ۸۷۰۰ هکټاره ځمکه کې ترسره کېږي، چې له دې جملې څخه د ۲۰۰۰ هکټاره لپاره رسمي اسناد هم صادر شوي دي.


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بېکیفیته خوړو له کبله ۴۹۳ زره او ۹۶۸ کسان له عامې روغتیا وزارت سره ثبت شوي، چې له دې ډلې ۹۷ زره او ۲۴ کسان د بېکیفیته خوړو د بېلابېلو اغیزو له امله مړه شوي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبه، د تلې ۲۹مه، ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خوړو خوندیتوب عمومي ریاست په خوراکي محصولاتو کې د تحلیلشویو خطرونو په موخه د عامه پوهاوي غونډه کړې ده.
په کابل کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې امید راډیو له یادې غونډې راپور ورکړی، چې په یاد کنفرانس کې د روغتیا نړیوال سازمان په حواله ویل شوي چې هر کال په نړۍ کې شاوخوا ۶۰۰ میلیونه کسان د ککړو خوړو له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي چې دا ناروغۍ نه یوازې د انسانانو ژوند ګواښي، بلکې د هېوادونو اقتصاد ته ميلیاردونه ډالر زیان هم اړوي.
د طالبانو تر واک لاندې د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو خوندیتوب عمومي ریاست مسوولینو افغانستان د خوراکي توکو په برخه کې وارداتي هېواد بللی، خو په وینا یې د طالبانو په راتګ سره اوس یو شمېر کارخونې دغه توکي په کور د ننه تولیدوي.

د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد الثاني په یوه تازه فرمان کې مردف علي مردف القاشوطي د افغانستان لپاره د دغه هېواد د فوقالعاده او باصلاحیته سفیر په توګه اعلان کړی دی. نوموړی له دې وړاندې په کابل کې د قطر د سفارت چارسمبالی و.
د قطر د امیر دفتر د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۲۹مه، د یو لړ فرمانونو له مخې د څو هېوادونو لپاره نوي سفیران اعلان کړل، چې په هغو کې افغانستان ته مردف القاشوطي د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی.
القاشوطي له تېرو څو کلونو راهیسې په کابل کې د قطر د سفارت چارې پر مخ وړلې، او د طالبانو له حکومت سره یې د ډېپلوماټیکو اړیکو د دوام په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
د قطر د امیر له لوري خپاره شوي فرمان کې راغلي، چې القاشوطي ته د فوقالعاده او باصلاحیته سفیر رسمي مقام ورکړل شوی او دا پرېکړه د حکم د خپرېدو له نېټې څخه نافذه ده.
قطر له هغو هېوادونو څخه دی چې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته یې د افغانستان په چارو کې د منځګړیتوب رول لوبولی دی.
یاد هېواد د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه هم دی.
په همدې فرمان کې د قطر امیر د سوریې، مصر، ترکمنستان، وینزویلا، برونای، بلجیم او هنګري لپاره هم نوي سفیران ټاکلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په کابل کې یې د تخنیکي ماموریت کچه سفارت ته لوړه کړې او له دې شیبې وروسته ددوی سفارت فعال دی. یاد وزارت ویلي، چې دغه پرېکړه د هند ژمنتیا څرګندوي چې غواړي له افغانستان سره په ټولو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې ژورې کړي.
د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې په کابل کې به د هند سفارت د افغانستان د پرمختیا، بشري مرستو او ظرفیت جوړونې هڅو کې د نوي ډیلي ونډه لا پسې غښتلې کړي.
هند دا اقدام د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر د وروستي سفر پر مهال د شوې پرېکړې له مخې کړی دی.
د اعلامیې له مخې، د هند نوی سفارت به له طالب چارواکو سره په ګډه د متقابل باور، اقتصادي همکاریو او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره کار وکړي.
په اعلامیه کې راغلي چې په کابل کې د هند سفارت به په بېلابېلو برخو کې له افغان ولس سره همکاري وکړي.

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د دې ډلې پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې اسلام اباد دې د افغانستان په ثبات کې خپل ثبات ولټوي. ضعیف زیاتوي، چې د پاکستان د جګړې تګلاره نوره له کاره لوېدلې او باید د افغانستان په پرمختګ کې خپلې ګټې ولټوي.
د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف په کابل کې د افاق په نامه رسنۍ اړوند انعکاس خپرونه کې د پاکستان پر پوځي پالیسو نیوکې کړې دي.
عبدالسلام ضعیف وویل:« مونږ دلته شپږ هېوادونه ګاونډیان لرو او په دې کې اټومي طاقتونه شته چې زموږ ګاونډیان دي او هغوي له افغانستان څخه مطمین دي، په دې کې چین زموږ کاونډی دی، مطمین دی، تاجکستان سره مو مشکلات درلودل، اوس ښه شوی دی او پوهیږي امارت د دوی لپاره ګواښ نه دی، همداسې ترکمنستان، ایران چې د شمالي ټلوالې ملاتړ یې کاوه اوس یې ۱۸۰ درجې تغیر کړی خو یوازې پاکستان دی چې مشکلات لري او غرب په دې پوه شوی، چې که امارت مشکل دلودای نو له نورو ګاونډویانو سره به یې مشکل و.»
ضعیف زیاتوي، پخوا چې پاکستان د افغانستان په اړه ناسم معلومات نړۍ ته ورکول، اوس هغه کار نه ورکوي او نه باور پرې کوي.
نوموړی زیاتوي، جنګي پروژې د پاکستان په ګټه وې او له هغو څخه یې ستره اقتصادي ګټه اخیستې ده خو نور دا څه نشته.
ضعیف همدراز وویل چې له افغانستان سره د پاکستان د جګړې موخه دا وه، چې غرب مداخله وکړي او د نورو پروژو اخیستو احتمال هم و خو د پاکستان دا تمه بې ځایه لاړه؛ ځکه غرب په دې مساله کې بې تفاوته پاتې شو.
د طالبانو دا پخوانی چارواکی په دې باور دی، چې پاکستان د جګړې او هم مذکراتو په میدان کې پاتې راغی او طالبانو وکړای شول د ترکیې او قطر په منځګړیتوب له پاکستان څخه ضمانت واخلي، چې د افغانستان پر حریم به تېری نه کوي او نه به هم په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
ضعیف له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د دوحې له لومړی پړاو مذکراتو وروسته د ترکیې دوهم پړاو مذاکراتو لپاره په قوي، فني او سیاسي ستراتیژي باندې کار وشي.

د پاکستان د پارلمان پخواني رییس اسد قیصر ویلي، له افغانستان سره د سولې او اوربند تړون هرکلی کوي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه د زغم او حوصلې له لارې د یو بل دریځ ته غوږ ونیسي او د ګډو ګټو په موخه د سوداګرۍ او کار موندنې فرصتونه رامنځته شي.
اسد قیصر د سې شنبې په ورځ یوې غونډې ته د وینا پر مهال زیاته کړه، چې دا موخې یوازې هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې په سیمه کې تلپاتې سوله ټینګه شي.
اسد قیصر همدارنګه د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې د منځنۍ اسیا او روسیې بازارونو ته د لاسرسي په اړه د کابینې پرېکړې ژر تر ژره عملي کړي.
قیصر وايي، تحریک انصاف پاکستان له پیله د افغانستان په اړه روښانه دریځ لري، ځکه افغانستان د پاکستان نږدې اسلامي ورور هېواد دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه باید د امتیاز اخیستلو پر ځای په جدي توګه خپلې ګډې ستونزې حل کړي.
طالبانو او پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښې تر څو ورځنیو نښتو وروسته د اکټوبر پر ۱۹مه نېټه په دوحه کې د اوربند تړون وکړ او پرېکړه وشوه چې بله اونۍ به په ترکیه کې د دغه تړون د څار او عملي کولو لپاره پر مېکانیزم خبرې وشي.