د هواپوهنې اداره: نن په ۷ ولایتونو کې د باران، تالندې برېښنا او سېلابونو راوتو اټکل شوی

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ادارې (د تلې ۲۹مه) په اوو ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ادارې (د تلې ۲۹مه) په اوو ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوېنه د بدخشان، تخار، نورستان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو لپاره شوې ده. د خبرپاڼې له مخې؛ په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو پورې وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه (د تلې ۲۸مه) ویلي، چې د افغانانو لپاره د کاري وېزو طرحه چمتو شوې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د بهرنیو وګړو په اړه د یاد هېواد د تازه تګلارو په اړه ویلي، چې د افغان کډوالو د حضور مدیریت لپاره یو لړ اقدامات شوي دي.
بقايي زیاته کړې: «موږ د بهرنیو وګړو د حضور د سمون لپاره ځينې اقدامات کړي، چې په دې لړ کې د افغانانو لپاره د کاري ویزو ډول او صادرولو لارې چارې هم په پام کې نیول شوې دي.»
ایران دغه خبره تر هغه وروسته کوي، چې څو ورځې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا لوی مدیر محمدرضا بهرامي په کابل کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې اعلان وکړ، چې افغان کډوالو ته به ۲۰۰زره کاري ویزې ورکړي.
په دې لیدنه کې بهرامي ټینګار وکړ، چې په ایران کې د بېاسناده افغان کډوالو د قانوني مېشتېدو لپاره به مناسبې لارې چارې ولټوي. دغه ډول نوموړي د کابل او تهران تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خوښي وښوده او اعلان یې وکړ، چې په دې برخه کې به ډېر ژر د ایران یو لوړپوړی چارواکی افغانستان ته سفر وکړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له پیل څخه بیا د اکتوبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې تر ۱.۴ مېلیونو ډېر افغان کډوال له ایران نه اېستل شوي دي.
کارپوهان وایي، چې د ایران لهخوا د ۲۰۰زره کاري ویزو ورکړه به په ایران کې افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي؛ خو له ایران نه اېستل شوي کډوال وايي، چې اسناد لرونکي کډوال هم د پولیسو لهخوا نیول شوي او له ایران نه په جبري توګه اېستل شوي دي.
د بامیان لپاره د طالبانو والي مولوی عبدالله سرحدي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اندریکا راتواته سره د روغتیايي مرکزونو د ښهوالي، د روږدو کسانو د درملنې او له ایران او پاکستان نه د راستنو شویو کډوالو وضعیت ته د پاملرنې په اړه خبرې کړې دي.
په بامیان ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر دوشنبه (د تلې ۲۸مه) ویلي، چې د یوناما مرستیال دغه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې او د بامیان ولایت لپاره د طالبانو له والي مولوي عبدالله سرحدي سره په لیدنه کې د یاد ولایت د خلکو پر ستونزو خبرې کړې دي.
د دغه دفتر لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اندریکا راتواته په حوالې راغلي: «ملګري ملتونه هڅه کوي، چې بشري او پراختیايي مرستې د نړۍوالو بنسټونو او د بامیان ځایي ادارې په ملاتړ د دغه ولایت خلکو ته په ګټوره توګه ورسوي.»
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د بامیان د ځایي چارواکو او اړوندو ادارو په همغږۍ سره د پېژندپاڼو د وېش او د بڼسټیزو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي. په یاده لیدنه کې په بامیان ولایت کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتیايي مرکزونو هم بحث شوی دی.
د اېم ډي ار خبري شبکې راپور ورکړی، د جرمني حکومت غواړي چې د کډوالۍ د اوږدې پروسې او پېچلو اداري خنډونو له امله د افغان کډوالو د منلو لپاره ځانګړي پروګرامونه په بشپړه توګه لغوه کړي.
دغه راپور چې اېم ډي ار شبکې د «افغانستان او پناهغوښتونکي، د جرمني دروغجنې ژمنې» په نوم په مستند ډول چمتو کړی، د هغو افغانانو برخلیک پهکې څېړل شوی چې د پخواني جمهوریت تر پرځېدو وروسته د جرمني د ملاتړ په هیله پاکستان ته تللي؛ خو له کلونو، کلونو راهیسې یې برخلیک لاروښانه نهدی او له پاکستان نه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
د یادې رسنۍ په وینا؛ د افغان کډوالو پروګرامونه د اوږده اداري بهیر له امله د ګوتو په شمېر افغانانو ته ګټور ثابت شوي او اوس په پام کې ده، چې دغه پروګرامونه په بشپړه توګه لغوه شي.
په راپور کې راغلي، په پاکستان کې ۲زره هغه افغانان د وېزو په تمه دي چې جرمني ته د تګ ژمنه ورسره شوې وه. په دغه افغان کډوالو کې ډېری یې ښځینه فعالانې، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان او د جرمني پوځ پخواني همکاران شامل دي.
که دغه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شي، د طالبانو له لوري د نیول کېدو او د اعدام له مستقیم ګواښ سره مخ کېږي. د دغه مستند راپور چمتو کوونکو په وینا؛ دغه پرېکړه په دې معنا ده، چې جرمني د خپلو افغان ملګرو پر وړاندې اخلاقي مسوولیت په رسمي توګه پای ته رسوي.
د ایران د ښوونې او روزنې چارواکو ویلي، هغه ښوونکی یې له دندې ګوښه کړی چې له یوه افغان زدهکوونکي سره یې سپک چلند کړی و. دا کار تر هغه وروسته وشو، چې په یوه ایراني ښوونځي کې له افغان زدهکوونکي سره د سپک چلند ویډیو په خواله رسنیو کې خپره شوه.
د ایران د پارلمان د ښوونې او څېړنو کمېسیون غړي محمدرضا احمدي سنگري ویلي: «هغه ښوونکی چې له افغان زدهکوونکي سره یې سپک چلند کړی و له دندې ګوښه شوی دی.» نوموړي زیاته کړې، چې یاد کمېسیون دغه موضوع څېړي.
په ویډیو کې ښکاري، چې یو افغان ماشوم د کتاب متن لولي او وایي:« زموږ د هېواد نوم ایران دی.» خو ښوونکی د ماشوم خبرې پرې کوي او ترې پوښتي چا ویلي، چې ستاسې د هېواد نوم ایران دی؟ تر دې پوښتنې وروسته ښوونکی ماشوم ته وایي: ایران یوازې د ایرانیانو ملکیت دی.
زدهکوونکی هڅه کوي د کتاب لوستلو ته دوام ورکړي او وایي:« موږ ایران خوښوو، ایران زموږ لوی کور دی.» خو ښوونکی یې بیا خبرې پرې کوي او پوښتي: چا ویلي چې ایران ستاسې لوی کور دی؟ ایران یوازې د ایرانیانو کور دی.
دغه ویډیو چې په خواله رسنیو خپره شوې، د افغانانو او ایرانیانو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي. ډېرو خلکو د ښوونکي دغه توپيري چلند غیرانساني بللی او د ایران د ښوونې او روزنې له وزارته یې غوښتي، چې د ښوونکو چلند وڅاري.
د رسمي شمېرو له مخې؛ تر دې مخکې چې د ایران حکومت افغان کډوال له دغه هېواده وباسي، د ایران په ښوونځیو کې ۶۰۰زره افغان زدهکوونکو زدهکړې کولې؛ خو ایراني چارواکي وایي، چې د کډوالو تر اېستلو وروسته دغه شمېر کم شوی دی.
د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري وایي، دمګړی ۲ زره او ۲۰۰ ټانکره تېل د افغانستان په خاوره کې درول شوي، خو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي. طالبان بیا هر کله د ایران په ګډون له نورو هېوادونو واردېدونکي کم کیفیته تېل بېرته مستردوي.
د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) د دغه هېواد د ولایتونو تر منځ په غونډه کې له مرکزي حکومته د ډېرو واکونو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، که والي ډېر واک ولري، نو کېدای شي ډېرې ستونزې او په ځانګړې توګه له افغانستان سره پر وخت حل شي.
د نوموړي په وینا، که چېرې دومره واک ورکړل شي چې د هېواد د ګټو لپاره اقدام وکړي، نو سمدستي په افغانستان کې له تېلو بار درول شوي ټانکر بېرته د «دوغارون» ازادې سیمې ته راولېږدوي او د تېلو له اصلاح کولو وروسته یې بېرته صادروي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په بندرونو کې د تېلو کیفیت له ارزونې وروسته د تېلو ټانکرونو ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته ولېږدول شي، خو که تېل کم کیفیته وي، نو سمدستي یې بېرته مبدا هېواد ته مستردوي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د اړتیا وړ تېل له ایران سربېره له منځنۍ اسیا راواردېږي.
د مخکېنیو راپورونو له مخې، د واردیدونکو تېلو لپاره د طالبانو د نویو معیارونو له امله د ایران او عراق سلګونه تېل وړونکي ټانکرونه له تېرو درېیو میاشتو راهیسې پر پوله بند پاتې دي. د تېلو ویل کېږي، چې یادو ټانکرونو ته د طالبانو له خوا افغانستان او یا هم بېرته ایران ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
د ایران رسنیو څو ورځې مخکې راپور ورکړ، چې د طالبانو د مالیې وزارت له مخکینۍ خبرتیا پرته د تېلو معیارونه بدل کړي، چې له امله یې پر پوله د تېلو سلګونه ټانکر بند پاتې دي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو مالیې وزارت په ناڅاپي ډول د ډیزلو او نورو تېلو د سلفر اندازه راټیټه کړې ده او هغه تېل چې وړاندې به د لوړې کچې سلفر سره افغانستان ته انتقالېدل، اوس یې مخه نیول کېږي.
ایراني ټانکر چلوونکي وايي، د طالبانو له دې پرېکړې وروسته له تېلو ډک سلګونه ټانکرونه د نیمروز په ګمرک کې بند پاتې دي. د دوی په وینا، دغه بندیز اوس څلورمې میاشتې ته داخل شوی او د تېلو ټانکرونه د تېلو د تخلیه کولو او بېرته ایران ته د ستنېدو اجازه نه لري.