• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډان ورځپاڼه: د اسلام اباد او کابل اړیکې تر هر بل وخت ډېرې ترینګلې دي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۱

ډان ورځپاڼې یوه مقاله کې ویلي، د اسلام‌اباد او کابل اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې دي او هغه پاکستان چې د طالبانو ملاتړی ګڼل کېده، اوس له دوی سره د اړیکو رغولو لپاره منځګړو ته اړتیا لري. مقاله وايي، هممهاله په کوردننه او بهر د ګڼو محاذونو پرانیستل دولت د کړکېچونو مدیریت کې بوختوي.

ډان ورځپاڼې په یوه مقاله کې، چې د تلې پر ۲۹مه خپره شوې، لیکلي، داسې ښکاري، چې پاکستاني چارواکي پخپله هڅه کوي یو سخت، توند او زغم نه لرونکی برانډ او داسې تصور رامنځته کړي، چې ګواکې یو ځواکمن هېواد دی او نه د دننه مخالفین او نه بهرني دښمنان پرې تېری کولای شي.

په مقاله کې ویل شوي چې همدا تېره اونۍ، یو لاریون چې له لاهور څخه پیل شوی و، اجازه ورنه کړل شوه چې اسلام‌اباد ته ورسېږي او له دې وروسته، دتحریک لبیک پر ضد پراخ عملیات وشول، او پر دولت د تشدد تورونه ولګېدل، چې د ځینو کسانو د مرګ سبب شول.

مقاله وايي، په تېرو څو کلونو کې، چې تحریک انصاف، پي ټي ایم او د بلوڅ ځوانانو غورخنګ پرلتونه کړي، د مرګ او ټپي کېدو راپورونه ترې ورکړل شوي.

مقاله په ورته مهال د اسلام‌اباد او کابل اړیکو ته اشاره کوي، چې اوس تر بل هر وخت ترینګلې دي. د مقالې د لیکوالې په وینا، « داسې ښکاري چې د نرمو خبرو وخت تېر شوی او که په پاکستان کې ترهګریز بریدونه دوام ومومي، نو اسلام‌اباد به پر افغانستان داسې فشار راوړي چې خپل چلند بدل کړي».

د مقالې د لیکوالې په وینا، تېره اونۍ د خلیجي هېوادونو په منځګړیتوب هڅې هم وشوې، څو دواړه ګاونډیان ارام کړي.

مقاله زیاتوي، « دا څومره لوی بدلون دی او هغه پاکستان چې پخوا د طالبانو ملاتړی ګڼل کېده، اوس منځګړو ته اړتیا لري چې له طالبانو سره اړیکې ورغوي».

د مقالې د لیکوالې په وینا، د دومره ډېرو محاذونو پرانیستل، دولت د کړکیچونو په مدیریت کې بوختوي او دا په داسې حال کې ده چې د هند له لوري د احتمالي برید راپورونه هم خپرېږي.

لیکواله پوښتي، چې « که ختیځ سرحد تود شي او لوېدیځ هم په کړکېچ کې وي، نو څه به کېږي؟ دا یوازې د سرحدونو خبره نه ده ، د بلوچستان او خیبرپښتونخوا امنیتي حالت هم د خرابېدو په حال کې دی».

د مقالې له مخې، د پاکستان دریځ دا دی چې دواړه ګاونډیان د ترهګرو ملاتړ کوي او هغوی ته مالي مرسته ورکوي، خو له همدې امله، د داخلي بې‌عدالتۍ او محرومیت بحثونه هم اوس له پامه لوېدلي دي.

مقاله وايي، په داسې حال کې چې دولت د وسله‌والو ډلو او ګاونډیانو پر وړاندې سخت دریځ نیولی، دا باور لري چې پنجاب او سند تر کنټرول لاندې دي او د خلکو د پراخو خوځښتونو نشتوالی د «ثبات» نښه ګڼل کېږي.

د مقالې د لیکوالې په وینا، په ټوله کې، د خلکو، سیاسي ډلو، د حقونو د خوځښتونو، وسله‌والو او ګاونډیانو پر ضد دا مسلسله جګړه، دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا هېواد به ددغه «سخت دریځ» بوج وزغملی شي؟

مقاله لیکونکې په دې باور ده، چې دا خبره نه ده چې پاکستان به دا جګړې حتمي بایلي، ښايي بریالی هم شي، خو زیات اعتماد خطرناک دی. ددې په وینا، د دومره ډېرو جبهاتو پرانیستل، دولت په دوامدار کړکېچ‌کې ساتي.

لیکواله زیاتوي، چې دولت د خلکو په وېرولو او کنټرول کې دومره بوخت دی، چې د سیاسي اصلاحاتو لپاره هیڅ فضا او ښه نیت نه ترسترګو کیږي او که د نامحبوبو مشرانو د تپلو لپاره ټاکنې په پام کې نیول شوې وي، څوک به سوداګر مالیاتو ورکولو ته اړ باسي.

مقاله په پای کې وايي، چې په لنډه توګه، دا «سخت دریځ» یوه درنه بیه لري او دا بیه به بې‌وسه ولس د کلونو لپاره پرې کوي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

ایران د دوغارون ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې د دیوال جوړولو کار پیل کړی

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۱ GMT+۱
ایران د دوغارون ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې د دیوال جوړولو کار پیل کړی
100%

له افغانستان سره پر پوله د ایران د دوغارون ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې مسوولانو ویلي، چې د دې سیمې د ۴۰ کیلومتره دیوال جوړولو چارې پیل شوې دي.

د ایران د دولتي اژانس ایرنا د راپور له مخې، امین شاهګلي د سې شنبې په ورځ د تایباد له والي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د دې اقتصادي مرکز د دیوال جوړولو پروژه به د پلان له مخې په یوه کال کې بشپړه شي.

هغه زیاته کړه، د دوغارون د ازادې سیمې د «صفر زون» د احاطې جوړول هم د دې ادارې له فعالو پروژو څخه ده چې تر اوسه ۳۰ سلنه پرمخ تللې.

د شاهګلي په وینا، د دوغارون د ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې اقتصادي فعالیتونه به د قانون له مخې په ۸۷۰۰ هکټاره ځمکه کې ترسره کېږي، چې له دې جملې څخه د ۲۰۰۰ هکټاره لپاره رسمي اسناد هم صادر شوي دي.

تېر کال په افغانستان کې څه باندې ۹۷ زره کسانو د بې‌کیفیته خوړو د اغېزو له امله ژوند بایللی

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۲ GMT+۱
تېر کال په افغانستان کې څه باندې ۹۷ زره کسانو د بې‌کیفیته خوړو د اغېزو له امله ژوند بایللی
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بې‌کیفیته خوړو له کبله ۴۹۳ زره او ۹۶۸ کسان له عامې روغتیا وزارت سره ثبت شوي، چې له دې ډلې ۹۷ زره او ۲۴ کسان د بې‌کیفیته خوړو د بېلابېلو اغیزو له امله مړه شوي دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبه، د تلې ۲۹مه، ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خوړو خوندیتوب عمومي ریاست په خوراکي محصولاتو کې د تحلیل‌شویو خطرونو په موخه د عامه پوهاوي غونډه کړې ده.

په کابل کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې امید راډیو له یادې غونډې راپور ورکړی، چې په یاد کنفرانس کې د روغتیا نړیوال سازمان په حواله ویل شوي چې هر کال په نړۍ کې شاوخوا ۶۰۰ میلیونه کسان د ککړو خوړو له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي چې دا ناروغۍ نه یوازې د انسانانو ژوند ګواښي، بلکې د هېوادونو اقتصاد ته ميلیاردونه ډالر زیان هم اړوي.

د طالبانو تر واک لاندې د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو خوندیتوب عمومي ریاست مسوولینو افغانستان د خوراکي توکو په برخه کې وارداتي هېواد بللی، خو په وینا یې د طالبانو په راتګ سره اوس یو شمېر کارخونې دغه توکي په کور د ننه تولیدوي.

قطر مردف علي مردف القاشوطي په افغانستان کې خپل نوی سفیر اعلان کړی

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۵ GMT+۱
قطر  مردف علي مردف القاشوطي په افغانستان کې خپل نوی سفیر اعلان کړی
100%

د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد ال‌ثاني په یوه تازه فرمان کې مردف علي مردف القاشوطي د افغانستان لپاره د دغه هېواد د فوق‌العاده او باصلاحیته سفیر په توګه اعلان کړی دی. نوموړی له دې وړاندې په کابل کې د قطر د سفارت چارسمبالی و.

د قطر د امیر دفتر د سې شنبې په ورځ، د تلې پر ۲۹مه، د یو لړ فرمانونو له مخې د څو هېوادونو لپاره نوي سفیران اعلان کړل، چې په هغو کې افغانستان ته مردف القاشوطي د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی.

القاشوطي له تېرو څو کلونو راهیسې په کابل کې د قطر د سفارت چارې پر مخ وړلې، او د طالبانو له حکومت سره یې د ډېپلوماټیکو اړیکو د دوام په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

د قطر د امیر له لوري خپاره شوي فرمان کې راغلي، چې القاشوطي ته د فوق‌العاده او باصلاحیته سفیر رسمي مقام ورکړل شوی او دا پرېکړه د حکم د خپرېدو له نېټې څخه نافذه ده.

قطر له هغو هېوادونو څخه دی چې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته یې د افغانستان په چارو کې د منځګړیتوب رول لوبولی دی.

یاد هېواد د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه هم دی.

په همدې فرمان کې د قطر امیر د سوریې، مصر، ترکمنستان، وینزویلا، برونای، بلجیم او هنګري لپاره هم نوي سفیران ټاکلي دي.

هند وايي په کابل کې یې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړی

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۶ GMT+۱
هند وايي په کابل کې یې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړی
100%

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په کابل کې یې د تخنیکي ماموریت کچه سفارت ته لوړه کړې او له دې شیبې وروسته ددوی سفارت فعال دی. یاد وزارت ویلي، چې دغه پرېکړه د هند ژمنتیا څرګندوي چې غواړي له افغانستان سره په ټولو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې ژورې کړي.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې په کابل کې به د هند سفارت د افغانستان د پرمختیا، بشري مرستو او ظرفیت جوړونې هڅو کې د نوي ډیلي ونډه لا پسې غښتلې کړي.

هند دا اقدام د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر د وروستي سفر پر مهال د شوې پرېکړې له مخې کړی دی.

د اعلامیې له مخې، د هند نوی سفارت به له طالب چارواکو سره په ګډه د متقابل باور، اقتصادي همکاریو او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره کار وکړي.

په اعلامیه کې راغلي چې په کابل کې د هند سفارت به په بېلابېلو برخو کې له افغان ولس سره همکاري وکړي.

عبدالسلام ضعیف: پاکستان دې د افغانستان په ثبات کې خپل ثبات ولټوي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۲ GMT+۱
عبدالسلام ضعیف: پاکستان دې د افغانستان په ثبات کې خپل ثبات ولټوي
100%

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د دې ډلې پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې اسلام اباد دې د افغانستان په ثبات کې خپل ثبات ولټوي. ضعیف زیاتوي، چې د پاکستان د جګړې تګلاره نوره له کاره لوېدلې او باید د افغانستان په پرمختګ کې خپلې ګټې ولټوي.

د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف په کابل کې د افاق په نامه رسنۍ اړوند انعکاس خپرونه کې د پاکستان پر پوځي پالیسو نیوکې کړې دي.

عبدالسلام ضعیف وویل:« مونږ دلته شپږ هېوادونه ګاونډیان لرو او په دې کې اټومي طاقتونه شته چې زموږ ګاونډیان دي او هغوي له افغانستان څخه مطمین دي، په دې کې چین زموږ کاونډی دی، مطمین دی، تاجکستان سره مو مشکلات درلودل، اوس ښه شوی دی او پوهیږي امارت د دوی لپاره ګواښ نه دی، همداسې ترکمنستان، ایران چې د شمالي ټلوالې ملاتړ یې کاوه اوس یې ۱۸۰ درجې تغیر کړی خو یوازې پاکستان دی چې مشکلات لري او غرب په دې پوه شوی، چې که امارت مشکل دلودای نو له نورو ګاونډویانو سره به یې مشکل و.»

ضعیف زیاتوي، پخوا چې پاکستان د افغانستان په اړه ناسم معلومات نړۍ ته ورکول، اوس هغه کار نه ورکوي او نه باور پرې کوي.

نوموړی زیاتوي، جنګي پروژې د پاکستان په ګټه وې او له هغو څخه یې ستره اقتصادي ګټه اخیستې ده خو نور دا څه نشته.

ضعیف همدراز وویل چې له افغانستان سره د پاکستان د جګړې موخه دا وه، چې غرب مداخله وکړي او د نورو پروژو اخیستو احتمال هم و خو د پاکستان دا تمه بې ځایه لاړه؛ ځکه غرب په دې مساله کې بې تفاوته پاتې شو.

د طالبانو دا پخوانی چارواکی په دې باور دی، چې پاکستان د جګړې او هم مذکراتو په میدان کې پاتې راغی او طالبانو وکړای شول د ترکیې او قطر په منځګړیتوب له پاکستان څخه ضمانت واخلي، چې د افغانستان پر حریم به تېری نه کوي او نه به هم په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

ضعیف له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د دوحې له لومړی پړاو مذکراتو وروسته د ترکیې دوهم پړاو مذاکراتو لپاره په قوي، فني او سیاسي ستراتیژي باندې کار وشي.