تر اوربند وروسته؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې شاوخوا ۱۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي

د فلسطین د ملکي دفاع ادارې ویلي، چې (د اکټوبر په ۱۰مه نېټه) د اوربند له پیل راهیسې شاوخوا ۱۰۰ فلسطینیان پر غزې د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي. دغه اداره وایي، په داسې حال کې چې امریکا د اوربند تړون د پیاوړتیا هڅه کوي؛ اسراییل په غزه کې د اوربند ماتولو هڅو ته دوام ورکوي.
تر دې وړاندې هم اسراییل او حماس یو بل د اوربند په نقضولو تورن کړي وو.




