صنعا کې د ملګرو ملتونو د دفتر له نیولو وروسته؛ ۱۵بهرني کارکوونکي لاهم له حوثیانو سره دي

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارېک ویلي، چې د دغه سازمان ۱۵ نړۍوال کارکوونکي له شنبې ورځې راهیسې د یمن په پلازمېنې صنعا ښار کې د ملګرو ملتونو ودانۍ ته د حوثي ځواکونو له ننوتلو وروسته په دغه ودانۍ کې بند پاتې دي.




