ټرمپ او د اسټرالیا لومړي وزیر د منرالونو په برخه کې د ګډې پانګونې تړون لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي د منرالونو په برخه کې د ګډې پانګونې تړون لاسلیک کړ. د تړون له مخې؛ دواړه هېوادونه به په راتلونکو شپږو میاشتو کې یو، یو میلیارد ډالره د دغه نادره منرالونو د کانکېندنې او پروسس پروژو ته ځانګړي کړي.
دواړو مشرانو د دغه تړون پر پلي کېدو ټنیګار کړی او ویلي یې دي، چې له دې کبله به دواړه هېوادونو ته ډېره ګټه ورسېږي.




