د پنجاب پولیس: د افغانانو په ګډون تر ۲۱زره ډېر بې‌اسناده بهرنیان له پنجاب ایالته اېستل شوي

د پنجاب پولیسو خبر ورکړی، چې د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې د بې‌اسناده بهرنیانو د اېستلو درېیم پړاو په چټکۍ سره روان دی. د پنجاب پولیسو پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانانو په ګډون یې له ۲۱زره او ۹۰۰ څخه ډېر بهرنیان له دغه ایالت نه اېستلي دي.

د دوی په وینا؛ اوس هم ۴۲۳ بې‌اسناده بهرنيان په توقیف ځایونو کې دي.