مسکو کې د طالبانو سفیر د روسیې د ولسمشر له استازي ضمیر کابلوف سره کتلي

په مسکو کې د طالبانو سفیر مولوي گل حسن حسن د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي. یاد سفارت وايي، دواړو لوریو د سیمې پر مهمو موضوعاتو، د افغان کارګرو د استولو پر میکانیزم او د اقتصادي همکاریو پر پراخولو خبرې کړې دي.