اروپايي ټولنې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره یو مېلیون یورو بشري مرسته وکړه

د روغتیا نړۍوال سازمان سېشنبه (د تلې ۲۹مه) ویلي، اروپايي ټولنې له افغانستان سره یو مېلیون یورو بشري مرسته کړې چې د ۲۰۲۵ کال د مئ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د اروپايي ټولنې مرستې ۷ مېلیونه ډالرو ته رسېږي.
