په ارزګان کې د پنبې د پروسس نوې کارخونه پرانیستل شوې

د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د پنبې د پروسس یوه کارخونه پرانیستل شوې ده. طالبان وايي، چې په دې کارخونه کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې ځايي چارواکي وایي، په وروستیو کې د پانګونې لپاره ښه شرایط رامنځته شوي او له خصوصي سکتور یې غوښتنه کړې چې په هېواد کې خپلې پانګونې زیاتې کړي.