سرچینې: د کونړ په اسمار کې یو موټر سیند ته لوېدلی چې په کې څلور کسان مړه شوي دي

په کونړ ولایت کې د یوې کورنۍ د سفر پر مهال موټر د سیند له غاړې اوبو ته لوېدلی، چې له امله یې څلور تنه مړه شوي، په مړو شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي. ځايي سرچینې وايي، دا پېښه د کونړ ولایت د اسمار ولسوالۍ په شابل کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچینې وایي د یادې پېښې د دوو ماشومانو جسدونه لا هم ورک دي.