• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراین پر روسیې د امریکا له تازه بندیزونو هرکلی کړی دی

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۶ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، د روسیې د تېلو پر سترو شرکتونو د امریکا تازه بندیزونه د جګړې د اوږدولو او د ترهګرۍ د خپرولو پرضد یو عادلانه او ضروري ګام دی. زېلېنسکي زیاته کړې، چې د سولې او عدالت لپاره باید پر روسیې دغه ډول فشارونه دوام ومومي.

نوموړي پر اېکس پاڼه د امریکا له ولسمشر او د هغه له ادارې هم مننه کړې او ویلي یې دي، دا څرګند پیغام ورکوي چې تېری بې‌ځوابه نه پاتې کېږي. تازه امریکا د روسیې پر دوو سترو نفتي شرکتونو Rosneft او Lukoil بندیزونه اعلان کړي دي.

ترویج لرونکی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې
۱
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۴

ملګرو ملتونو د طالبانو د پنځو جګپوړو چارواکو د پاسپورټونو او هویت اړوند معلومات نوي کړل

۵

راتلونکې میاشت؛ تاجکستان، ایران او افغانستان د نوي ترانسپورټي دهلېز ازمویښتي پړاو پیلوي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو ۴۵ افغانان نیولي دي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د هغو افغانانو چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري، د نیولو لړۍ پر دوام پولیسو په کراچۍ ښار کې د ۴۵ افغانانو د نیولو خبر ورکړی دی. ځايي چارواکو ویلي، چې دغه نیول شویو ۴۵ افغانانو د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لاره او د پولیسو له لوري بېلابېلو زندانونو ته انتقال شوي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې پولیسو په کراچۍ ښار کې د افغانانو د نیولو عملیات پراخ او چټک کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم پولیسو په لاهور ښار کې د یو شمېر افغانانو د نیولو خبر ورکړی و. په وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو پر وړاندې د پولیسو عملیات پراخ او چټک شوي دي.

په ورته وخت کې یوشمېر هغه افغانان چې د پولیسو له لوري نیول شوي او بیا افغانستان ته ستانه کړای شوي؛ ځینو یې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د پولیسو په عملیاتو کې ان هغه افغانان هم ځورول کېږي، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

امازون د ځېرکو عینکو او مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مرسته د توکو د سپارلو بهیر ګړندی کوي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۷ GMT+۱
100%

د امازون شرکت د توکو د سپارلو وخت د کمولو لپاره په نوې هڅه کې د موټرچلوونکو لپاره ځانګړي ځيرکې عینکې او د مصنوعي ځیرکتیا او روباټیک پرمختللي سیستمونه پرانستلي. دا ټیکنالوژي امازون د نوي پروګرام برخه ده، چې د تحویلۍ وروستۍ مرحله ګړندۍ کوي، چې د «وروستي ۱۰۰ گزه»په نوم پیژندل کیږي.

امازون د چهارشنبې په ورځ د خپل کلني «د تحویلۍ راتلونکي» پروګرام کې د «امیلیا» په نوم ځیرکې عینکې پرانیستلې.

دغه عینکې یوه کوچنۍ ښیښه لري، چې د موټر چلوونکي ګام په ګام لاره ښیې، د بسته بندۍ کوډونه لولي ​​او د تحویلۍ ثابتولو لپاره د بسته بندۍ عکسونه اخلي.

د امازون شرکت د ترانسپورت مرستیال بریل ټومي وویل، چې سلګونو موټر چلوونکو دا عینکې د د تحویلې سپارلو پر مهال وازمایل او پایلې ښیې، چې د دې کارول په هر شفټ کې د تحویلۍ وخت تر ۳۰ دقیقو پورې کم کړی دی.

د دې نوښت سره سره، امازون د «بلو جي» په نوم یو روبوټیک لاس هم پرانست، چې د همدې شرکت د مسولینو په وینا کولی شي د ګودام کارمندانو سره کار وکړي ترڅو د توکو د راټولولو او ترتیب کولو پروسه ګړندۍ او خوندي کړي.

اماوزون همدارنګه اعلان کړی، چې غواړي د خپلو ګودامونو د ښه همغږۍ او کنټرول لپاره یو مدیريتي مصنوعي ځیرکتیا سیستم فعال کړي.

خو د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي، چې د روباټونو پراخ استعمال ښايي د راتلونکو دوو کلونو په موده کې په امریکا کې شاوخوا ۱۶۰ زره دندې له منځه یوسي.

ټرمپ د اوکراین د توغندیزو بریدونو د محدودیتونو د لغوه کېدو راپور «بې بنسټه» وباله

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۳ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وال‌سټریټ ژورنال د هغه راپور په غبرګون کې ویلي چې پکې د واشنګټن له لوري د اوکراین د توغندیزو بریدونو د محدودیتونو د لغوه کېدو ادعا شوې وه. ټرمپ ویلي: دا «خبر بې بنسټه او جعلي» دی.

ټرمپ پر ټروت سوشل خواله رسنۍ لیکلي،چې د وال‌سټریټ ژورنال راپور، چې ګواکې امریکا د اوکراین له لوري د لوېدیځو اوږد واټن توغندیو د کارولو اجازه ورکړې، بې بنسټه او جعلي دی.

هغه ټینګار کړی چې متحده ایالات د دغو توغندیو په کارولو کې هېڅ رول نه لري او ورته مهمه نه ده چې دا وسلې له کومه ځایه راغلي یا اوکراین یې څنګه کاروي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې وال‌سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی و، چې واشنګټن د هغو محدودیتونو یوه مهمه برخه لغوه کړې چې اوکراین ته یې اجازه نه ورکوله د روسیې د خاورې دننه موخې په نښه کړي.

ولسمشر ټرمپ: د افغانستان ناکام وضعیت پوتین ته پر اوکراین د برید انګېزه ورکړه

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۱
100%

ډونالډ ټرمپ وایي، د افغانستان د جګړې ناکام مدیریت او په امریکا کې له درغلیو د ډکو ټاکنو پایلو، پوتین ته پر اوکراین د یرغل انګېزه ورکړه. ټرمپ وایي، پوتین له پخوا غوښتل چې ټول اوکراین تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو د ده د واکمنۍ پر مهال د سختو احتمالي پایلو له امله یې دا کار ونکړ.

ټرمپ زیاته کړې ده، «زه تل داسې احساس کوم چې هغه (پوتین) غوښتل ټول اوکراین ونیسي، نه یوازې یوه برخه. کله چې زه د خپلې لومړۍ دورې لپاره ولسمشر وم، موږ نسبي اړیکې لرلې، که څه هم د [روسیه، روسیه،روسیه]د دروغجنې قضیې له امله دا کار ستونزمن و. ما له ولسمشر پوتین سره د اوکراین په اړه خبرې کړې وې، هغه به تل دا هېواد د خپلو سترګو تور باله.»

هغه ویلي: « دا کار به هېڅکله نه وای شوی. ځکه هغه پوهېده چې پایلې به یې ډېرې سختې وي. خو کله چې په هېواد کې له درغلیو ډکې ټاکنې وشوې او زه نور په واک کې نه وم، پوتین فکر وکړ [هو، اوس یې وخت دی] بله دا چې هغه د افغانستان وضعیت ته وکتل، چې څومره بد اداره شو، او دې خبرې پوتین ته یو بله قوي انګېزه ورکړه، ترڅو پر اوکراین برید وکړي».

100%

ټرمپ ټینګار وکړ، چې که څه هم پوتین له پخوا د اوکراین د بشپړ نیولو اراده لرله، خو اوس ښایي د خبرو اترو او احتمالي جوړجاړي لپاره چمتو وي.

هغه وویل:«زه فکر کوم اوس هغه لږ څه د مذاکرې لپاره تیار دی، او فکر کوم هغه د یوې معاملې جوړولو ته چمتو دی. خو موږ نه غواړو چې هغه ټول اوکراین ترلاسه کړي.»

د جرمني د لومړي وزیر مرستیال د فریدرېښ مېرڅ د کډوالۍ ضد څرګندونې نژادپالنې ته ورته بللي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۱ GMT+۱
100%

د جرمني د لومړي وزیر مرستیال او د سوشل‌ډیموکرات ګوند مشر لارس کلینګ بایل، د دغه هېواد د لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ د کډوالو ضد وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، سیاستوال باید خلک د «موږ او هغوی» په دوو ډلو ونه ویشي.

کلینګ‌بایل د چهارشنبې په ورځ د هانوفر په ښار کې یوې غونډې ته وویل: « موږ سیاستوال باید ډېر هوښیار واوسو چې څه ډول بحثونه پیل کوو، په ځانګړې توګه هغه وخت چې خلک د اصل، نسل یا کډوالۍ له مخې په دوو برخو وېشو، یعني هغه چې د کډوالۍسابقه لري او هغه چې نه یې لري».

هغه زیاته کړه: «زه غواړم په داسې هېواد کې ژوند وکړم چې سیاست یې د خلکو ترمنځ د یووالي پُل جوړ کړي، نه دا چې د وېش او تفرقې لامل شي».

د جرمني د لومړي وزیر مرستیال ټینګار وکړ: « زه داسې هېواد غواړم چې د خلکو بڼه یا څېره دا ونه ټاکي، چې ایا دوی د ښار له څېرې سره سمون لري که نه».

دا څرګندونې د فریدرېښ مېرڅ د تېرې اوونۍ هغو خبرو ته اشاره لري چې ویلي یې و:«موږ د کډوالۍپه پالیسیو کې د تېرو تېروتنو د اصلاح هڅه کوو، خو لا هم زموږ ښارونه د [نااشنا] څېرو له ستونزې سره مخ دي، له همدې امله د کورنیو چارو وزیر د پراخو اخراجونو لړۍ پیل کړې ده».

په عین حال کې، د جرمني په څو ښارونو کې د مېرڅ د څرګندونو پر ضد لاریونونه شوې دي. د کډوالو فعالانو ویلي، دا څرګندونې د جرمني د اساسي قانون او د بیان د ازادۍ له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.