• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني د لومړي وزیر مرستیال د فریدرېښ مېرڅ د کډوالۍ ضد څرګندونې نژادپالنې ته ورته بللي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۱ GMT+۱

د جرمني د لومړي وزیر مرستیال او د سوشل‌ډیموکرات ګوند مشر لارس کلینګ بایل، د دغه هېواد د لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ د کډوالو ضد وروستیو څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، سیاستوال باید خلک د «موږ او هغوی» په دوو ډلو ونه ویشي.

کلینګ‌بایل د چهارشنبې په ورځ د هانوفر په ښار کې یوې غونډې ته وویل: « موږ سیاستوال باید ډېر هوښیار واوسو چې څه ډول بحثونه پیل کوو، په ځانګړې توګه هغه وخت چې خلک د اصل، نسل یا کډوالۍ له مخې په دوو برخو وېشو، یعني هغه چې د کډوالۍسابقه لري او هغه چې نه یې لري».

هغه زیاته کړه: «زه غواړم په داسې هېواد کې ژوند وکړم چې سیاست یې د خلکو ترمنځ د یووالي پُل جوړ کړي، نه دا چې د وېش او تفرقې لامل شي».

د جرمني د لومړي وزیر مرستیال ټینګار وکړ: « زه داسې هېواد غواړم چې د خلکو بڼه یا څېره دا ونه ټاکي، چې ایا دوی د ښار له څېرې سره سمون لري که نه».

دا څرګندونې د فریدرېښ مېرڅ د تېرې اوونۍ هغو خبرو ته اشاره لري چې ویلي یې و:«موږ د کډوالۍپه پالیسیو کې د تېرو تېروتنو د اصلاح هڅه کوو، خو لا هم زموږ ښارونه د [نااشنا] څېرو له ستونزې سره مخ دي، له همدې امله د کورنیو چارو وزیر د پراخو اخراجونو لړۍ پیل کړې ده».

په عین حال کې، د جرمني په څو ښارونو کې د مېرڅ د څرګندونو پر ضد لاریونونه شوې دي. د کډوالو فعالانو ویلي، دا څرګندونې د جرمني د اساسي قانون او د بیان د ازادۍ له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

ایران په تېره یوه میاشت کې د درېیو افغانانو په ګډون ۲۸۰ کسان اعدام کړي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۰ GMT+۱

په ایران کې د تلې میاشتې په اوږدو کې د درېیو افغانانو په ګډون ۲۸۰ کسان اعدام شوي دي. معلومات ښيي، چې یوازې د تلې میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۲۸ زندانیان په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.

په ایران کې د تلې میاشتې د اعدام شویو کسانو د شمېرو پر بنسټ، په اوسط ډول هره ورځ ۸ تنه او په هرو درېیو ساعتونو کې یو تن زنداني اعدام شوی.

د ایران د بشري حقونو مرکز د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۳۰مه) راپور ورکړی، چې په تېرو دوو ورځو کې دغه اعدامونه د ایران بیرجند، شېراز، تهران، کرمانشاه، تایباد، یزد، زنجان، قزوین، قزلحصار کرج، ګرګان او قُم ښارونو او زنداونو کې تر سره شوي‌ دي.

یاد مرکز د همدې کال د تلې میاشتې ته «له ۱۳۶۷ کال د ډله‌ییزو اعدامونو راوروسته د زندانونو لپاره تر ټولو د خونړۍ میاشتې» نوم ورکړی دی.

دغه اعدامونه تر ډېره د نشه‌يي توکو او قتل له قضیو سره تړاو لري.

په دې اعدامونو کې د سراج‌الدین ابي‌اطالبي، محمد شمس او محمد ابراهیمي په نوم درې افغانان هم شامل دي.

که څه هم د دوی بشپړ هویت لا نه دی معلوم شوی؛ خو په راپور کې راغلي چې دغه افغانان د نشه‌يي توکو او قتل په تور اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو د مرکز د راپور له مخې، ځینې اعدامونه د دوی د کورنیو د خبرتیا او د وروستۍ لیدنې پرته ترسره شوي.

په راپور کې راغلي، چې لا هم په ځینو ښارونو او زندانونو کې د اعدامونو لړۍ روانه ده.

د بشري حقونو سازمانونو د ایران د قضایي فشار د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د ایران د اعدامونو د څپې پر وړاندې غبرګون وښيي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سې شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) په خپل تازه راپور کې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته یې وړاندې کړی، د ایران د بشري حقونو وضعیت ناوړه انځور وړاندې کړی دی.

هغه د اعدامونو د زیاتېدو، د بندیانو د شکنجې، د اقلیتونو د ځپلو او د مدني ازاديو د لا ډېرو محدودېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې لږ تر لږه ۶۱۲ کسان په ایران کې اعدام شوي دي، چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د یادولو ده، چې انټونیو ګوترېش د ایران له‌ خوا د نړۍوالو سپارښتنو په بابیزه نیولو خواشیني څرګنده کړې.

وال ‌سټریټ ژورنال: امریکا د اوکراین پر توغندیزو بریدونو لګېدلي محدودیتونه لغوه کړل

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۶ GMT+۱

وال‌سټریټ ژورنال ورځپانې خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو د هغو بندیزونو یوه مهمه برخه لغوه کړې چې د لوېدیځ له خوا اوکراین ته ورکړل شوي توغندي یې د روسیې د خاورې دننه د بریدونو لپاره محدود کړي وو.

ورځپاڼې ویلي، چې دا پرېکړه پرته له عام اعلان څخه شوې، او د بریدونو د تصویب واک د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن پر ځای د ناټو په اروپايي قرارګاه کې مېشت قوماندان، جنرال الکسوس ګرینکویچ ته سپارل شوی دی.

د امریکایي چارواکو په وینا، دا اقدام د دې لپاره شوی چې اوکراین وکولای شي د روسیې دبریدونو په «زیات موثریت» سره ځواب ورکړي، خو لا هم پر دې محدودیتونه پاتې دي چې کومې موخې د روسیې دننه په نښه کېدای شي.

بلخوا، روسیې بیا په وار وار ټینګار کړی چې د اوکراین له لوري ترسره کېدونکي اوږد واټن توغندیز بریدونه په حقیقت کې د لوېدیځو هېوادونو د مستقیمو استخباراتي او تخنیکي ملاتړ له لارې ترسره کېږي.

د بېلاروس او ګرجستان دوو بندي خبریالانو د ۲۰۲۵ کال د سخاروف جایزه وګټله

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۱ GMT+۱

اروپایي پارلمان د بشري حقونو لپاره د ۲۰۲۵ کال سخاروف جایزه دوو بندی خبریالانو ته ورکړه. انډریز پوچوبوټ د بېلاروس او مزیا اماګوبیلي د جورجیا اوسېدونکي دي، چې د ډیموکراسۍ او مدني ټولنې د دفاع لپاره یې هڅې کړي دي.

د اروپایي پارلمان د سیاسي ګوندونو د مشرانو کنفرانس د چهارشنبې په ورځ د پارلمان د رییسې روبرتا متسولا په مشرۍ اعلان وکړ: «دا دواړه خبریالان یوازې د خپل مسلکي دندې د ترسره کولو او د حقیقت د ویلو له امله ناحقه بندي شوي دي. د دوی زړورتیا هغوی د ازادۍ او ډیموکراسۍ د مبارزې سمبول ګرځولي دي.»

د سخاروف جایزه چې په ۱۹۸۸ کال کې د روسیې د مخالف ساینس پوه اندری سخاروف په نوم تاسیس شوه، د اروپایي ټولنې د بشري حقونو تر ټولو لوړه جایزه ده.

دا جایزه چې ارزښت یې ۵۰،۰۰۰ یورو دی، هر کال هغو اشخاصو یا ادارو ته ورکول کېږي، چې د فکر د ازادۍ او بشري حقونو د دفاع لپاره یې کار کړی وي.

سویډن اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکولو هوکړه لیک لاسلیک کړی

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۱ GMT+۱

سویډن او اوکراین د اوږدمهاله پوځي همکارۍ یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې سټاکهولم تر ۱۵۰ پورې د سوېډن جوړې «ګریپن» جنګي الوتکې کیېف ته ورکړي.

د سویډن لومړي وزیر اولف کریسټرسون د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره له خبرو وروسته وویل، چې دواړو هېوادونو د هوايي دفاع په برخه کې اوږدمهاله همکاري پیل کړې ده.

په دې همکارۍ کې اوکراین ته د ګریپن جنګي الوتکو صادرات هم شامل دی.

هغه زیاته کړه چې له نن څخه دواړه هېوادونه ژمن دي چې د اوکراین د هوایي ځواک د پیاوړتیا لپاره ټولې ممکنې لارې ولټوي او له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې الوتکې به کیېف ته وسپارل شي.

زېلېنسکي هم وویل چې د ګریپن الوتکو د ترلاسه کولو کار پیل شوی او نوې هوکړه به د لږ تر لږه ۱۰۰ الوتکو د برابرولو اجازه ورکړي.

پاکستان ميشتي افغان کډوال د تورخم دروازې د پرانېستلو غوښتنه کوي

۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۱ GMT+۱
•
جواد شينواری

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړې وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې تړل شوې او افغانستان ته ستنېدونکي افغان کډوال له تېرو یوولسو ورځو راهیسې د لارو د پرانېستل کېدو په تمه دي.

د جمرود په سهولت مرکز کې د موټرو اوږد کتار د خاموشو خلکو انتظار دواړه تر سترګو کیږي. عبدالله، چې له خپلې کورنۍ سره له چترال څخه کډه شوی، د سفر یوولسمه ورځ تېروي،« موږ له خپل کلي راوتلي یو، هر څه مو شاته پرېښي دي، یوازې غواړو چې د تورخم دروازه پرانستل شي.»

د عبدالله په څېر زرګونه افغانان له پاکستان نه د بېرته ستنېدو په تمه دي، خو د اکتوبر د ۱۱مې او ۱۲مې شپه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې وتړل شوې.

د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د ډزو له تبادلې وروسته، نه یوازې سوداګریز ترافیک بند شوی، بلکې د عامو خلکو د تګ راتګ پرمخ هم دروازې وتړل شوې.

اوس زرګونه کسان د جمرود په «سهولت مرکز» کې بند پاتې دي. د اوږده انتظار او د سړې هوا تر څنګ، بنسټیزې اړتیاوې ورځ تر بلې کمیږي.

عبدالله وایي:« په موټرو کې ښځې، ماشومان او ناروغان شته. د خوړو او اوبو کمښت دی. ماشومان ناروغ شوي او د مشرانو روغتیا ورځ تر بلې خرابېږي»

100%

۲۸ کلن محمد شاه، چې له لاهور نه یې تر کابل پورې د سفر ۳۱۵زره روپۍ کرايه ورکړې، اوس د بندې دروازې له امله هره ورځ اضافي لګښتونه ورکوي.

محمد شاه وايي:« يو لور ته په پاکستان کې اوږد انتظار پخپله يوه ستونزه ده او بل لور ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستي کړکېچ له امله د کډوالو ستونزې نورې هم زياتې شوې دي. په موټرو کې اوږد انتظار ډېر ستومانوونکی او دردناک دی، په ځانګړې توګه د هغو کورنيو لپاره چې له ځان سره ښځې، ماشومان او ناروغان لري.»

دغه افغان کډوال له طالبانو او د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کوي، چې د انساني خواخوږۍ له مخې د تورخم دروازه پرانیزي.

د خیبر پښتونخوا سیمه ییزو چارواکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جمرود د سهولت په مرکز کې یې د افغان کډوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي، خو افغانستان ته د کډوالو د تګ او تورخم دروازې خلاصولو په اړه د مرکزي حکومت پریکړې ته په تمه دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د طالبانو او‌ پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته وتړل شوي، خو په دوحه کې د لوړ پوړو طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د مذاکراتو وروسته لا هم د توخم په ګډون ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلي پاتې دي.

د پولې د بندېدو اقتصادي اغېز هم ژور دی. په مېوو او سبزیجاتو بار موټر د پاکستان او افغانستان په خوا کې بند پاتې دي، د سوداګرۍ راکړې ورکړې درېدلې او کوچني کاروباري کسان هره ورځ مالي زیان ویني.

د جمرود په سهولت مرکز کې د عبدالله، محمد شاه او جان محمد په څېر ګڼ افغان کډوال د سیاستوالو د ژمنو په انتظار نه دي، هغوی غواړي چې دا یخ انتظار زر پای ته ورسېږي.