د لندن پولیس په بېړنیو حالاتو کې د چټک غبرګون په موخه له ډرون الوتکو کار اخلي

د لندن پولیسو ویلي، چې په بېړنیو حالت کې یې د چټګ او ګټور غبرګون په موخه تازه د ډرون الوتکو د کارونې نوښت پیل کړی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ دغه پروګرام چې “Drone as First Responder” نومېږي، لومړی به د ښار په شمالي سیمو کې پیل شي او بیا وروسته به نورو سیمو ته هم وغځېږي.




