پښتونخوا؛ روان کال په وسلهوالو پېښو کې ۲۹۸ پولیس او ملکي وګړي وژل شوي دي

د روان ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا کې په وسلهوالو پېښو کې ۲۹۸ پولیس او ملکي وګړي وژل شوي دي. د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د راپور له مخې؛ روان کال په بېلابېلو وسلهوالو پېښو کې ۱۱۷ پولیس او ۱۸۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۸۶ نور ټپیان شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې په پښتونخوا کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ۲زره او ۳۶۶ عملیاتو په ترڅ کې ۳۶۸ وسلهوال وژل شوي او ۱۱۲۴ نور بیا نیول شوي دي.




