په بحرین کې د ځوانانو اسیایي لوبې؛ د افغانستان د «اېماېماې» لوبغاړي پهکې ښه وځلېدل

فیاض احمد ابراهیمي او احمد قیومي د (MMA) رزمي لوبو دوه افغان لوبغاړي په بحرین کې د ۲۰۲۵کال د ځوانانو اسیایي لوبو په درېیم پړاو کې ښه وځلېدل. فیاض احمد ابراهیمي د ۷۵کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې په لومړۍ لوبه کې خپل قرغزي سیال ته او په دویمه لوبه کې خپل هندي سیال ته ماتې ورکړه.
د دوو پرلهپسې بریاوو سره دغه لوبغاړي په لومړي ګروپ کې لومړی مقام ترلاسه کړ او د یادو سیالیو مډال یې په خپل نوم کړ. له بل پوه احمد قیومي هم د ۷۰کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې خپل هندي سیال ته ماتې ورکړه.




