• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوې عربي کمپنۍ افغانستان کې د تېلو او ګازو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سعودي عربستان د دلتا انټرنشنل کمپنۍ مسوولینو د طالبانو د کانونو وزیر ملا هدایت‌الله بدري سره په لیدنه کې د ګازو او تېلو په سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

د یاد وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د سعودي عربستان د «دلتا انټرنشنل» کمپنۍ اجرایوي رییس شاهر التقي په دغه ناسته کې د خپلې کمپنۍ فعالیتونه تشریح کړل او د افغانستان د تېلو او ګازو په سکټور کې یې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

د خبرپانې په ټکو؛ د یادې کمپنۍ مسوولینو ژمنه کړې، چې د ټاپي نل‌لیکې د غځولو په برخه کې به هم پانګونه وکړي. خبرپاڼه کاږي، چې د دغه سعودي کمپنۍ مسوولینو زیاته کړې، چې د تخنیکي تجربو د شریکولو په برخه کې به د افغان انجنیرانو لاسنیوی هم وکړي.

په ناسته کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري د نوموړې کمپنۍ له پانګونې هرکلی کړی او ژمنه یې کړې، چې دوی به په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې دواړه خواوو د تخنیکي ډلو د غونډو د دوام او د همکارۍ د جزیاتو د څېړلو په موخه یو یادښت هم لاسلیک کړ.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د ایران، طالبانو او ترکیې ترمنځ د رېل پټلۍ درې اړخیزه هوکړه لاسلیک شوه

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۲ GMT+۱

د سیمه‌ییزو ترانزیټي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د پنجشنبې په ورځ (د لړم لومړۍ نېټه) په تهران کې د ایران، طالبانو او ترکیې ترمنځ د رېل‌ پټلۍ د همکارۍ درې اړخیزه هوکړه لاسلیک شوه.

د ایران د ښاري پراختیا وزارت ویلي، چې دغه هوکړه د ایران د رېل‌پټلۍ د مشر میعاد ذاکري، د ترکیې د دولتي رېل‌پټلۍ د رییس ویسي کورت او د طالبانو د رېل‌پټلۍ ادارې د مشر محمد اسحاق صاحب‌زاده ترمنځ په یوه ګډه ناسته کې لاسلیک شوه.

د دغه پنځه کلنې هوکړې موخه د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي اړیکو پیاوړتیا، د رېل‌پټلۍ د زېربناوو اغېزمن استعمال، د سرحدي تګ راتګ اسانتیا، د بار وړلو د ظرفیت لوړول او د یوه منظم او منسجم سیمه‌ییز کوریدور جوړول بلل شوې ده.

د هوکړې له مخې؛ دغه هېوادونه به د بشري ځواک د روزنې، د رېل‌پټلۍ د ساتنې او رغونې، د زېربناوو د پراختیا، د ډیجیټلي سیسټمونو د پلي کولو او د ټرافیکي مدیریت په برخو کې خپلمنځي تخنیکي همکارۍ پراخوي.

د درې واړو خواوو استازو د ناستې په پای کې ټینګار وکړ، چې دغه هوکړه د سیمې د ترانزیټي شبکې د یووالي او اقتصادي ودې لپاره بنسټیز اهمیت لري او دوی به یې پلي کېدو ته ژمن پاتې شي.

ایراني چارواکي: ټول هغه بهرنیان چې غواړي په ایران کې کار وکړي، باید د کار کارت واخلي

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۹ GMT+۱

تازه ایراني چارواکو اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې یې د بهرنیو کارګرو لپاره د کارتونو اخېستل لازمي کړي دي. د ایراني پولیسو د کډوالۍ د چارو مشر سردار حیدري ویلي:« هغوی چې په سیاحتي ویزو راغلي، نور نه‌شي کولای چې په ایران کې کار وکړي.»

نوموړي رسنیو سره یه خبرو کې ویلي، چې هر بهرنی کارګر باید د کار لپاره د کار کارت ترلاسه کړي او که داسې نه کوي؛ نو کار کول یې ناقانونه ګڼل کېږي او له جدي چلند سره به مخ شي. هغه زیاته کړې، په ایران کې د هغو کسانو د نیولو عملیات هم روان دي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

د کار په اړه د ایران د تازه اعلان له مخې؛ لومړی باید هغه ایرانیان چې کارګرو ته اړتیا لري خپله غوښتنه د کار له وزارت سره ثبت کړي او که ایراني کارګر نه پیدا کېږي، بیا هغو بهرنیو کارګرو ته چې د کار کارتونه یې اخیستي د کار موکه ورکړل شي.

ایراني چارواکو دارنګه ویلي، چې په ایران کې یې د افغان کډوالو د قانوني کېدو لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کړي دي. ایران په داسې حال کې د بهرنیو کارګرو لپاره نوې تګلاره اعلانوي، چې ډېری افغانان هڅه کوي په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکي فقر او بې‌روزګارۍ له کبله دغه هېواد ته د کار په موخه ولاړ شي.

وړاندې په ایران کې ځینو کارګرو افغانانو له بېلابېلو رسنیو سره په خبرو کې په ایران کې له دوی سره د نامناسب چلند په اړه شکایتونه کړي دي. دوی ویلي وو، چې ځینې ایراني مالکان یې تنخوا پر وخت نه ورکوي او که دوی ترې د پېسو غوښتنه کوي؛ نو د ایراني مالکانو له لوري په دې ګواښل کېږي، چې ګواکې پولیسو ته به یې په لاس ورکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدو له کبله د خوراکي توکو بیې څو برابره لوړې شوې

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۰ GMT+۱

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له وروستیو نښتو او له هغې راوروسته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ټولو لارو تړل کېدو له کبله په افغانستان او پاکستان کې د خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي رویټرز خبري اژانس ته ويلي، چې د لارو تړل کېدو له کبله دواړه هېوادونو ته هره ورځ شاوخوا یو مېلیون ډالر تاوان رسېږي او نږدې ۵۰۰۰ کانټینرونه د دواړو غاړو په بندرونو کې بند پاتې دي.

د الکوزي په خبره؛ د تازه مېوو، سبزیو، درملو، غنمو، وريجو، بورې، غوښې او لبنیاتو صادرات او واردات په بشپړ ډول درېدلي او هره ورځ لسګونه کانټینره سبزي خوسا کېږي.

وړاندې ځینو پاکستاني رسنیو هم خبر ورکړی و، چې د پاکستان په ځینو ښارونو د یوه کیلو رومیانو بیه د چرګانو له یوې کیلو غوښې لوړه شوې ده. دا مهال د پاکستان په بازارونو کې یو کیلو رومیان ان په ۷۰۰ پاکستانۍ کالدارو پورې پلورل کېږي، چې دا د تېر پرتله ۵ برابره زیاتوالی ښیي.

که څه هم په تېرو شاوخوا دوه اونیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په لنډمهالي ډول د ځینو لارو د خلاصېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي؛ خو طالبانو ویلي چې لاره د هغو افغان کډوالو د ستنولو لپاره پرانیستل شوې وه، چې له کرښې هاخوا بند پاتې دي.

نن د اکټوبر ۲۴مه د ملګرو ملتونو له ۸۰مې کلیزې سره برابره ده

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۹ GMT+۱

نن د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۸۰مه کلیزه ده. د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۵کال کې تر دویمې نړۍوالې جګړې وروسته رامنځته شو، چې د نړۍوالو کړکېچونو په حل کې مرسته وکړي.

ملګري ملتونه په نړۍ کې تر ټولو با اعتباره بې‌پرې سازمان دی، چې د افغانستان په ګډون ۱۹۳ هېوادونه یې غړیتوب لري.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې دغه سازمان به نن د جګړو د مخنیوي، د ماشومانو د زده‌کړې، د ناروغیو د درملنې او د حیاتي مرستو لپاره د هڅو ۸۰مه کلیزه ونمانځي.

د ۱۹۴۵کال (د اپرېل میاشتې ۲۵مه) نېټه وه، چې د امریکا په سنفرانسسکو ښار کې د ملګرو ملتونو لومړنۍ غونډه جوړه شوه چې د کابو ۵۰ هېوادونو غړو په‌کې ګډون کړی و او د هر هېواد استازي تر جګړې وروسته د خپل ملت پر وضعیت غږېده؛ خو ملګري ملتونه رسماً د همدې کال (د اکتوبر په ۲۴ مه) د یوه سازمان په توګه رامنځته شو. خو پر ملګرو ملتونو وخت ناوخت داسې نیوکې هم کېږي، چې خپل مسوولیتونه په سمه توګه نه‌شي ادا کولی.

تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ د ملګرو د عمومي اسمبلۍ په وروستۍ غونډه کې پر ملګرو ملتونو مخامخ نیوکې وکړې، چې ګواکې په نړۍ کې د ستونزو د حل پرځای یې ستونزې ډېرې کړې دي.

د بې‌وزلۍ مخنیوی، د بشري حقونو پام کې نیول، د نړۍوالو قوانینو خلاف پر کمزورو هېوادونو د ځواکمنو د یرغل مخنیوی او په ټوله کې د ځمکې او حیات خوندي ساتل د ملګرو ملتونو له بنسټیزو ژمنو او مسوولیتونو ګڼل کېږي.

بیکدلي: د «هرېرود سیند» پر سر د ایران او افغانستان ترمنځ نوې هوکړې ته اړتیا ده

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۵۸ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفیر، علي رضا بیکدلي، ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د شخړو موضوع باید له پامه ونه غورځول شي، او دواړه هېوادونه باید د «هرېرود سیند»په اړه یوې نوې هوګړې ته ورسېږي.

بیکدلي د یوې ایراني رسنۍ «ایرنا»خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: «زموږ د دیپلوماسۍ دنده دا ده چې د خبرو له لارې مقابل لوری قانع ورکړو چې هغه هېوادونه چې د ګډو اوبو د سرچینو په لوړ جریان کې موقعیت لري، د نړیوالو حقونو او چاپېریالي اصولو له مخې د ښکته هېوادونو پر وړاندې مسوولیت لري».

نوموړي په تېرو کلونو کې د هرېرود د حق‌اوبې د موضوع د نه‌تعقیب له امله نیوکه کړې او پوښتنه یې مطرح کړې چې «ولې د دې مهمې مسلې پر سر لازم ګامونه نه دي پورته شوي؟»

د ایران سفیر ټینګار کړی چې د افغانستان د اوبو شخړې یوازې له ایران سره نه دي، بلکې له پاکستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره هم ورته اختلافات شته.

هغه زیاته کړې: «د بېلګې په توګه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډو اوبو په اړه څېړنې شوې دي، په ځانګړې توګه د کونړ د سیند د سرچینو په اړه، او دا موضوع اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو یوه برخه ده».

بیکدلي همدارنګه د افغانستان د اوبو د زیات استعمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د نفوس د چټک زیاتوالي او د کرنې او اوبخورۍ د دودیزو لارو د دوام له امله، د اوبو مصرف ډېر شوی او له همدې امله ښکته هېوادونو ته د اوبو ورننوت کم شوی دی.

هغه غوښتنه کړې چې د افغانستان سره د ګډو اوبو مسله باید په دقت او حساسیت سره وڅېړل شي، ځکه د اوبو د زیات مصرف له امله دا شخړه د سیمې د راتلونکې لپاره یوه جدي موضوع ګرځېدلې ده.