• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند پولیسو په نوي ډیلي کې د داعـ ش ډلې دوه غړي نیولي دي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۷ GMT+۱

د هند د پلازمېنې نوي ډیلي پولیسو اعلان کړی، چې د داعـ ش ډلې دوه غړي یې داسې مهال نیولي چې د ښار په ګڼ مېشتو سیمو کې یې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره پلان جوړاوه.

د پولیسو په وینا، دغه نیول شوي کسان محمد عدنان خان چې په«ابو محارب» مشهور دی، ۱۹ کاله عمر لري او د هند د اترا پردېش ایالت اوسېدونکی او بل یې د مادي پردېش ایالت اوسېدونکی ۲۰ کلن «ابو محمد» دی، چې غوښتل یې په راتلونکو جشنونو کې او د عامه لاریونونو پر مهال خلکو ته پراخ زیان ورسوي.

پولیسو، د نیول شویو کسانو له استوګن ځایونو څخه د داعش ډلې تور بیرغ، له لېری واټن څخه د چاودنې د فعالولو لارښود، د لاسي بمونو د جوړولو ترتیب او نور شکمن اسناد ترلاسه کړي دي.

د ډیلي د پولیسو ویاند له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې دواړو کسانو د ټولنیزو شبکو له لارې جهادي او افراطپاله ویډیوګانې خپرولې او د همدې شبکو له لارې یې د نویو کسانو د جذب هڅه کوله.

هغه زیاته کړې چې «ابو محمد»تر دې وړاندې هم د ورته تورونو له امله نیول شوی و، خو په ۲۰۲۴کال کې د ضمانت په اساس خوشې شوی او له خوشې کېدو وروسته یې بیا د افراط‌پالې ډلې د غړیو په راجلبولو او انلاین تبلیغاتو پیل کړی و.

د پولیسو لومړنۍ څېړنې ښيي چې دواړو کسانو د لاسي بمونو د جوړولو لپاره د ضروري موادو د برابرولو هڅې پیل کړې وې او په ورته وخت کې یې د داعش د سوریایي غړي «ابو ابراهیم القریشي»سره هم اړیکې او بیعت درلود.

امنیتي ادارې وايي چې څېړنې لا هم روانې دي او د امکان په صورت کې نور کسان هم نیول کېدای شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنې میټا او ټیک ټاک د ډیجیټل منځپانګې له قوانینو څخه په سرغړونې تورن کړي

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۸ GMT+۱

د اروپایي ټولنې کمیسیون اعلان کړی، چې د میټا شرکت اړوند د فېسبوک او انسټاګرام پلیټفارمونو او ټیک ټاک د انلاین منځپانګې د څارنې په برخه کې د اروپایي ټولنې نوي قوانین مات کړي دي.

اروپايي کمیسیون د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې فیسبوک او انسټاګرام څیړونکو ته «عامه معلوماتو ته کافي لاسرسی» نه دی ورکړی او د کاروونکو لپاره د غیرقانوني منځپانګې راپور ورکولو یا د مینځپانګې لرې کولو پریکړو پر وړاندې د ننګولو اسانه لارې نه لري.

د اروپا کمیسیون لومړنۍ څېړنې ښيي، چې میټا او ټيک ټاک د ډیجیټلي خدماتو د قانون غوښتنې نه دي پوره کړي، کوم چې د ټیکنالوژۍ لوی شرکتونه اړ باسي څو د غیرقانوني مینځپانګې خپریدو مخه ونیسي او څیړونکو ته عامه معلوماتو ته لاسرسی چمتو کړي ترڅو وڅیړي چې کاروونکي په ځانګړي توګه ماشومان، د خطرناکې مینځپانګې سره څومره مخ کیږي.

اروپايي ټولنې میټا د «تور نمونو» کارولو په تور هم تورنه کړې، هغه طریقې چې کاروونکي د مینځپانګې لرې کولو پریکړو راپور ورکولو یا ننګولو پرمهال مغشوش کوي.

د اروپايي ټولنې د معلوماتو د ساتنې ادارې د تلې په ۶مه د ټولنیزو رسنیو لوی شرکت میټا ۹۱ میلیونه یورو جریمه کړ، چې په ناڅاپي ډول یې د ځینو کاروونکو پاسورډونه د خوندیتوب یا کوډ کولو پرته ذخیره کړي دي.

د اسراییل پوځ: په لبنان کې مو د حزب الله یو لوړپوړی غړی وژلی

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۴ GMT+۱

د اسراییل پوځ وایي، چې د لبنان په جنوبي سیمو کې یې دبې پیلوټه الوتکې په برید کې د حزب‌الله یو لوړپوړی غړی وژلی دی.

دا پېښه د جمعې په ورځ د «قعقعیه الجسر» او «زوطر الغربي» تر منځ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې یو غیرنظامي موټر د اسراییلي ډورن له خوا په نښه شو.

د اسراییل پوځ له خوا په یوه اعلامیه کې ویل شوي،چې په برید کې د «عباس حسن کرکي» په نوم د حزب‌الله د جنوبي محاذ د لوجستیک مسول وژل شوی دی.

دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د تېرې ورځې په لړ کې هم د اسراییلو پوځ د حزب‌الله پر ځینو مرکزونو د بقاع ختیځ، شمالي سیمو او النبطیه ولایت کې هوايي او توغندیز بریدونه ترسره کړي وو.

امام علي رحمان: د افغانستان ثبات د تاجکستان او سیمې د امنیت عامل دی

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۹ GMT+۱

د تاجکستان ولسمشر په دوشنبې ښار کې د ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې په اړه د خپلواکو دولتونو د ګډو ګټو په دریم کنفرانس کې ویلي، چې په افغانستان کې ثبات نه یوازې د دې هیواد لپاره بلکې د تاجکستان او ټولې سیمې د امنیت لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

اویستا خبري اژانس په خپل خبر کې ویلی، امام علي رحمان د ګډو خپلواکو دولتونو د درېیم کنفرانس پر مهال د غړو هېوادنو د پولو په اوږدو کې د افراطیت او ترهګریزو نظریو د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړ. او د امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره یې د استخباراتي ادارو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د تاجکستان ولسمشر وویل: «موږ باید نه یوازې خپلې ملي ګټې، بلکې د ټولو غړو هیوادونو امنیت هم په پام کې ونیسو.»

هغه د نشه یي توکو قاچاق په ځانګړې توګه د مصنوعي نشه يي‌ توکو زیاتوالی د اندیښنې وړ وباله او دا یې د ترهګرو ډلو د تمویل له اصلي سرچینو څخه وګڼله.

دا څرګندونې هم مهاله دوشنبې ته د طالبانو د سفر سره ورته والی لري.

د طالبانو د بلخ والي‌ یوسف وفا د لړم میاشتې په لومړۍ نېټه د تاجکستان له چارواکو سره د امنیتي موضوعاتو په اړه لیدنه او خبرې کړې.

د ګډو خپلواکو دولتونو سازمان د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته رامنځته شوی. د دې سازمان غړي هېوادونه روسیه، مولداوي، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، بلاروس، ازبکستان، ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت دي.

زېلېنسکي په لندن کې: باید پر روسیه فشارونو زیات شي

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د جمعې په ورځ لندن ته د خپل سفر په ترڅ کې له بریټانیا او نورو متحدانو غوښتي چې پر روسیه فشارونه زیات کړي. د بریټانیا لومړي وزیر سټارمر ټینګار کړی چې باید د روسیې د انرژۍ عایدات محدود او اوکراین ته د اوږد واټن توغندي ورکړل شي.

په لندن کې د «داوطلبو ملاتړو اتحاد» غونډه ترسره شوه، چې په کې د ناټو سرمنشي او د هالڼداو ډنمارک لومړي وزیرانو حضورياو ۲۰نوروهېوادونوپه انلاین بڼه ګډون کړی وو. دا اتحادد ناټو له رسمي چوکاټ بهر داوکراین د مالي او نظامي ملاتړ لپاره کار کوي.

اروپايي اتحادیې د اوکراین لپاره د راتلونکو دوو کلونو مالي ملاتړ تصویب کړی، خو لا یې پرېکړه نه ده کړې چې د روسیې کنګل شتمنۍ د اوکراین د جګړې د تمویل لپاره وکاروي.

په عین وخت کې اروپايي اتحادیې پر روسیه بندیزونو هم لګولې دي، چې پکې د روسي مایع طبیعي ګازو وارداتو بندیز شامل دی.

زلنسکي په غونډه کې وویل که مسکو د فشار تر جدي کچې ورسېږي، ښایي د خبرو امادګي وښيي. خو روسیې خبرداری ورکړی چې د هغې پر شتمنیو هر ډول مصادره به «دردناک ځواب» ولري او د روسیې پر خاوره د اوږد واټن وسلو هر برید به له سخت غبرګون سره مخ شي.

د بریتانیا ځانګړي استازي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر اړتیا ټینګار کړی

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي کابل ته له خپل سفر وروسته ویلي، چې هغه د طالبانو له چارواکو سره په خپله لیدنه کې د ټولشموله حکومت او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهیر سره د رغنده تعامل پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو له استازو سره په لیدنه کې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي لږکیو د حقونو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

نوموړي سیمه‌ ییز ثبات یو مهم موضوع بللې او ویلي یې دي، چې له طالبانو سره په خبرو کې یې د شخړو د کمولو او د دوامدارو حل لارو د موندلو لپاره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ریچارډ لېنډسي د افغانستان د سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو، عامې روغتیا، کډوالو وزیرانو او د طبیعي پېښو د مبارزې ادارې له مشر سره هم لیدنې او خبرې کړې دي.

هغه په دې لیدنو کې د بشردوستانه مرستو د اسانتیا، د انټرنېټ ته د لاسرسي اړتیا، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د بیاکتنې او د سیمه‌ ییز ثبات پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ښاغلي لېنډسي لیکلي دي: «دا سفر یوه موقع وه، څو د طالبانو له وزیرانو او چارواکو سره د ګڼو مهمو موضوعاتو په اړه رغنده تعامل وشي.» هغه زیاته کړه، چې بریتانیا د افغان ولس له ملاتړ سره ژمنه ده او سږکال یې د افغانانو د مرستې لپاره څلور میلیونه پونډه بېړنۍ بودجه او تر ۱۵۱ میلیونو پونډو پورې د بشردوستانه پروګرامونو لپاره ځانګړې کړې ده.

دغه د بریتانیا لوړپوړي دیپلوماټ څرګنده کړې، چې د انټرنېټ پرېکېدل په افغانستان کې د ضروري خدماتو وړاندې کول ګډوډوي او زیان منونکي ټولنې له نورو څخه منزوي کوي. نوموړي د طالبانو له چارواکو وغوښتل، چې د افغانستان په ټولو برخو کې د خلکو د انټرنېټ لاسرسی وساتي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي، چې په دې سفر کې یې له یو شمېر فعاله ښځو او د مدني ټولنې له غړو سره هم لیدنې کړي دي. هغه په دغو لیدنو کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو له امله رامنځته شوي ننګونې او د هغو اغېزې یې ارزولې دي، چې د مرستو د وېش پر بهیر اغېز کوي.

د بریتانیا ځانګړي استازي د طالبانو د کډوالو له وزیر عبدالکبیر سره په لیدنه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ له اوربند څخه هرکلی کړی.