• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امام علي رحمان: د افغانستان ثبات د تاجکستان او سیمې د امنیت عامل دی

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۹ GMT+۱

د تاجکستان ولسمشر په دوشنبې ښار کې د ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې په اړه د خپلواکو دولتونو د ګډو ګټو په دریم کنفرانس کې ویلي، چې په افغانستان کې ثبات نه یوازې د دې هیواد لپاره بلکې د تاجکستان او ټولې سیمې د امنیت لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

اویستا خبري اژانس په خپل خبر کې ویلی، امام علي رحمان د ګډو خپلواکو دولتونو د درېیم کنفرانس پر مهال د غړو هېوادنو د پولو په اوږدو کې د افراطیت او ترهګریزو نظریو د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړ. او د امنیتي ګواښونو سره د مبارزې لپاره یې د استخباراتي ادارو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د تاجکستان ولسمشر وویل: «موږ باید نه یوازې خپلې ملي ګټې، بلکې د ټولو غړو هیوادونو امنیت هم په پام کې ونیسو.»

هغه د نشه یي توکو قاچاق په ځانګړې توګه د مصنوعي نشه يي‌ توکو زیاتوالی د اندیښنې وړ وباله او دا یې د ترهګرو ډلو د تمویل له اصلي سرچینو څخه وګڼله.

دا څرګندونې هم مهاله دوشنبې ته د طالبانو د سفر سره ورته والی لري.

د طالبانو د بلخ والي‌ یوسف وفا د لړم میاشتې په لومړۍ نېټه د تاجکستان له چارواکو سره د امنیتي موضوعاتو په اړه لیدنه او خبرې کړې.

د ګډو خپلواکو دولتونو سازمان د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته رامنځته شوی. د دې سازمان غړي هېوادونه روسیه، مولداوي، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، بلاروس، ازبکستان، ارمنستان او د اذربایجان جمهوریت دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

زېلېنسکي په لندن کې: باید پر روسیه فشارونو زیات شي

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د جمعې په ورځ لندن ته د خپل سفر په ترڅ کې له بریټانیا او نورو متحدانو غوښتي چې پر روسیه فشارونه زیات کړي. د بریټانیا لومړي وزیر سټارمر ټینګار کړی چې باید د روسیې د انرژۍ عایدات محدود او اوکراین ته د اوږد واټن توغندي ورکړل شي.

په لندن کې د «داوطلبو ملاتړو اتحاد» غونډه ترسره شوه، چې په کې د ناټو سرمنشي او د هالڼداو ډنمارک لومړي وزیرانو حضورياو ۲۰نوروهېوادونوپه انلاین بڼه ګډون کړی وو. دا اتحادد ناټو له رسمي چوکاټ بهر داوکراین د مالي او نظامي ملاتړ لپاره کار کوي.

اروپايي اتحادیې د اوکراین لپاره د راتلونکو دوو کلونو مالي ملاتړ تصویب کړی، خو لا یې پرېکړه نه ده کړې چې د روسیې کنګل شتمنۍ د اوکراین د جګړې د تمویل لپاره وکاروي.

په عین وخت کې اروپايي اتحادیې پر روسیه بندیزونو هم لګولې دي، چې پکې د روسي مایع طبیعي ګازو وارداتو بندیز شامل دی.

زلنسکي په غونډه کې وویل که مسکو د فشار تر جدي کچې ورسېږي، ښایي د خبرو امادګي وښيي. خو روسیې خبرداری ورکړی چې د هغې پر شتمنیو هر ډول مصادره به «دردناک ځواب» ولري او د روسیې پر خاوره د اوږد واټن وسلو هر برید به له سخت غبرګون سره مخ شي.

عبداللطیف منصور:د کونړ پر سیند د بندونو جوړولو لېواله شرکتونه له خبرو وروسته ځواب نه راکوي

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۶ GMT+۱
•
خبرخونه

د کونړ پر سیند د بندونو د جوړولو په تړاو د طالبانو د مشر له امر وروسته د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر وايي، پر یاد سیند د بندونو د جوړولو په تړاو له یو شمېر شرکتونو سره خبرې شوي، خو ځينې یې بیا له لېوالتیا سره سره له هېڅ ډول ځواب ورکړې ورکېږي.

د طالبانو مشر همدا څو ورځې مخکې د خپلې ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر ته امر وکړ چې د کونړ پر سیند د بندونو د جوړولو چارې چې هر څومره ژر ممکن وي، پیل کړي.

ملا هبت الله سپارښتنه کړې چې نور دې بهرنیو شرکتونه ته انتظار نه کوي او تړونونه دې له کورنیو شرکتونو سره وکړي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر عبداللطیف منصور د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه) رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، د جمهوري نظام پر مهال د شته اسنادو له‌مخې پاکستان موافقه ښودلې چې د کونړ پر سیند د برېښنا د تولید بندونه جوړ شي او په وینا یې پاکستان هم خپل مطالعات کړي او په دې چارې سره ضرر نه‌کوي.

عبداللطیف منصور زیاتوي، «موږ مصمم یو. موږ له څو شرکتونو سره ډېر مخته ولاړو، خو متاسفانه بعضې شرکتونه راشي خبرې وکړي، بیا مثبت یا منفي ځواب نه‌ راکوي. که موږ وتوانېږو بل چاته نه ګورو، موږ داسې یوه طرحه جوړوو چې څرنګه افغان سرمایه ګذارانو ته دعوت ورکړو چې راشي دلته سرمایه ګذاري وکړي هغوی هم ګټه وکړي او دغه بندونه هم جوړ شي.»

نوموړی په ډاګه وايي، د دوی د مطالعاتو له‌مخې د کونړ د سیند اوبه د افغانانو دي او باید د دوی په ګټه هم استعمال شي او په وینا یې، د دغه سیند اوبه هېڅ لوري ته نه منحرفېږي یوازې ترې استفاده کېږي او بېرته همدغه سیند ته بهېږي.

د تاریخي روایتونو له‌مخې، د کونړ سیند ته «راسا سیند» ویل شوی، خو اوس د کونړ پر سیند شهرت لري. دغه سیند د شرقي هندوکش له «بروغېل تنګي» او د نورستان له غرونو سرچینه اخلي او بیا د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام کې د پښتونخوا له «چترال» سیند سره یو ځای کېږي.

د دغه سیند اوبه بیا د کونړ له ناړۍ، غازي اباد، اسمار او شیګل ولسوالیو تېرېږي او بیا د پېچ درې کوچنی سیند ورسره یو ځای بهېږي.

په کونړ کې د دغو اوبو اندازه ۱۸۰۰ میلیارد متر مکعب اوبو ته رسېږي او په کونړ کې د ۴۸۰ کیلومتره په مزل سره بیا په ننګرهار کې د کابل له سیند سره یو ځای کېږي او همداسې د ننګرهار له کامې، ګوشتې او لعل‌پورې ولسوالیو تېرېږي او له ډیورند کرښې په اوښتو سره پېښور ته رسېږي.

100%

د اوبو د چارو کارپوهانو په وینا، د کونړ د سیند اوبو سرعت ډېر او کابو د کال په ټولو موسمونو کې ثابت دی او پرته له دې چې د اوبو پر کمیت او کیفیت څه اغېز وکړي په هرو لسګونه کیلومترو کې د برېښنا د تولید بندونو د جوړېدو ظرفیت لري.

د تخنیکي څېړنو پر بنسټ، د کونړ سیند اوبه په هره ثانیه کې په اعظمي ډول ۲۳۵۰ متر مکعب او په کمه اندازه ۱۴۹ متر مکعب بهېږي او تر اوسه په شال او څاګي سیمو کې د دوو بندونو لپاره پلان طرحه شوی او هر یو یې د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په وینا، دمګړۍ هېواد اوبه د شاوخوا ۲۳ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري په داسې حال کې چې د افغانستان لږ تر لږه ۵ زره مېګاواټه او حد اکثر تر ۷ زره مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، نو د یادو ظرفیتونو په ګټنې سره افغانستان د برېښنا پر صادرېدونکي هېواد بدلېدای شي.

د کونړ پر سیند په اسعد اباد ښار کې د داوود خان د واکمنۍ پر مهال د مناګي په نوم د برېښنا بند جوړ شوی او په هغه وخت کې تر ۷۵۰ کیلو واټه برښنا د تولید ظرفیت درلود.

په ۱۳۹۲ کال کې د جمهوري نظام پر مهال د اوبو او انرژۍ وزارت د ۹ اعشاریه ۸ میلیونه ډالرو په لګښت ۲ اعشاریه ۱ مېګاواټ برېښنا ته د یاد بند د برېښنا د تولیدي ظرفیت د لوړولو په موخه کار پیل شو او شاخوا ۹ کاله وروسته بشپړ شو خو لا هم ځینې تخنیکي ستونزې لري.

د اوبو چارو کارپوهان وايي، په هېواد کې د اوبو په مدیریت او مهارېدو سره د برېښنا له تولید او سمسورتیا سربېره، کرنه او د کبانو د روزنې سکټور هم غوړېږي او همداراز د صنعتي پارکونو په پراخېدو سره یو زیات شمېر هېوادوالو ته کاري زمینې هم برابرېږي.

پر کونړ سیند د بندونو د جوړولو موضوع له کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه حساسه مساله ګڼل کېږي. د دغه سیند لویه برخه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي او وروسته د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو ته ننوځي او هلته هم د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره کارول کېږي.

په تېرو دوو لسیزو کې څو ځله د کونړ د بندونو د جوړولو طرحې وړاندې شوې، خو د ناامنیو، تخنیکي ننګونو او د پاکستان له فشارونو سره یو ځای د حکومتونو د کمزورۍ له امله عملي نه شوې.

شننونکي وايي، که د کونړ پر سیند بندونه جوړ شي، دا به نه یوازې د برېښنا د تولید لپاره ګټور وي، بلکې د افغانستان د اوبو د خپلواک مدیریت لپاره به یو ستر ګام وي، خو په ورته وخت کې دا اقدام به یو ځل بیا د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي.

د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ په افغانستان کې نږدې ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا شته او له دې منځه تر ۴۰۰ مېګاواټه یې له کورنیو سرچینو برابرېږي او پاتې نور یې له ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو په کال کې د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت را واردېږي.

د بریتانیا ځانګړي استازي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر اړتیا ټینګار کړی

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي کابل ته له خپل سفر وروسته ویلي، چې هغه د طالبانو له چارواکو سره په خپله لیدنه کې د ټولشموله حکومت او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهیر سره د رغنده تعامل پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو له استازو سره په لیدنه کې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي لږکیو د حقونو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

نوموړي سیمه‌ ییز ثبات یو مهم موضوع بللې او ویلي یې دي، چې له طالبانو سره په خبرو کې یې د شخړو د کمولو او د دوامدارو حل لارو د موندلو لپاره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ریچارډ لېنډسي د افغانستان د سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو، عامې روغتیا، کډوالو وزیرانو او د طبیعي پېښو د مبارزې ادارې له مشر سره هم لیدنې او خبرې کړې دي.

هغه په دې لیدنو کې د بشردوستانه مرستو د اسانتیا، د انټرنېټ ته د لاسرسي اړتیا، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د بیاکتنې او د سیمه‌ ییز ثبات پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ښاغلي لېنډسي لیکلي دي: «دا سفر یوه موقع وه، څو د طالبانو له وزیرانو او چارواکو سره د ګڼو مهمو موضوعاتو په اړه رغنده تعامل وشي.» هغه زیاته کړه، چې بریتانیا د افغان ولس له ملاتړ سره ژمنه ده او سږکال یې د افغانانو د مرستې لپاره څلور میلیونه پونډه بېړنۍ بودجه او تر ۱۵۱ میلیونو پونډو پورې د بشردوستانه پروګرامونو لپاره ځانګړې کړې ده.

دغه د بریتانیا لوړپوړي دیپلوماټ څرګنده کړې، چې د انټرنېټ پرېکېدل په افغانستان کې د ضروري خدماتو وړاندې کول ګډوډوي او زیان منونکي ټولنې له نورو څخه منزوي کوي. نوموړي د طالبانو له چارواکو وغوښتل، چې د افغانستان په ټولو برخو کې د خلکو د انټرنېټ لاسرسی وساتي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي، چې په دې سفر کې یې له یو شمېر فعاله ښځو او د مدني ټولنې له غړو سره هم لیدنې کړي دي. هغه په دغو لیدنو کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو له امله رامنځته شوي ننګونې او د هغو اغېزې یې ارزولې دي، چې د مرستو د وېش پر بهیر اغېز کوي.

د بریتانیا ځانګړي استازي د طالبانو د کډوالو له وزیر عبدالکبیر سره په لیدنه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ له اوربند څخه هرکلی کړی.

سرچینې: د طالبانو له استازو سره په ترکیه کې د خبرو لپاره پاکستان خپل پلاوی ټاکلی دی

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۳ GMT+۱

ځينې سرچینې وایي، چې د طالبانو سره د دوحې هوکړې په تعقیب په ترکیه کې د خبرو لپاره د پاکستان له خوا پلاوی ټاکل شوی دی. د سرچینو په وینا، په یاد پلاوي کې د افغانستان لپاره د پاکستان د استخباراتو مسول، د پوځ عملیاتي مشر او د بهرنیو چارو وزارت استازی شامل دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي رحمت الله نجیب‌ په مشرۍ هم یو پلاوی ترکیې ته په سفر تللي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې د پاتې مسایلو او د پلي‌ کېدو څرنګوالي په اړه مفصلې خبرې وشي.

د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د دوحې وروستۍ خبرې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب ترسره شوې وې، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند او د وروستیو کړکېچونو حل ښودل شوی و.

د پاکستان فدرالي عوایدو اداره: پر ډیورنډ کرښه د سوداګریزو توکو تصفیه لا هم ځنډېدلې

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د فدرالي عوایدو اداره وايي، د اکتوبر میاشتي له ۱۲ نیټې څخه تر اوسه د امنیتي اندېښنو له کبله د توکو تصفیه په تورخم، غلام خان، خرلاچي او انګور اډه کې ځندېدلې ده. دغه ادارې ویلي، چې د ترانزیټ سوداګرۍ بهیر په ډیره کمه اندازه پيل شوی دی.

د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې اعلان کړی، چې د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې د دواړو خواوو د امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو وروسته، د افغانستان سره په لویو لارو کې د صادراتو او وارداتو ګمرکي تصفیه ځنډول شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د امنیتي‌اندېښنو له کبله د تورخم، غلام خان، خرلاچي او انګور اډې په مرکزونو کې د ګمرک فعالیتونه بند شوي دي.

ډیری کارکوونکي په موقت ډول مرکزي دفتر ته لیږدول شوي، خو محدود شمېر تفتیش کوونکي او امنیتي سرتېري لا هم په همدې مرکزونو کې شته تر څو د وضعیت د عادي کېدو سره سم د سوداګرۍ تګ راتګ بیرته پيل او کارونه شروع کړي.

د فدرالي عوایدو ادارې ویلي، د شمالي سیمې د ګمرکونو ټول هغه وارداتي بارونه چې د بندېدو څخه مخکې رسیدلي وو تصفیه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د تورخم، غلام خان، خرلاچي او انګور اډې په ګمرکونو کې، ټولټال ۳۶۳ وارداتي موټرونه چې د توکو اسناد یې ثبت کړې وې تصفیه شوي دي.»

تورخم، چې د شمالي سیمې ترټولو بوخته سوداګریزه لاره ده، شاوخوا ۲۵۵ صادراتي او ۲۴ وارداتي موټرونه په ټرمینل کې ولاړ دي، پداسې حال کې چې ۲۰۰ نور د جمرود- لنډي کوتل سړک په اوږدو کې بند پاتې دي.

د چمن په لار کې د پنځو وارداتي او پنځویشت صادراتي وسایطو تصفیه لا هم پاتې ده، ځکه سوداګر او صادروونکي لا تر اوسه سندونه نه دي ثبت کړي. له دې سره نږدې ۵۰۰ نور وسایط، چې د افغانستان د ترانزیت مالونه لېږدوي، هم د تورخم او چمن په لارو کې د تصفیې انتظار باسي.

پاکستان د لسو ورځو د بندېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ترانزیت سوداګرۍ بهیر په جزوي ډول بېرته پیل کړ.