• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زېلېنسکي په لندن کې: باید پر روسیه فشارونو زیات شي

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د جمعې په ورځ لندن ته د خپل سفر په ترڅ کې له بریټانیا او نورو متحدانو غوښتي چې پر روسیه فشارونه زیات کړي. د بریټانیا لومړي وزیر سټارمر ټینګار کړی چې باید د روسیې د انرژۍ عایدات محدود او اوکراین ته د اوږد واټن توغندي ورکړل شي.

په لندن کې د «داوطلبو ملاتړو اتحاد» غونډه ترسره شوه، چې په کې د ناټو سرمنشي او د هالڼداو ډنمارک لومړي وزیرانو حضورياو ۲۰نوروهېوادونوپه انلاین بڼه ګډون کړی وو. دا اتحادد ناټو له رسمي چوکاټ بهر داوکراین د مالي او نظامي ملاتړ لپاره کار کوي.

اروپايي اتحادیې د اوکراین لپاره د راتلونکو دوو کلونو مالي ملاتړ تصویب کړی، خو لا یې پرېکړه نه ده کړې چې د روسیې کنګل شتمنۍ د اوکراین د جګړې د تمویل لپاره وکاروي.

په عین وخت کې اروپايي اتحادیې پر روسیه بندیزونو هم لګولې دي، چې پکې د روسي مایع طبیعي ګازو وارداتو بندیز شامل دی.

زلنسکي په غونډه کې وویل که مسکو د فشار تر جدي کچې ورسېږي، ښایي د خبرو امادګي وښيي. خو روسیې خبرداری ورکړی چې د هغې پر شتمنیو هر ډول مصادره به «دردناک ځواب» ولري او د روسیې پر خاوره د اوږد واټن وسلو هر برید به له سخت غبرګون سره مخ شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د بریتانیا ځانګړي استازي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر اړتیا ټینګار کړی

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي کابل ته له خپل سفر وروسته ویلي، چې هغه د طالبانو له چارواکو سره په خپله لیدنه کې د ټولشموله حکومت او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهیر سره د رغنده تعامل پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو له استازو سره په لیدنه کې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي لږکیو د حقونو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

نوموړي سیمه‌ ییز ثبات یو مهم موضوع بللې او ویلي یې دي، چې له طالبانو سره په خبرو کې یې د شخړو د کمولو او د دوامدارو حل لارو د موندلو لپاره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ریچارډ لېنډسي د افغانستان د سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو، عامې روغتیا، کډوالو وزیرانو او د طبیعي پېښو د مبارزې ادارې له مشر سره هم لیدنې او خبرې کړې دي.

هغه په دې لیدنو کې د بشردوستانه مرستو د اسانتیا، د انټرنېټ ته د لاسرسي اړتیا، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د بیاکتنې او د سیمه‌ ییز ثبات پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ښاغلي لېنډسي لیکلي دي: «دا سفر یوه موقع وه، څو د طالبانو له وزیرانو او چارواکو سره د ګڼو مهمو موضوعاتو په اړه رغنده تعامل وشي.» هغه زیاته کړه، چې بریتانیا د افغان ولس له ملاتړ سره ژمنه ده او سږکال یې د افغانانو د مرستې لپاره څلور میلیونه پونډه بېړنۍ بودجه او تر ۱۵۱ میلیونو پونډو پورې د بشردوستانه پروګرامونو لپاره ځانګړې کړې ده.

دغه د بریتانیا لوړپوړي دیپلوماټ څرګنده کړې، چې د انټرنېټ پرېکېدل په افغانستان کې د ضروري خدماتو وړاندې کول ګډوډوي او زیان منونکي ټولنې له نورو څخه منزوي کوي. نوموړي د طالبانو له چارواکو وغوښتل، چې د افغانستان په ټولو برخو کې د خلکو د انټرنېټ لاسرسی وساتي.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي، چې په دې سفر کې یې له یو شمېر فعاله ښځو او د مدني ټولنې له غړو سره هم لیدنې کړي دي. هغه په دغو لیدنو کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو له امله رامنځته شوي ننګونې او د هغو اغېزې یې ارزولې دي، چې د مرستو د وېش پر بهیر اغېز کوي.

د بریتانیا ځانګړي استازي د طالبانو د کډوالو له وزیر عبدالکبیر سره په لیدنه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ له اوربند څخه هرکلی کړی.

سرچینې: د طالبانو له استازو سره په ترکیه کې د خبرو لپاره پاکستان خپل پلاوی ټاکلی دی

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۳ GMT+۱

ځينې سرچینې وایي، چې د طالبانو سره د دوحې هوکړې په تعقیب په ترکیه کې د خبرو لپاره د پاکستان له خوا پلاوی ټاکل شوی دی. د سرچینو په وینا، په یاد پلاوي کې د افغانستان لپاره د پاکستان د استخباراتو مسول، د پوځ عملیاتي مشر او د بهرنیو چارو وزارت استازی شامل دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي رحمت الله نجیب‌ په مشرۍ هم یو پلاوی ترکیې ته په سفر تللي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې د پاتې مسایلو او د پلي‌ کېدو څرنګوالي په اړه مفصلې خبرې وشي.

د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د دوحې وروستۍ خبرې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب ترسره شوې وې، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند او د وروستیو کړکېچونو حل ښودل شوی و.

چین: امریکا له تېر کال راهیسې د چین د ملي خدماتو مرکز باندې د سایبري بریدونو هڅه کړې

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۲ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د ملي امنیت ادارې له یو کال راهیسې د چین د ملي خدماتو پر مرکز د سایبري بریدونو او لاسوهنې هڅې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا یاد اقدام ته کلک غبرګون ښودلی.

بیجینګ خبرداری ورکړی، چې د امریکا د استخباراتو له خوا دا ډول هڅې د ناسم تفاهم او غلطې محاسبې لامل کېدای شي او دغه ډول کړنې غیرمسولانه بلل کېږي.

چین ګواښ کړی چې د خپلواکۍ، ملي امنیت او سایبري فضا د خوندیتوب لپاره به ټول اړین ګامونه واخلي. وړاندې هم د چین د ملي امنیت وزارت ویلي و، چې د امریکا د ملي امنیت ادارې (ان‌ایس‌اې) له ۲۰۲۲کال راهیسې د دغه هېواد د وخت مرکز د کارکوونکو وسایلو او داخلي شبکو ته لاره موندلې ده؛ خو په چین کې د امریکا سفارت دغه ادعا رد کړې او چین یې د نړۍ تر ټولو لوی سایبري ګواښ بللی دی.

په ایټالیا کې نږدې ۴۴۰۰ کسان د کلیسا د پادریانو له خوا د ناوړه جنسي چلند ښکار شوي

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۱

د ایټالیا د کلیسا ناوړه جنسي کړنو د قربانیانو یوې ډلې ادعا کړې چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې تر اوسه نږدې ۴۴۰۰ کسان د کاتولیک پادریانو له لوري د جنسي ناوړه چلند ښکار شوي دي. دا ادعا یو ځل بیا د کلیسا پر مشرانو فشار زیاتوي چې له دې بحران سره په رښتینې توګه مقابله وکړي.

د «رېته لابوزو» په نوم د قربانیانو ډلې، چې د ایټالیا تر ټولو لویه د کلیسا د جنسي ناوړه چلند د قربانیانو ټولنه ده، ویلي چې دغه شمېرې د قربانیانو له اعترافونو، قضایي سرچینو او د رسنیو له راپورونو راټولې شوې دي.

د ټولنې بنسټګر فرانچیسکو زاناردي ویلي، دا لا معلومه نه ده چې د ناوړه چلند دا پېښې تر کومې مودې پورې رارسېږي.

رېته لابوزو ویلي، د دوی له خوا ۱،۲۵۰ شکمنې پېښې مستندې شوې دي، چې له دې ډلې ۱،۱۰۶ پېښې د پادریانو، او پاتې یې د راهبانو، مذهبي ښوونکو، داوطلبانو او د کلیسا د نورو کارکوونکو له خوا ترسره شوې دي.

د راپور له مخې، د ټولو ۴،۶۲۵ قربانیانو له ډلې ۴،۳۹۵ کسان د پادریانو له لوري زیانمن شوي دي.

راپور زیاتوي، له دې ډلې ۴،۴۵۱ کسان تر ۱۸ کلونو کم عمره وو او ۴،۱۰۸ یې هلکان وو.

د ټولنې د شمېرو له مخې، له ۱،۱۰۶ شکمنو پادریانو یوازې ۷۶ کسان د کلیسا له خوا محاکمه شوې.

په همدې حال کې د واتیکان نوی پاپ لېو، چې دا اونۍ یې د ناوړه چلند له ژوندي پاتې شویو قربانیانو سره لومړۍ کتنه وکړه، د کلیسا نویو روحانیانو ته ویلي چې د هېڅ ډول سرغړونې راپورونه باید پټ نه شي.

روبیو: د غزې د امنیتي ځواک غړي به یوازې له هغو هېوادونو وي چې اسراییل ورسره ستونزه نه لري

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۶ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې هغه نړیوال امنیتي ځواک چې د اوربند له هوکړې وروسته به په غزه کې ځای پر ځای شي، باید د هغو هېوادونو له غړو جوړ وي چې اسراییل پرې «باور» ولري.

روبیو د جمعې په ورځ اسراییل ت هد سفر پر مهال ویلي، چې د غزې د راتلونکي حکومت جوړښت لا هم د اسراییل او د هغه د شریکو هېوادونو ترمنځ د بحث موضوع ده، خو ټینګار یې وکړ چې په دې کې «حماس» ځای نه لري.

د هغه په وینا، د فلسطین د خپلواکې ادارې احتمالي رول هم تر اوسه روښانه شوی نه دی او لا پرې خبرې روانې دي.

مارکو روبیو زیاته کړې چې واشنګټن د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د داسې امنیتي چوکاټ ملاتړ کوي چې هم د اسراییل امنیت خوندي کړي او هم د سیمه‌ییز ثبات لامل شي.