
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې هغه نړیوال امنیتي ځواک چې د اوربند له هوکړې وروسته به په غزه کې ځای پر ځای شي، باید د هغو هېوادونو له غړو جوړ وي چې اسراییل پرې «باور» ولري.
روبیو د جمعې په ورځ اسراییل ت هد سفر پر مهال ویلي، چې د غزې د راتلونکي حکومت جوړښت لا هم د اسراییل او د هغه د شریکو هېوادونو ترمنځ د بحث موضوع ده، خو ټینګار یې وکړ چې په دې کې «حماس» ځای نه لري.
د هغه په وینا، د فلسطین د خپلواکې ادارې احتمالي رول هم تر اوسه روښانه شوی نه دی او لا پرې خبرې روانې دي.
مارکو روبیو زیاته کړې چې واشنګټن د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د داسې امنیتي چوکاټ ملاتړ کوي چې هم د اسراییل امنیت خوندي کړي او هم د سیمهییز ثبات لامل شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د ګوزڼ ضد مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د ګوزڼ ناروغي درملنه نهلري؛ خو د واکسین څو څاڅکي کولای شي د دغه ناروغۍ مخه ونیسي.
په افغانستان کې د یونېسف استازي تاج الدین اویوواله پر اېکس پاڼه کاږلي، هیڅ ماشوم باید د هغه ناروغۍ څخه په وېره کې ژوند ونهکړي چې مخینوی یې شونی دی. نوموړي ویلي: «پولیو درملنه نهلري؛ خو مخنیوی یې اسانه دی. یوازې څو څاڅکي کولای شي، چې د ماشومانو راتلونکی خوندي کړي.» هغه سپارښته کړې، چې خلک باید د پولیو واکسین کې فعاله ونډه واخلي.
په ورته وخت کې له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ هم د ګوزڼ ضد مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې پر ټولو کورنیو غږ کړی، چې خپل ماشومان واکسین کړي.
یاد بنسټ ویلي، چې ټول باید د خپلو ماشومانو روغتیا او ښې راتلونکې ته په پام د واکسین په تطبیق کې بېغوري ونهکړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، دغه ورځ د دې لپاره نمانځي، چې د ګوزڼ ضد واکسین د اهمیت په اړه د پوهاوي کچه لوړه شي او په دې توګه هر ماشوم له دې ناروغۍ وژغوري.
د راپورونو پربنسټ؛ دا مهال یوازې د نړۍ په دوو هېوادونو افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ مثبتې پېښې ثبتېږي.
نن د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۸۰مه کلیزه ده. د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۵کال کې تر دویمې نړۍوالې جګړې وروسته رامنځته شو، چې د نړۍوالو کړکېچونو په حل کې مرسته وکړي.
ملګري ملتونه په نړۍ کې تر ټولو با اعتباره بېپرې سازمان دی، چې د افغانستان په ګډون ۱۹۳ هېوادونه یې غړیتوب لري.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې دغه سازمان به نن د جګړو د مخنیوي، د ماشومانو د زدهکړې، د ناروغیو د درملنې او د حیاتي مرستو لپاره د هڅو ۸۰مه کلیزه ونمانځي.
د ۱۹۴۵کال (د اپرېل میاشتې ۲۵مه) نېټه وه، چې د امریکا په سنفرانسسکو ښار کې د ملګرو ملتونو لومړنۍ غونډه جوړه شوه چې د کابو ۵۰ هېوادونو غړو پهکې ګډون کړی و او د هر هېواد استازي تر جګړې وروسته د خپل ملت پر وضعیت غږېده؛ خو ملګري ملتونه رسماً د همدې کال (د اکتوبر په ۲۴ مه) د یوه سازمان په توګه رامنځته شو. خو پر ملګرو ملتونو وخت ناوخت داسې نیوکې هم کېږي، چې خپل مسوولیتونه په سمه توګه نهشي ادا کولی.
تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ د ملګرو د عمومي اسمبلۍ په وروستۍ غونډه کې پر ملګرو ملتونو مخامخ نیوکې وکړې، چې ګواکې په نړۍ کې د ستونزو د حل پرځای یې ستونزې ډېرې کړې دي.
د بېوزلۍ مخنیوی، د بشري حقونو پام کې نیول، د نړۍوالو قوانینو خلاف پر کمزورو هېوادونو د ځواکمنو د یرغل مخنیوی او په ټوله کې د ځمکې او حیات خوندي ساتل د ملګرو ملتونو له بنسټیزو ژمنو او مسوولیتونو ګڼل کېږي.
په کابل کې د ایران سفیر، علي رضا بیکدلي، ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د شخړو موضوع باید له پامه ونه غورځول شي، او دواړه هېوادونه باید د «هرېرود سیند»په اړه یوې نوې هوګړې ته ورسېږي.
بیکدلي د یوې ایراني رسنۍ «ایرنا»خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: «زموږ د دیپلوماسۍ دنده دا ده چې د خبرو له لارې مقابل لوری قانع ورکړو چې هغه هېوادونه چې د ګډو اوبو د سرچینو په لوړ جریان کې موقعیت لري، د نړیوالو حقونو او چاپېریالي اصولو له مخې د ښکته هېوادونو پر وړاندې مسوولیت لري».
نوموړي په تېرو کلونو کې د هرېرود د حقاوبې د موضوع د نهتعقیب له امله نیوکه کړې او پوښتنه یې مطرح کړې چې «ولې د دې مهمې مسلې پر سر لازم ګامونه نه دي پورته شوي؟»
د ایران سفیر ټینګار کړی چې د افغانستان د اوبو شخړې یوازې له ایران سره نه دي، بلکې له پاکستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره هم ورته اختلافات شته.
هغه زیاته کړې: «د بېلګې په توګه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډو اوبو په اړه څېړنې شوې دي، په ځانګړې توګه د کونړ د سیند د سرچینو په اړه، او دا موضوع اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو یوه برخه ده».
بیکدلي همدارنګه د افغانستان د اوبو د زیات استعمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د نفوس د چټک زیاتوالي او د کرنې او اوبخورۍ د دودیزو لارو د دوام له امله، د اوبو مصرف ډېر شوی او له همدې امله ښکته هېوادونو ته د اوبو ورننوت کم شوی دی.
هغه غوښتنه کړې چې د افغانستان سره د ګډو اوبو مسله باید په دقت او حساسیت سره وڅېړل شي، ځکه د اوبو د زیات مصرف له امله دا شخړه د سیمې د راتلونکې لپاره یوه جدي موضوع ګرځېدلې ده.
ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د کریپټو شرکت «بینانس» پخوانی اجراییوي مشر «چانګپينګ ژاو» بښلی دی. هغه د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د د پیسو سپينولو په تور مجرم پېژندل شو، چې د ده په مشری د ایران سره د سلګونو میلیونه ډالرو ناقانونه مالي راکړه ورکړه ترسره شوې وه.
ژاو د کاناډا وګړی دی، او نوموړي د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې پر خپل جرم اعتراف کړی و.
دا ځکه چې د ده شرکت بایننس د ایران له کاروونکو سره د ناقانونه معاملو ترسره کولو ته اجازه ورکړې وه.
ټرمپ د خبریالانو یوې غونډې ته وویل:«ډېری خلک وایي چې ژاو هېڅ جرم نه دی کړی. هغه څلور میاشتې په زندان کې تېرې کړې، خو وايي بې ګناه و.»
هغه زیاته کړه:«خلک وایي هغه کار چې ده کړی، حتی جرم نه بلل کېږي. د بایډن حکومت هغه تعقیب کړ، خو زه د ګڼ شمېر معتبرو کسانو د غوښتنې له مخې، هغه ته بښنه کوم.»
د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، کله چې په ۲۰۲۳ کال کې د بایننس او ژاو د جرم د منلو تړون اعلان شو، څرګنده شوه چې دغه شرکت او پخوانی رییس یې د امریکا د ایران پر ضد بندیزونه په قصدي توګه نه وو عملي کړي.
د وزارت په وینا، د بایننس دا سرغړونه د دې لامل شوه، چې د ۲۰۱۸ کال د جنوري څخه تر ۲۰۲۲ تر مې پورې د امریکایي او ایراني کاروونکو ترمنځ له ۸۹۸ میلیونه ډالرو څخه زیات ناقانونه مالي معالې ترسره شي.
د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال او پخواني ولسمشر دیمیتري مدودف ویلي، د امریکا وروستي بندیزونه ښکاره کوي چې واشنګټن اوس د مسکو «ښکاره دښمن» ګرځېدلی او د ډونالډ ترمپ وروستي ګامونه د روسیې پر ضد د «جګړې عمل» بلل کېږي.
مدودف دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ پر ټېلېګرام پاڼه کې کړي او لیکلي یې دي: «متحده ایالت زموږ دښمن دی، او هغه ټرمپ چې ډیرې خبرې کوي او وایي چې سوله غوښتونکی دی، اوس په بشپړه توګه د روسیې سره د جګړې په لور روان دی. دا پرېکړې یو ښکاره جګړهییز اقدام دی، او ټرمپ اوس له اروپا سره، چې ځان یې له عقل څخه بېبرخې ښودلې، بشپړ همغږی شوی دی».
دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې چې ډونالډ ترمپ د چهارشنبې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له پلان شوې لیدنې انصراف اعلان کړ او د امریکا د خزانې وزارت د روسیې دوه ستر د نفتو شرکتونه «روسنفت»او «لوکاویل»تر بندیزونو لاندې راوستل.
ترمپ مخکې روسیه «کاغذي زمری» بللی وه او ویلي یې و، چې مسکو د نړیوال اقتصاد او امنیت لپاره ستره ګواښ نه شي کېدای، خو د نوو بندیزونو له اعلان وروسته، د روسیې لوړپوړو چارواکو د واشنګټن کړنې جګړهییزې او پارونکې بللې دي.