چین: امریکا له تېر کال راهیسې د چین د ملي خدماتو مرکز باندې د سایبري بریدونو هڅه کړې

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د ملي امنیت ادارې له یو کال راهیسې د چین د ملي خدماتو پر مرکز د سایبري بریدونو او لاسوهنې هڅې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د ملي امنیت ادارې له یو کال راهیسې د چین د ملي خدماتو پر مرکز د سایبري بریدونو او لاسوهنې هڅې کړې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا یاد اقدام ته کلک غبرګون ښودلی.
بیجینګ خبرداری ورکړی، چې د امریکا د استخباراتو له خوا دا ډول هڅې د ناسم تفاهم او غلطې محاسبې لامل کېدای شي او دغه ډول کړنې غیرمسولانه بلل کېږي.
چین ګواښ کړی چې د خپلواکۍ، ملي امنیت او سایبري فضا د خوندیتوب لپاره به ټول اړین ګامونه واخلي. وړاندې هم د چین د ملي امنیت وزارت ویلي و، چې د امریکا د ملي امنیت ادارې (انایساې) له ۲۰۲۲کال راهیسې د دغه هېواد د وخت مرکز د کارکوونکو وسایلو او داخلي شبکو ته لاره موندلې ده؛ خو په چین کې د امریکا سفارت دغه ادعا رد کړې او چین یې د نړۍ تر ټولو لوی سایبري ګواښ بللی دی.


د ایټالیا د کلیسا ناوړه جنسي کړنو د قربانیانو یوې ډلې ادعا کړې چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې تر اوسه نږدې ۴۴۰۰ کسان د کاتولیک پادریانو له لوري د جنسي ناوړه چلند ښکار شوي دي. دا ادعا یو ځل بیا د کلیسا پر مشرانو فشار زیاتوي چې له دې بحران سره په رښتینې توګه مقابله وکړي.
د «رېته لابوزو» په نوم د قربانیانو ډلې، چې د ایټالیا تر ټولو لویه د کلیسا د جنسي ناوړه چلند د قربانیانو ټولنه ده، ویلي چې دغه شمېرې د قربانیانو له اعترافونو، قضایي سرچینو او د رسنیو له راپورونو راټولې شوې دي.
د ټولنې بنسټګر فرانچیسکو زاناردي ویلي، دا لا معلومه نه ده چې د ناوړه چلند دا پېښې تر کومې مودې پورې رارسېږي.
رېته لابوزو ویلي، د دوی له خوا ۱،۲۵۰ شکمنې پېښې مستندې شوې دي، چې له دې ډلې ۱،۱۰۶ پېښې د پادریانو، او پاتې یې د راهبانو، مذهبي ښوونکو، داوطلبانو او د کلیسا د نورو کارکوونکو له خوا ترسره شوې دي.
د راپور له مخې، د ټولو ۴،۶۲۵ قربانیانو له ډلې ۴،۳۹۵ کسان د پادریانو له لوري زیانمن شوي دي.
راپور زیاتوي، له دې ډلې ۴،۴۵۱ کسان تر ۱۸ کلونو کم عمره وو او ۴،۱۰۸ یې هلکان وو.
د ټولنې د شمېرو له مخې، له ۱،۱۰۶ شکمنو پادریانو یوازې ۷۶ کسان د کلیسا له خوا محاکمه شوې.
په همدې حال کې د واتیکان نوی پاپ لېو، چې دا اونۍ یې د ناوړه چلند له ژوندي پاتې شویو قربانیانو سره لومړۍ کتنه وکړه، د کلیسا نویو روحانیانو ته ویلي چې د هېڅ ډول سرغړونې راپورونه باید پټ نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې هغه نړیوال امنیتي ځواک چې د اوربند له هوکړې وروسته به په غزه کې ځای پر ځای شي، باید د هغو هېوادونو له غړو جوړ وي چې اسراییل پرې «باور» ولري.
روبیو د جمعې په ورځ اسراییل ت هد سفر پر مهال ویلي، چې د غزې د راتلونکي حکومت جوړښت لا هم د اسراییل او د هغه د شریکو هېوادونو ترمنځ د بحث موضوع ده، خو ټینګار یې وکړ چې په دې کې «حماس» ځای نه لري.
د هغه په وینا، د فلسطین د خپلواکې ادارې احتمالي رول هم تر اوسه روښانه شوی نه دی او لا پرې خبرې روانې دي.
مارکو روبیو زیاته کړې چې واشنګټن د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د داسې امنیتي چوکاټ ملاتړ کوي چې هم د اسراییل امنیت خوندي کړي او هم د سیمهییز ثبات لامل شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د ګوزڼ ضد مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د ګوزڼ ناروغي درملنه نهلري؛ خو د واکسین څو څاڅکي کولای شي د دغه ناروغۍ مخه ونیسي.
په افغانستان کې د یونېسف استازي تاج الدین اویوواله پر اېکس پاڼه کاږلي، هیڅ ماشوم باید د هغه ناروغۍ څخه په وېره کې ژوند ونهکړي چې مخینوی یې شونی دی. نوموړي ویلي: «پولیو درملنه نهلري؛ خو مخنیوی یې اسانه دی. یوازې څو څاڅکي کولای شي، چې د ماشومانو راتلونکی خوندي کړي.» هغه سپارښته کړې، چې خلک باید د پولیو واکسین کې فعاله ونډه واخلي.
په ورته وخت کې له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ هم د ګوزڼ ضد مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې پر ټولو کورنیو غږ کړی، چې خپل ماشومان واکسین کړي.
یاد بنسټ ویلي، چې ټول باید د خپلو ماشومانو روغتیا او ښې راتلونکې ته په پام د واکسین په تطبیق کې بېغوري ونهکړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، دغه ورځ د دې لپاره نمانځي، چې د ګوزڼ ضد واکسین د اهمیت په اړه د پوهاوي کچه لوړه شي او په دې توګه هر ماشوم له دې ناروغۍ وژغوري.
د راپورونو پربنسټ؛ دا مهال یوازې د نړۍ په دوو هېوادونو افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ مثبتې پېښې ثبتېږي.

نن د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۸۰مه کلیزه ده. د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۴۵کال کې تر دویمې نړۍوالې جګړې وروسته رامنځته شو، چې د نړۍوالو کړکېچونو په حل کې مرسته وکړي.
ملګري ملتونه په نړۍ کې تر ټولو با اعتباره بېپرې سازمان دی، چې د افغانستان په ګډون ۱۹۳ هېوادونه یې غړیتوب لري.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې دغه سازمان به نن د جګړو د مخنیوي، د ماشومانو د زدهکړې، د ناروغیو د درملنې او د حیاتي مرستو لپاره د هڅو ۸۰مه کلیزه ونمانځي.
د ۱۹۴۵کال (د اپرېل میاشتې ۲۵مه) نېټه وه، چې د امریکا په سنفرانسسکو ښار کې د ملګرو ملتونو لومړنۍ غونډه جوړه شوه چې د کابو ۵۰ هېوادونو غړو پهکې ګډون کړی و او د هر هېواد استازي تر جګړې وروسته د خپل ملت پر وضعیت غږېده؛ خو ملګري ملتونه رسماً د همدې کال (د اکتوبر په ۲۴ مه) د یوه سازمان په توګه رامنځته شو. خو پر ملګرو ملتونو وخت ناوخت داسې نیوکې هم کېږي، چې خپل مسوولیتونه په سمه توګه نهشي ادا کولی.
تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ د ملګرو د عمومي اسمبلۍ په وروستۍ غونډه کې پر ملګرو ملتونو مخامخ نیوکې وکړې، چې ګواکې په نړۍ کې د ستونزو د حل پرځای یې ستونزې ډېرې کړې دي.
د بېوزلۍ مخنیوی، د بشري حقونو پام کې نیول، د نړۍوالو قوانینو خلاف پر کمزورو هېوادونو د ځواکمنو د یرغل مخنیوی او په ټوله کې د ځمکې او حیات خوندي ساتل د ملګرو ملتونو له بنسټیزو ژمنو او مسوولیتونو ګڼل کېږي.

په کابل کې د ایران سفیر، علي رضا بیکدلي، ویلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د شخړو موضوع باید له پامه ونه غورځول شي، او دواړه هېوادونه باید د «هرېرود سیند»په اړه یوې نوې هوګړې ته ورسېږي.
بیکدلي د یوې ایراني رسنۍ «ایرنا»خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: «زموږ د دیپلوماسۍ دنده دا ده چې د خبرو له لارې مقابل لوری قانع ورکړو چې هغه هېوادونه چې د ګډو اوبو د سرچینو په لوړ جریان کې موقعیت لري، د نړیوالو حقونو او چاپېریالي اصولو له مخې د ښکته هېوادونو پر وړاندې مسوولیت لري».
نوموړي په تېرو کلونو کې د هرېرود د حقاوبې د موضوع د نهتعقیب له امله نیوکه کړې او پوښتنه یې مطرح کړې چې «ولې د دې مهمې مسلې پر سر لازم ګامونه نه دي پورته شوي؟»
د ایران سفیر ټینګار کړی چې د افغانستان د اوبو شخړې یوازې له ایران سره نه دي، بلکې له پاکستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره هم ورته اختلافات شته.
هغه زیاته کړې: «د بېلګې په توګه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډو اوبو په اړه څېړنې شوې دي، په ځانګړې توګه د کونړ د سیند د سرچینو په اړه، او دا موضوع اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو یوه برخه ده».
بیکدلي همدارنګه د افغانستان د اوبو د زیات استعمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د نفوس د چټک زیاتوالي او د کرنې او اوبخورۍ د دودیزو لارو د دوام له امله، د اوبو مصرف ډېر شوی او له همدې امله ښکته هېوادونو ته د اوبو ورننوت کم شوی دی.
هغه غوښتنه کړې چې د افغانستان سره د ګډو اوبو مسله باید په دقت او حساسیت سره وڅېړل شي، ځکه د اوبو د زیات مصرف له امله دا شخړه د سیمې د راتلونکې لپاره یوه جدي موضوع ګرځېدلې ده.