• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولانا فضل‌الرحمان د برېتانیا له سفیرې سره د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۰ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمان په اسلام‌اباد کې د برېتانیا له سفیرې جین ماریوټ سره د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي. نوموړي په دې لیدنه کې د پاکستان او برېتانیا د اړیکو د پیاوړتیا په اړه هم بحث کړی دی.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) پر خپلې اېکس پاڼې د دې لیدنې له انځورونو سره په یوه یادښت کې لیکلي، چې دواړو خواوو د پاکستان او سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

که څه هم د دې لیدنې بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي، خو ویل شوي چې دواړو خواوو د ګډو ګټو په اړه د یو بل نظرونه اورېدلي دي.

په یاداښت کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د پاکستان او برېتانیا د اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار او موافقه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې ناامني پراخه شوې او د پاکستان او افغانستان تر ترینګلتیا وروسته، مولانا فضل‌الرحمان په یوې غونډه کې ویلي و، چې پاکستان نور د جګړې توان نه لري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان د خواجه اصف د څرګندونو په غبرګون کې: په هېواد کې مو د پوځي کودتا وخت رارسېدلی دی

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۵ GMT+۱

طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې که د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ په ترکیه کې روانې خبرې ناکامې شي نو پاکستان به مستقیمې جګړې ته داخل شي، ویلي: «د تاسو په هېواد کې د پوځي کودتا وخت رارسېدلی دی.»

په داسې حال کې چې په ترکیه کې د افغان طالبانو او پاکستاني پلاوي تر منځ د سولې د دویم پړاو خبرې روانې دي، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) په سیالکوټ کې خبرداری ورکړ، که د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ په ترکیه کې روانې خبرې ناکامې شي، نو پاکستان به مستقیمې جګړې ته داخل شي.

د پاکستان دفاع وزیر: که له طالبانو سره خبرې ناکامې شي نو موږ به مستقیمې جګړې ته داخل شو | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو د افغانستان بانک د نظارت او مالي خدمتونو عمومي امر لطف‌الله خیرخواه د خواجه اصف د دغه خبرداري په غبرګون کې ویلي، په پاکستان کې پوځ د کودتا لپاره چمتووالی نیسي.

خیرخواه زیاته کړې: «له ۱۹۴۷ کال راهیسې دا به پنځم ځل وي چې یو ملکي حکومت نسکورېږي. له بده مرغه، پاکستان هېڅکله د خپلو خلکو نه وو.»

هغه پاکستان پوځي اډې ته ورته بللی او په ډاګه کړې یې ده: «دا [پاکستان] یوه پوځي اډه ده، نو د پوځ غرور لومړیتوب لري.»

د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړې: «هغه کسان چې موږ ورسره په دوحه کې خبرې وکړې ټول په پاکستان کې لوی شوي دي.»

په دوحه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې په لومړي پړاو خبرو کې د پاکستاني پلاوي مشري خواجه اصف او د طالبانو د پلاوي مشري دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد کوله.

په ترکیه کې د دواړو لوریو تر منځ په روانو خبرو کې د طالبانو د کورنیو چارو، دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو شپږو استازو او ۷ پاکستاني ډېپلوماټانو او امنیتي چارواکو ګډون کړی دی.

د خبرو اترو په دې پړاو کې دواړه خواوې به د دوحې د موافقې د پلي کولو پر جزییاتو خبرې وکړي.

پاکستان له طالبانو څخه غوښتي، چې د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو مخه ونیسي او طالبانو پر اسلام اباد غږ کړی، چې د دې ډلې له مخالفینو ملاتړ ودروي.

د پاکستان دفاع وزیر: که له طالبانو سره خبرې ناکامې شي نو موږ به مستقیمې جګړې ته داخل شو

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۵ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف خبرداری ورکړی، چې که د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ په انقره کې روانې خبرې ناکامې شي نو پاکستان به مستقیمې جګړې ته داخل شي. هغه زیاته کړه: «هغه کسان چې موږ ورسره په دوحه کې خبرې وکړې ټول په پاکستان کې لوی شوي دي.»

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف دا څرګندونې نن شنبه، د لړم ۳مه په سیالکوټ کې خبریالانو ته وکړې.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په استانبول کې خبرې روانې دي.

خواجه اصف د دوحې خبرو اترو کې د پاکستاني پلاوي مشري کوله.

د طالبانو په استازیتوب د دفاع وزیر یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق په خبرو اترو کې حاضر وو.

د دوحې په خبرو اترو کې، دواړو خواوو په سمدستي اوربند موافقه وکړه او د خبرو اترو دویم پړاو نن په استانبول کې پیل شوی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر د دواړو خواوو ترمنځ ترینګلو اړیکو ته په اشارې سره وویل:«موږ له ۴۰ کلونو راهیسې د افغانانو کوربه‌توب کړی. هغه کسان چې موږ ورسره په دوحه کې خبرې وکړې په پاکستان کې لوی شوي دي خو زه نه پوهېږم چې ولې افغانستان له موږ سره داسې چلند کوي.»

هغه دا هم وویل، چې افغان طالبان اوس مهال د پاکستان پر وړاندې د هند د نیابتي ځواک په توګه عمل کوي.

هغه وویل: «موږ باید یوازې یو هدف ولرو، او هغه دا چې د ګاونډیانو په توګه په ورورګلوۍ او درناوي سره یوځای ژوند وکړو.»

هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې د دوحې د خبرو اترو پایلو ته په اشارې سره وویل: «په تېرو څلورو یا پنځو ورځو کې هېڅ پیښه نه ده رامنځته شوې، مګر که خبرې اترې یوې موافقې ته ونه رسیږي، موږ به له افغانستان سره په یوې مستقیمې جګړه کې ښکیل شو.»

پاکستاني طالبانو په دوحه کې د طالبانو او پاکستان د موافقې له رسیدو راهیسې بریدونه بند کړي دي.

د افغان طالبانو متحدې ډلې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر وړاندې هېڅ برید نه دی کړی ځکه چې افغان طالبان د پاکستان له حکومت سره د سولې تړون ته رسیدلي دي.

استانبول کې په خبرو اترو کې د طالبانو د کورنیو چارو، دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو شپږ چارواکي او اووه پاکستاني ډېپلوماټانو او امنیتي چارواکو ګډون کړی.

د خبرو اترو په دې پړاو کې دواړه خواوې به د دوحې د موافقې د پلي کولو په جزییاتو خبرې وکړي.

پاکستان له طالبانو څخه غوښتي چې د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو مخه ونیسي او طالبانو په اسلام اباد غږ کړی، چې د دې ډلې د مخالفینو ملاتړ ودروي.

کندهار کې د جګړې د پرېکړې کولو کړۍ څرنګوالی

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۴ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د تلې پر ۱۷ مه د کابل او پکتیکا پر ځینو سیمو د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته، د طالبانو مشرتابه له دې حساسې پرېکړې سره مخ شو، چې څنګه داسې یو غبرګون وښيي چې جګړه ونه غځېږي، خو د واکمنې ادارې اعتبار هم زیانمن نه شي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په کندهار کې د دې ډلې مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په همدې ورځ د دیني علماوو یوه بیړنۍ مشورتي غونډه راوغوښته، چې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د طالبانو د ادارې د غبرګون د څرنګتیا په اړه ددوی نظر واوري.

د سرچینو په وینا، هبت الله او هغه ته نږدې شیخان د پاکستان هوايي بریدونو غوسه کړي و او د دوی مشوره دا وه، چې د چوپتیا پرځای ددې ډلې نظامي ادارو ته واک ورکړل شي، چې د پاکستان بریدونو ته نظامي ځواب ورکړي.

ملا هبت الله په کابل کې د طالبانو دفاع وزارت ته امر وکړ، چې د نظامي کمېسیون غونډه راوغواړي او د افغانستان د هوايي حریم د نقض په ځواب کې په بشپړ صلاحیت د «دفاعي بریدونو» په تړاو یوې پرېکړې ته ورسیږي.

له دې غونډو یوې باخبره سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د هبت الله له امر او کابل ته د ځوابي بریدونو د صلاحیت له انتقال وروسته د طالبانو په دفاع وزارت کې د یاد وزارت د وزیر ملایعقوب مجاهد په مشرۍ ناسته وشوه، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د طالبانو جګړه ییز قوماندان او د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر او د دې ډلې د بلخ والي یوسف وفا پکې ګډون درلود.

سرچینې وویل: « په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې باید د پاکستان تیري ته ځواب ورکړل شي او د طالبانو حکومت غلی پاتې نه شي. وروسته د نظامي کمېسیون پرېکړه په کندهار کې هبت الله ته واورول شوه او هغه په ځواب کې وویل، چې تاسې د انتقامي بریدونو برخه کې بشپړ صلاحیت لرئ.»

100%

د تلې پر ۱۹مه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې مولوي یعقوب د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په اتو سیمو کې خپلو جنګیالیو ته امر وکړ، چې ځوابي بریدونه یا د طالبانو په وینا، « انتقامي بریدونه» ترسره کړي.

خو څو ساعته وروسته د طالبانو دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د پاکستان د پوځ له لوري په مکرر ډول د افغانستان د حریم نقضولو او د افغانستان پر خاوره د هوايي برید په ځواب کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې عملیات پای ته ورسېدل.

طالبانو ادعا وکړه، چې د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوستو یې عملیات بریالي وو او یاد عملیات د افغانستان پر وخت د شپې دوولس بجې پای ته ورسېدل.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له پاکستان سره په جګړه کې مولوي هبت الله د هېڅ کومې امنیتي ناستې مشري نه ده کړې او نه یې هم په دې موده کې د خپلو امنیتي ادارو له لومړۍ درجه مسوولانو سره لیدلي دي.

سرچینه زیاتوي: « د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان د حریم نقضولو او د افغانستان پر خاوره د هوايي برید د ځواب صلاحیت ملاهبت الله د خپلو امنیتي ادارو مسوولینو ته ورکړی و خو جکړه د ملایعقوب مجاهد په امر پیل شوه او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تاکتیکي مدیریت او د ځواکونو د تنظیم چارې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر پرمخ وړلې.»

قیوم ذاکر چې د ایران سپاه او قدس ته نږدې څېره ګڼل کیږي او د هېواد په شمال کې د طالبانو ضد ډلو پر وړاندې فعال قوماندان دی، له پنجشیر ولایت څخه خپل یو شمیر ځواکونه ډیورنډ کرښې ته انتقال کړل.

د پاکستان د پوځ پرضد د طالبانو د څو ساعته عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته، د تلې پر ۲۰مه په کندهار کې مېشت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې یوې خبري ناستې ته راڅرګند شو او اعلان یې وکړ، چې تېره شپه یې په بېلابېلو ولایتونو کې پر ډیورنډ کرښه د بریدونو په ترڅ کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي. هغه وویل چې ۹تنه طالب جنګیالي هم وژل شوي او ۱۸نور ټپیان دي.

په کندهار کې دوو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ملاهبت الله د محدودو او تاکتیکي دفاعي عملیاتو پلوی و او تمه یې نه درلوده چې له اسلام اباد سره به یې جګړه وغځیږي او پاکستان به یو ځل بیا په کابل او پکتیکا کې بریدونه وکړي.

سرچینو وویل:« خپله یې نوره جګړه نه غوښته او نه یې رهبري کوله، خو ددې پلوی و چې که د پاکستان له خوا تیری تکراریږي باید ځواب ورکړل شي .»

سرچینې وايي، سره له دې، چې هبت الله د جګړې پرمهال له خپلو پوځي مسوولانو سره لیدنې نه درلودې، خو ددې ډلې د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر د جګړې په اړه وخت پر وخت معلومات ور کول.

100%

منځګړیتوب او د اوربند هڅې

سرچینې وايي، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د جګړې د مخنیوي لپاره کابل ته د خبرو اترو واک هم ورکړی و.

سرچینې زیاتوي: « له څو ورځو نښتو وروسته چې قطر او ترکیې منځګړیتوب ته چمتووالی وښود، د طالبانو دفاع وزارت له کندهار سره اړیکه ونیوله چې د خبرو او دوحې ته د سفر لپاره اجازه واخلي.»

د هبت الله دفتر د مولوي یعقوب مجاهد په مشرۍ پلاوي ته اجازه ورکړه، چې قطر ته لاړ شي او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ پاکستاني پلاوي سره د اوربند په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.

د سرچینو په وینا، د کندهار والي او د طالبانو د مشر نږدې همکار ملا شیرین د سلامشورو په بهیر کې له پاکستان سره د جګړې پلوی نه و او د طالبانو د امنیتي ادارو له ځینو مشرانو یې غوښتي و، چې د جګړې پر ځای د خبرو اترو لاره غوره کړي، خو نظامي کمېسیون د هغه خبرو ته غوږ ونه نیوه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د جګړې پرمهال پکتیکا ته سفر وکړ خو په خپله وینا کې یې له پاکستان سره نښتو ته هېڅ اشاره ونه کړه، مګر هغه ته نږدې کس او د نوموړي کفیل محمد نبي عمري په خوست کې د نوي والي د پېژندنې په غونډه کې پر پاکستان توندې نیوکې وکړې.

هغه وویل: « پاکستان یرغلګر دی او باید له عقل څخه کار واخلي. پاکستان د تحریک طالبان پاکستان شرعي او منطقي غوښتنې نه مني.»

نوموړي خبرداری ورکړ: «وخت رارسېدلې چې ډیورنډ هم د افغانستان برخه شي.»

په کابل کې د امنیتي سرچینو په وینا، د هبت الله ترڅنګ د ځينو طالب مشرانو وېره دا وه، چې که جګړه ادامه پیدا کړي نو د دوی د درندو وسلو زېرمې به تشې شي، خو کله چې په دوحه کې د منځګړتوب وړاندیز وشو، طالبانو د جګړې درولو لپاره دا غوره فرصت وباله.

که څه هم تر اوسه په ښکاره اوربند نه دی مات شوی خو پاکستان بیا هم ټینګار کوي، چې تحریک طالبان پاکستان د خپلو بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي. طالبان دغه ادعا ردوي او ټینګار کوي، چې هېڅ وسله والې ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو خلاف وکاروي.

د تلې پر ۱۷مه پر کابل د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته داسې اوازې خپرې شوې، چې په برید کې د ټي ټي پي د مشر مفتي نور ولي موټر په نښه شوی، خو له اوربند وروسته د پاکستاني طالبانو مشر یو ویډیويي پیغام خپور کړ، چې دی په کابل کې نه دی او د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي.

له کندهار او کابل نه دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان په ترکیه کې د دویم پړاو خبرو لپاره په مشورو بوخت دي، چې څنګه د ګډ میکانیزم ناستې ته له اسنادو او مسلکي ډلې سره لاړ شي.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیزې مرکې زیاتې شوې دي او پر دې ټینګار کوي، چې طالبان د پاکستان پر وړاندې نرمه پالیسي لري او نه غواړي د اسلام اباد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

د شنونکو په باور، طالبان به په استانبول ناسته کې هم په دې ټینګار وکړي، چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي مساله ده او دوی د تېر په څېر په دې برخه کې یوازې د خبرو اترو په برخه کې مرسته کولای شي.

سراج الحق: د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه له لېونتوب پرته بله مانا نه‌لري

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۵ GMT+۱

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق تازه له خیبر ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د هیچا په ګټه نه ده او یوازې د دې دواړو هېوادونو دښمنان پرې خوشاله کېږي.

هغه زیاتوي: « زه قطر او ترکیې ته کورودانی وایم، چې د دې دوو هېوادونو ترمنځ یې منځګړتوب وکړ».

سراج الحق وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې شخړې او جنجالونه د هندستان په ګټه دي. د نوموړي په خبره، په دې ناامنه او ترینګلي وضعیت امریکا هم خوشاله ده، ځکه چې امریکا په افغانسان کې ماته شوې ده.

سراج الحق زیاته کړه: «امریکا داسې فکر کوي، چې په افغانستان کې د امریکا په ماتولو کې د پاکستان لاس هم و، ځکه امریکا په دې ډول افغانستان او پاکستان دواړو ته د خپلې ماتې سزا ورکوي».

دې پښتون سیاستوال وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د امریکا او هندستان په ګټه ده او له لېونتوب پرته بل هیڅ مانا نه لري.

د جماعت اسلامي پخوانی مشر وايي:« افغانستان او پاکستان دواړه اسلامي هېوادونه دي، د دواړو خواوو هېوادونو مشرانو ته په کار ده، چې احتياط وکړي او د دښمنانو د دسیسو ښکار نه شي».

دا سیاسي مشر په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه وايي، پاکستان د ترهګرۍ قرباني دی، موږ په پاکستان کې له افغان کډوالو څخه غواړو، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان ملاتړ وکړي، ځکه اسلام اباد څلوېښت کاله د افغانستان ملګرتیا کړې ده.

سراج الحق زیاته کړه، چې همدا اوس په پاکستان کې ۲۰- ۲۵ لکه افغانان اوسېږي، ښه ارام ژوند لري او خلک په درنه سترګه ورته ګوري.

سراج الحق به ترکیه کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند او سولې د خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړه: «زه د قطر او ترکیې حکومت ته کور ودانی وایم، چې هغوی دواړه هېوادونه خپل کور ته وروبلل او هغوی یې خبرو ته سره کېنول، زه هیله لرم چې دا خبرې د سولې او امنیت لپاره ښه نتیجه ولري».

دا چې د پښتونخوا ایالت له طالبانو سره د خبرو وړاندیز کړی، خو مرکزي حکومت اجازه نه ورکوي، په دې اړه سراج الحق وویل: «که پښتونخوا ایالت هوډ ولري، چې موږ د ترهګرۍ په ختمولو کې رول ادا کولای شو، که هغه له افغانستان سره خبرې وي او یا په پښتونخوا کې دننه وي، باید د پښتونخوا ایالتي حکومت ته دا فرصت ورکړل شي».

سراج الحق د پاکستان کورنیو اختلافاتو ته په اشارې سره وایي، په هره کچه چې د مرکزي او ایالتي حکومت ترمنځ اختلافات ډېرېږي، هماغومره ترهګرو ته د فعالیت کولو ښه چانس په لاس ورځي.

که څه هم سراج الحق په پاکستان کې د افغان کډوالو د د ارام اوسېدو خبره په ویاړ سره وکړه، خو راپورونه ښيي، چې هره ورځ افغان کډوال په زور او ډله‌ییز ډول څخه شړل کېږي، جایدادونه او شتمني یې پاتې کېږي او په سپکه سترګه هم ورته کتل کېږي.

ډېپلوماټ مجله: پاکستان د مخالفو وسله والو ډلو پر وړاندې ناتوانه شوی

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۷ GMT+۱

ډېپلوماټ مجلې جمعه د (لړم ۲مه) د پاکستان د امنيتي وضعیت په اړه یوه مقاله کې ویلي چې دغه هېواد کې د ټي‌ټي‌پي‌، بلوڅ بېلتون پالو او داعـ.ش خراسان څانګې بریدونه د تېر کال پرتله ۷۰ سلنه ډېر شوي. وايي، دې وضعیت د مرکزي او ایالتي حکومتونو او سياسي ګوندونو ترمنځ اړیکې نورې هم پېچلې کړي.

ډیپلوماټ مجله لیکي، پاکستاني طالبان، بلوڅ بېلتونپال او داعش خراسان څانګه هغه درې وسله والې ډلې دي، چې د خپلو ځانګړو ایډیالوژیو، هدفونو او تاکتیکونو له لارې د پاکستان امنیت ته لوی ګواښ دی.

د دې مجلې په وینا، دا هغه ډلې دي، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې بریدونه ډېر شوي او پاکستان ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

ډیپلوماټ زیاتوي، پاکستان دا مهال له ترهګرۍ سره په ډېر خونړي پړاو کې دی. د دې ډلو بریدونه د ۲۰۲۴کال پرتله ۷۰ سلنه ډېر شوي او اوس هم دوام لري.

د دې تبصرې لیکوال لیکي: «دې دریو واړو ډلو خپلې شبکې او تګلاري پياوړي کړي او د پاکستان د امنیتي ادارو له کمزوريو څخه په استفادې سره خپل نظامي هدفونه په نښه کوي».

لیکوال زیاتوي، دپاکستاني طالبانو تحریک له ۶زرو څخه تر ۶۵۰۰ زرو پورې جنګیالي لري. په وروستیو کې یې په پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې هم نظاميفعالیتونه پراخ کړي دي.

ډیپلوماټ وړاندې کاږي، د پاکستاني طالبانو ډله د ټولنیزو رسنیو له لارې تبلیغات کوي، د پښتنو له ملي احساساتو څخه استفاده کوي او په دې ډول هغوی خپلو جنګي لیکو ته وربولي.

په تبصره کې ویل شوي: «بلوڅ بیلتون‌پاله ډله اوس په یوه منظم غورځنګ اوښتې، چې د پاکستان پوځ او چین پروژې په نښه کوي. د بلوچستان ملي پوځ (BNA) په نوم نوي جوړې شوي جنګي ډلې په جوړېدو سره دا غورځنګ په ستر پاڅون اوښتی او خطرناکه بڼه یې غوره کړې ده».

په تبصره کې مخکې ویل شوي، د داعش خراسان ډله د سیمې او نړۍ لپاره ډېره خطرناکه ده. دا ډله په افغانستان کې دننه او پاکستان سره پر فرضي کرښه فعالیتونه لري او هڅه کوي، چې خپل بریدونه منځنۍ آسیا، ایران او روسیې ته هم وغځوي.

په تبصره کې د پاکستان هوايي بریدونو ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې اسلام اباد بیا پر ډیورنډ کرښه پوځي عملیات پیل کړي او د وسله‌والو ډلو د مشرانو پر ضد یې هوايي بریدونه پيل کړي، خو د مرکزي حکومت او ایالتونو ترمنځ سیاسي اختلافاتو او خلکو بې باورۍ دا مبارزه ټکنۍ کړې ده.

ډیپلوماټ مجله د کارپوهانو له خولې لیکي: «پاکستان باید د هرې ډلې لپاره جلا تګلاره جوړه کړي، سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو ته لومړیتوب ورکړي او د سیمې له هېوادونو سره ګډې امنیتي همکارۍ ته پاملرنه ډېره کړي».

ډیپلومات مجله زیاتوي، که پاکستان موثره او ځانګړې امنیتي تګلارې غوره نه کړي، دا درې واړه جنګي ډلې کولی شي، چې د پاکستان او سیمې د ثبات لپاره ستر ګواښ پېښ کړي.