طالبان وايي د مدرسو او ښوونځیو جوړولو لپاره ۵۸۹ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د مدرسو او ښوونځینو جوړولو لپاره ۵۸۹ جریبه ځمکه ځانکړې شوې ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د مدرسو او ښوونځینو جوړولو لپاره ۵۸۹ جریبه ځمکه ځانکړې شوې ده.
د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه رسنیو ته په لېږل شوې پیغام کې ویلي، چې د مدرسو او ښوونځیو لپاره ۲۹۰ جریبه ځمکه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ۲۹۹ جریبه ځمکه د عامو خلکو له خوا د طالبانو د پوهنې وزات ته ورکړل شوې ده.
د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند د دې ډلې د کرنې وزارت او عامو خلکو له خوا ورکړل شوې ځمکې باندې د نجونو لپاره د ښوونځيو جوړولو په اړه څه نه دي ویلي.