• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ وايي‌‌‌‌، اسیا ته د سفر پر مهال د شمالي کوریا له مشر سره د لیدنې پلان نه‌لري

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۹ GMT+۱

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که څه هم راتلونکې اونۍ اسیا ته د سفر پرمهال د شمالي کوریا له مشر سره د لیدنې پلان نه لري؛ خو بیا هم که فرصت وه ورسره به وګوري.

ټرمپ ویلي چې د شمالي کوریا له مشر کیم جون اونګ سره ښې اړیکې لري او که فرصت و هرو مرو به ورسره وګوري.

ټاکل شوې چې ټرمپ راتلونکې اونۍ مالیزا ته په یوه غونډه کې د ګډون لپاره خپل اسیايي سفر پیل کړي او د دغه سفر پرمهال به د چین له ولسمشر سره هم وګوري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو او پاکستان ترینګلې اړیکې؛ پر ډیورنډ کرښه د دروازو بندېدو دوه اونۍ پوره شوې

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۱

د څوارلسمې ورځې لپاره هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره ټولې لارې تړلي او د خلاصېدو په اړه یې کوم څرک نه لیدل کیږي. دواړه غاړې سوداګري زیانمنه شوې او د مساپرو تګ راتګ هم بند دی.

د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته چې ولسي وګړو ته په‌کې درنه مرګ ژوبله واوښته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره ټولې پنځه لارې د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې وتړل شوې.

په سپین بولدک کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشل – پښتو ته وویل چې نن به د چمن – سپین بولدک د لارې د خلاصېدو په اړه یوه غونډه وشي. که څه هم سرچینې په دې اړه د جزییاتو له ورکولو ډډه وکړه خو تمه یې وښوده چې د یادې لارې د خلاصېدو په اړه هڅې نتیجه ورکړي.

په ورته وخت کې په چمن کې د سلګونو افغان کورنیو د بند پاتې کېدو په اړه هم خبرونه ورکړل شوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې تر بلې خبرتیا به ټولې لارې تړلي وي.

په ورته وخت کې د لارو د تړل کېدو له کبله پر توکو بار زرګونه موټر د کرښې دواړو غاړو ته بند پاتي دي.د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې وړاندې ویلي چې د لارو د تړل کېدو له کبله هره ورځ دواړو خواته تر یوه مېلیون ډالرو پورې تاوان رسیږي.

د لارو تړل کېدو د توکو په بیو هم خورا منفي اغیز کړی او پاکستان کې د ځینو خوراکي توکو بیې څو برابره لوړې شوې دي.

جرمني کې یو ځل بیا په جرمونو د ککړو افغانانو او سوریایي وګړو د شړلو غوښتنه شوې

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۷ GMT+۱

د جرمني ایالتي مشرانو په ماینس ښار کې د ګډې ناستې پر مهال له فډرالي حکومت څخه غوښتنه وکړه، څو له دې هېواد څخه د افغانستان او سوریایي کډوالو لړۍ بیرته پيل کړي. هغوی ټینګار کړی، چې باید په لومړي پړاو کې مجرم او هغه کډوال وشړل شي، چې د عامه امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي.

په هغه پرېکړه‌لیک کې، چې د ایالتي وزیرانو د کنفرانس تر غونډې وروسته خپور شوی راغلي، چې فډرالي حکومت باید په منظم ډول د افغانستان او سوریې د مجرمو او خطرناکو کډوالو شړلو ته زمینه برابره کړي.

د دې غونډې مشر الیکسانډر شویتسر ویلي، د کډوالو شړلو بهیر باید یوازې تر مجرمو کډوالو پورې محدود نه شي، باید په راتلونکو پړاوونو کې هغه کډوال هم وشړل شي، چې په جرمني کې یې د اوسېدو غوښتنلیکونه نه دي منل شوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکسانډر دوبرینت د دې وړاندیز ملاتړ کړی دی. هغه ویلي، باید د هغو کډوالو لپاره ځانګړي توقیف‌ځایونه جوړ شي، چې د شړلو حکم یې صادر شوی دی.

په دې طرحه کې له فډرالي حکومت څخه غوښتل شوي چې د پوځي ځایونو په ګډون دې تشې ودانۍ او کانټینرونه د ایالتونو په واک کې ورکړل شي، څو د توقیف ځایونو کار ځنې واخلي.

خو د افغان او سوریایي کډوالو د شړل کېدو مساله د جرمني د سوسیال ‌ډیموکراټ او شنه بهیر ګوندونو د ځينو غړو له مخالفت سره مخ شوې ده.

دوی دې ټکو ته ګوته نیسي، چې له طالبانو سره اړیکه نیول قانوني او سیاسي ستونزې لري او سوریه اوس هم ناامنه هېواد بلل کېږي.

استازولۍ پسې سرګردانه؛شاهین بیا ویلي، ملګري ملتونه باید د افغانستان څوکۍ طالبانو ته وسپاري

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۱

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د (لړم ۲مه) یو ځل بیا ویلي، چې باید په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ پر کابل واکمنو طالبانو ته وسپارل شي. هغه د خپلې ډلې رژیم د افغانانو واقعي استازی حکومت بللی دی.

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره مرکه کې زیاته کړې: «زه د ملګرو ملتونو، په تېره بیا د دې سازمان د اعتبار له کمېټې څخه غوښتنه کوم چې انصاف او جغرافيايې واقعیتونه په پام کې ونیسي او پر دې بنسټ پرېکړه وکړي».

شاهین زیاته کړه، چې د دوی حکومت د خلکو واقعي استازی دی او باید ملګري ملتونه دا واقعیت په پام کې ونیسي. خو د ملګرو ملتونو له‌خوا څو څو ځله پر طالبانو تور لګول شوی، چې په دې سازمان کې د غړیتوب شرايط یې نه دي پوره کړي. دغه سازمان بشري حقونو ته درناوی او د ډیموکراټیکو ارزښتونو پالنه د غړیتوب مهم اصلونه ګڼي.

ملګري ملتونو طالبان په دې هم تورنوي، چې د افغانانو بنسټيز حقونه یې نه دي مراعت کړي، په تېره بیا د ښځو د زده کړو او کار مخه یې نیولې، د بیان ازادي نه مني او بهرنیو ترهګرو ډلو ته یې ځای ورکړی دی.

د دې ترڅنګ د افغانستان ځينو مدني فعالانو هم له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې، چې په دې سازمان کې دي د افغانستان څوکۍ طالبانو ته نه ورکوي.

تر دې مهاله په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانستان له پخواني جمهوري نظام له استازي نصیر احمد فایق سره ده، چې له دې ادرس څخه پر طالبانو توندې نیوکې هم کوي.

 

تړلې دروازې؛ چمن کې سلګونه ایسارې کورنۍ له کړاو سره مخ دي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۳ GMT+۱

د ډیورنډ کرښې هغې غاړې د بلوچستان ایالت په چمن سیمه کې سلګونه هغه افغان کورنۍ چې خپل هېواد ته د اوښتو په تمه دي، د دروازې بندیدو له امله له سختو ستونزو او کړاو سره مخې دي.

په سپین بولدک او چمن کې ځینو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشل – پښتو ته وویل دا چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه په موقت ډول د چمن – سپین بولدک لار پرانیزي په چمن کې د افغان کډوالو ډېره ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې که څه هم د چمن- سپین بولدک لار په وقفه‌یي توګه پرانېستل کېږي؛ خو دا چې د افغان کډوالو شمېر زیات دی ټول نه شي کولای په لږه موده له کرښې واوړي.

سرچینه ادعا کوي چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونو له ځینو کورنیو د نوبت او له کرښې د اوښتو په بدل د پیسو غوښتنه هم کوي.

په ورته وخت په ټولنیزو رسنیو کې هم ځینې داسې ویډیو ګانې خپرې شوي چې د چمن ځینې اوسېدونکي د سیمې له خلکو غواړي چې دلته د بند پاتې شویو افغان کورنیو سره مرسته وکړي.

د معلوماتو پربنسټ دا چې د شپي لخوا هوا سړه وي؛ نو په چمن کې د بند پاتې افغان کډوالو ماشومان د ډول ډول ناروغیو له ګواښ سره مخامخ دي. په پاکستان کې رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې تر بلې خبرتیا به د پر ډیورنډ کرښې ټولې لارې تړلې وي.

 

د ایران د کورنیو چارو وزارت: د افغان کډوالو او ایرانيانو ترمنځ ۸۰ زره ودونه ثبت شوي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۸ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزارت د وګړو او کډوالو چارو د مرکز مشر ویلي، چې تر دې دمه په دغه هېواد کې د افغانانو او ایرانیانو ترمنځ ۸۰ زره ودونه په رسمي ډول ثبت شوي دي.

د نادریاراحمدي په وینا، له دې جملې څخه شاوخوا ۴۰ زره ودونه د افغان نارینه وو او ایراني ښځو او ۴۰ زره نور د ایراني نارینه وو او افغان ښځو تر منځ شوي دي. هغه زیاته کړه، که د دې کورنیو ماشومان هم حساب شي، نو ټول نفوس یې نږدې ۲۵۰ زرو ته رسېږي.

احمدي پرون په تهران کې په یوه غونډه کې وویل: «د قانون له مخې هغه ماشومان چې د دې ودونو په پایله کې زیږېدلي وي، یانې مور یا پلار یې ایرانی وي، د ایران تذکره ترلاسه کولای شي».

هغه زیاته کړه: «د ایران حکومت د کډوالۍ پر پالیسۍ له سره غور کوي، چې د قانوني او غیرقانوني کډوالو تر منځ توپیر وشي».

ایران ادعا کوي، چې دا مهال په دې هېواد کې ۴.۵ مېلیونه افغان کډوال ژوند کوي، په داسې حال کې، چې د بې اسنادو افغان کډوالو تر شړلو مخکې دا شمېر شاوخوا شپږ مېلیونه و.

احمدي زیاته کړه، افغان کارګر کولای شي چې ۹ میاشتنۍ کاري ویزې واخلي، خو د مودې تر بشپړېدو وروسته باید له ایرانه ووځي او بیا بېرته راشي. وایي، لامل یې دا دی څو د دغو کارګرو د استوګنې اړیکه له خپل هېواد سره پاتې شي.

ایران د روان کال په اوړي کې نږدې دوه مېلیونه افغان کډوال په زور شړلي دي.