تړلې دروازې؛ چمن کې سلګونه ایسارې کورنۍ له کړاو سره مخ دي

د ډیورنډ کرښې هغې غاړې د بلوچستان ایالت په چمن سیمه کې سلګونه هغه افغان کورنۍ چې خپل هېواد ته د اوښتو په تمه دي، د دروازې بندیدو له امله له سختو ستونزو او کړاو سره مخې دي.

د ډیورنډ کرښې هغې غاړې د بلوچستان ایالت په چمن سیمه کې سلګونه هغه افغان کورنۍ چې خپل هېواد ته د اوښتو په تمه دي، د دروازې بندیدو له امله له سختو ستونزو او کړاو سره مخې دي.
په سپین بولدک او چمن کې ځینو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشل – پښتو ته وویل دا چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه په موقت ډول د چمن – سپین بولدک لار پرانیزي په چمن کې د افغان کډوالو ډېره ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې که څه هم د چمن- سپین بولدک لار په وقفهیي توګه پرانېستل کېږي؛ خو دا چې د افغان کډوالو شمېر زیات دی ټول نه شي کولای په لږه موده له کرښې واوړي.
سرچینه ادعا کوي چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونو له ځینو کورنیو د نوبت او له کرښې د اوښتو په بدل د پیسو غوښتنه هم کوي.
په ورته وخت په ټولنیزو رسنیو کې هم ځینې داسې ویډیو ګانې خپرې شوي چې د چمن ځینې اوسېدونکي د سیمې له خلکو غواړي چې دلته د بند پاتې شویو افغان کورنیو سره مرسته وکړي.
د معلوماتو پربنسټ دا چې د شپي لخوا هوا سړه وي؛ نو په چمن کې د بند پاتې افغان کډوالو ماشومان د ډول ډول ناروغیو له ګواښ سره مخامخ دي. په پاکستان کې رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې تر بلې خبرتیا به د پر ډیورنډ کرښې ټولې لارې تړلې وي.


د ایران د کورنیو چارو وزارت د وګړو او کډوالو چارو د مرکز مشر ویلي، چې تر دې دمه په دغه هېواد کې د افغانانو او ایرانیانو ترمنځ ۸۰ زره ودونه په رسمي ډول ثبت شوي دي.
د نادریاراحمدي په وینا، له دې جملې څخه شاوخوا ۴۰ زره ودونه د افغان نارینه وو او ایراني ښځو او ۴۰ زره نور د ایراني نارینه وو او افغان ښځو تر منځ شوي دي. هغه زیاته کړه، که د دې کورنیو ماشومان هم حساب شي، نو ټول نفوس یې نږدې ۲۵۰ زرو ته رسېږي.
احمدي پرون په تهران کې په یوه غونډه کې وویل: «د قانون له مخې هغه ماشومان چې د دې ودونو په پایله کې زیږېدلي وي، یانې مور یا پلار یې ایرانی وي، د ایران تذکره ترلاسه کولای شي».
هغه زیاته کړه: «د ایران حکومت د کډوالۍ پر پالیسۍ له سره غور کوي، چې د قانوني او غیرقانوني کډوالو تر منځ توپیر وشي».
ایران ادعا کوي، چې دا مهال په دې هېواد کې ۴.۵ مېلیونه افغان کډوال ژوند کوي، په داسې حال کې، چې د بې اسنادو افغان کډوالو تر شړلو مخکې دا شمېر شاوخوا شپږ مېلیونه و.
احمدي زیاته کړه، افغان کارګر کولای شي چې ۹ میاشتنۍ کاري ویزې واخلي، خو د مودې تر بشپړېدو وروسته باید له ایرانه ووځي او بیا بېرته راشي. وایي، لامل یې دا دی څو د دغو کارګرو د استوګنې اړیکه له خپل هېواد سره پاتې شي.
ایران د روان کال په اوړي کې نږدې دوه مېلیونه افغان کډوال په زور شړلي دي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ د نښتو او ناندریو له امله د دواړو لورو تر منځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې له ۱۳ ورځو راهیسې لارې تړل شوې دي. په دې موده کې دواړو خواو ته په موټرو کې صادراتي میوې او سابه خراب شوي، چې ډيری سوداګرو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ په هر ډول شخړه او ناندرۍ کې پاکستان لوری په لومړي سر کې له افغانستان سره ټولې لارې بندوي او د دواړو لورو تر منځ له یو اونیزې جګړې او اوربند وروسته دا ۱۳مه ورځ ده چې ټولې لارې تړلې پاتې دي، خو یوازې د چمن یا سپین بولدک له لارې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره اجازه ورکول کېږي.
د پاکستان د ګمرکونو د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ له جګړې راهیسې شاوخوا ۱۰ زره افغان کډوال افغانستان ته استول شوي په داسې حال کې چې ۱۲۰۰ خالي کانتینري موټر ته بېرته پاکستان ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې ده.
د دواړو خواو د سوداګرو په وینا، دمګړۍ د تورخم، خرلاچي، انګور اډې او غلام خان د دروازو په دواړو خواو کې د تازه میوو او سبزیجاتو سلګونه بار موټر ولاړ دي او د ډېریو موټرو میوې او سبزیجات خوسا شوي دي.
د پاکستان د ګمرکونو د مسوولینو په وینا، دمګړۍ پر غوښو، میوو، سبزیجاتو او جوس بار سلګونه بار وړونکي او کانتینري موټر د چمن- کراچۍ تر منځ او همداراز په تورخم او په سویلي وزیرستان کې انګور اډه، په شمالي وزیرستان کې غلام خان او په کرم ولسوالۍ کې د خرلاچي د لارو په اوږدو کې ولاړ دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې موده کې څه باندې ۵۰۰ موټر انګور او نورې تازه میوې او همداراز سبزیجات چې پاکستان ته صادرېدل خوسا شوي دي.
تر دې مخکې د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې (اېف بي ار) امر کړی و، چې په کراچۍ بندر کې دې د افغانستان اړوند د ټرانزیټي سوداګرۍ د مالونو لېږد رالېږد بهیر په بشپړه توګه ودرول شي. دغه اداره وایي، دغه بندیز به تر نامعلومې نېټې پورې دوام ولري.
د افغانستان او پاکستان تر منځ په نورمال حالت کې پر پنځو سوداګریزو لارو شاوخوا ۲ زره سوداګریز موټر تګ راتګ کوي، خو له ۱۳ ورځو راهیسې دغه بهیر په ټپه درېدلی او دواړو لورو ته سوداګر او ورسره عام ولس سخت زیانمن شوي دي.
سوداګرو بیا تل له دواړو لورو تل غوښتي چې سوداګريز مسایل له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا کړي، څو ورسره له سوداګرو سربېره د کرښې د دواړو خواو خلک زیانمن نهشي.
د پاکستاني رسنیو د راپور لهمخې، له افغانستان سره د لارو د بندېدو له امله د پاکستان په بازارنو کې د تازه میوو او سبزیجاتو بیې ډېرې لوړې شوي او عام ولس یې پر پاکستان په نیوکو سره وايي، چې لارې باید ژر تر ژره خلاصې کړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان په اقتصادي سکټور کې ونډه واخلي. دغه غوښتنه په داسې حال کې ده، چې طالبان له روسیې پرته بل هېڅ هېواد په رسمیت ندي پېژندلي.
په داسې حال کې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان شتمنۍ کنګل شوې او پرې د نړۍوالې ټولنې له لوري ګڼ بندیزونه هم لګېدلي د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د جمعې په ورځ (د لړم ۲مهم) د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارد لېندسي سره په کتنه کې د اقتصادي مسایل او همداراز له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د تعامل په تړاو خبرې کړې دي.
عبداللطیف نظري زیاتوي، «په دې کتنه کې مې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د اقتصاد په بنسټیزو چارو، پانګونو او تل پاتې اقتصادي پراختیا کې ونډه واخلي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، د نړۍوالو له لوري تمویلېدونکې پروژې په ټپه درېدلي او ډېری یې همداسې نیمګړې پاتې دي.

په پولنډ کې «د جیوپولیتیک سیالۍ په دور کې پراختیا او نړیواله همکاري، په شخړو او بحران کې پیچلې ننګونې» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی څېړنیز کنفرانس ترسره شو، ګډونوالو ویلي، اوس مهال افغانستان د حکومتدارۍ منظم سیسټم نه لري او هر څه، چې ښکاري د زور او ټوپک پر بنسټ دي.
په دغه کنفرانس کې د نړی د بېلابېلو هېوادونو څېړونکو او د پوهنتون استادانو برخه اخیستې وه.
د امنیت او سیاست څېړونکي بسم الله تابان وویل، په ۲۰۲۱ کال کې له هېواد څخه د امریکا وتل او د طالبانو بیا واک راستنېدلو پر حکومتدارۍ، ترهګرۍ او نړیوال امنیت باندې اغېزه کړې.
نوموړي ټينګار وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په یو ژور، څو اړخیز او پيچلي بحران کې ښکیل دی.
هغه زیاته کړې: «افغانستان د طالبانو تر واک لاندې په یو ژور، څو اړخیز او پېچلي بحران کې ښکېل دی، چې سیاسي، امنیتي، اقتصادي، بشري او حقوقي اړخونه لري؛ دې بحران نه یوازې افغانستان فلج کړی، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته یې هم جدي او اندېښمنوونکې پایلې لرلې دي.»
نوموړي ویلي، د طالبانو حکومت د کورني مشروعیت د نشتوالي له امله د دغه هېواد د بحران مدیریت وړتیا په جدي توګه کمه کړې، «افغانستان اوس د اسیا په زړه کې د یو جیوپولیټیکي امنیتي خلا په توګه بدل شوی، چې د نړیوال تروریزم، سرحدي جرمونو، د نشه يي توکو د قاچاق، اجباري کډوالۍ، اقتصادي او ټولنیزو زیانونو د پراختیا زمینه برابروي.»
تابان ټینګار وکړ چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې د افغانستان په وضعیت کې ریښتینی بدلون ناممکن دی: «هره سیمه ییزه او نړیواله پالیسي باید لومړی د ټولو سیاسي او قومي ډلو د ریښتینې ګډون سره د مشروع، قانوني او ټول شموله حکومت په جوړولو تمرکز وکړي»
ښاغلي تابان د لویو قدرتونو د سیالۍ په دور کې افغانستان د نړیوالو د حکومتدارۍ د میکانیزمونو د ناکامۍ یو څرګند مثال وباله او غوښتنه یې وکړه: «باید څو اړخیز نړیوال چلند غوره شي، چې پکې د دولتونو، سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو، مدني ټولنو او خصوصي سکتور همکاري شامله وي، څو د روان بحران د دوام او د هغه د ګواښونو د پراخېدو مخه ونیول شي.»
دغه علمي کنفرانس د اسیا د سیاسي علومو د څېړنو ټولنې، د اروپايي ټولنې د پرمختګ د مطالعاتو انجمن او د پولنډ تر ټولو پخواني پوهنتون یاګیلونیا د نړیوالو مطالعاتو او پرمختګ مرکز له لورې جوړ شوی وو.
په دې کنفرانس کې د اصلي ویناو تر څنګ، د جیوپولیټیک، نړیوال امنیت، نړیوال پرمختګ، څو اړخیزې همکارۍ، بشردوستانه مرستو، د خوړو امنیت او نړیوالې حکومتدارۍ په برخه کې د پراخو څېړنو پایلې هم وړاندې شوې.

د طالبانو او پاکستان تر منځ له یوې اونۍ جګړې وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې د تلې په ۲۶مه د اوربند هوکړه لاسلیک شوه. دواړه لوري به د ترکیې په کوربه توب د یادې هوکړې د میکانیزم پر څرنګوالي نن شنبه(د لړم ۳مه)په استانبول کې مزاکرات پیل کړي.
طالبانو پرون (جمعه د لړم ۲مه) له پاکستان سره د استانبول غونډې لپاره د کورنیو چارو وزارت د مرستیال رحمتالله نجیب په مشرۍ یو پلاوی معرفي کړ او یاد پلاوی ترکیې ته رسېدلی.
طالبانو ویلي، په دې غونډه کې به له پاکستان سره د پاتې مسایلو د پليکېدو څرنګوالي په اړه مفصلې خبرې وشي.
بلخوا ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې پاکستان په ترکیه کې د طالبانو له استازو سره د خبرو اترو لپاره د پاکستان استخباراتو کې د افغانستان د برخې مسوول، د پوځ عملیاتي مشر او د بهرنیو چارو وزارت استازی ټاکلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه) په خپل اونیز خبري کنفرانس کې وویل، له افغان طالبانو سره به د اوربند هوکړې په دویم پړاو مذاکراتو کې له افغانستان څخه د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په موخه هم خبرې وشي.
نوموړي وویل:«د ترکیې په کوربهتوب د اکټوبر په ۲۵مه په استانبول کې د راتلونکې غونډې په ترڅ کې به د څارنې د یوه مشخص او تایید وړ میکانیزم پر جوړولو خبرې وشي،څو د ترهګرۍ ګواښ ته رسېدنه وشي. په دې خبرو کې به د افغانستان له خاورې څخه سرچینه اخیستونکې ترهګرۍ په اړه بحث وشي.»
د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د جګړې اور وروسته له هغې بل شو، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د وړمې ۵شنبې د تلې ۱۷مه د افغانستان پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ. پاکستان پرته له دې چې په رسمي توګه د یاد برید مسوولیت ومني ویې ویل، د پاکستان د خلکو د امنیت لپاره هر هغه کار چې لازم وي کوي یې.
پاکستان له یادو بریدونو وروسته په غیر مستقم ډول وویل، چې د کابل په برید کې یې د «ټي ټي پي» مشر نور ولي مسید وژلی، خو له یادو بریدونو څو ورځې وروسته د «ټي ټي پي» مشر نور ولي مسید په یوې تازه ویډیو کې، چې په غرنیو سیمو کې یې اخیستې وه وویل د خېبر پښتونخوا ایالت په خېبر ولسوالۍ کې اوسیږي او له خپلو قبایلي سیمو فعالیت کوي.
په هغه وخت کې د طالبانو دفاع وزارت یاد برید بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن او له خپل حریم څخه یې دفاع خپل حق وباله او خبرداری یې ورکړ که له دې وروسته وضعیت هر څومره ترینګلی کيږي مسوولیت به يې د پاکستان پوځ پر غاړه وي.
طالبانو بیا په دویمه شپه یې (د شنبې په ماخوستن د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره فرضي کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا یې رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.
اسلام اباد بیا پر پاکستان د افغان طالبانو بریدونه بې دلیله وبلل، خو افغان طالبان خبرداری ورکړ که پاکستان بیاځلي د افغانستان حریم نقض کړي، نو په کلکه به ځواب ورکړل شي.
له دغې جګړې وروسته په افغانستان او پاکستان کې تبلیغاتو زور واخیست او ان تر دې چې دواړو لورو یو بل ته د «رژیم» خطاب هم وکړ.
تر هغې وروسته یو شمېر هېوادونو د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د زغم غوښتنه وکړه او په ترڅ کې یې قطر هم ترکیه مخکښ شول او دواړه لوري یې د تلې په ۲۶مه د اوربند لپاره په دوحه کې د یوه مېز تر شا کېنول.
قطر بیا له یادې غونډې وروسته د افغانستان پر وخت د شپې په نیمايي کې (شنبه د تلې ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې دواړو لورو پر سمدستي اوربند سلا کړې او تر دې وروسته به د دواړو لورو ترمنځ د تلپاتې سولې او ثبات لپاره نور میکانیزمونه هم رامنځته شي.
د دغې لاسلیک شوې هوکړې متن خپور نشو او د پاکستان دفاع وزیر بیا دغه هوکړه «محرمانه» وبلله او د افغانانو له ګڼو غبرګونونو وروسته د طالبانو دفاع وزارت وضاحت ورکړې ته اړ شو او ویې ویل، «په توافقنامه کې په تمامه معنی اوربند، یو بل ته متقابل احترام، د یو بل په امنیتي ځواکونو، ملکیانو او تاسیساتو د بریدونو نه کول، د خبرو اترو له لارې د ټولو مسایلو حل او یو پر بل د بریدونو نه ملاتر یاد شوي، له دې څخه علاوه که څوک نور څه یادوي هغه حقیقت نه لري.»
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د تېرې چهارشنبې په ورځ وویل، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړه لا نه ده وروستۍ شوې او له همدې امله په عامه توګه نه ده خپره شوې. نوموړي د نیوکه کوونکو په ځواب کې وویل: «څنګه کېدای شي یو داسې تړون خپور شي چې لا هم وروستی شوی نه وي؟»
خو له دې ټولو سره سره شنونکي وايي، پاکستان د باور وړ هېواد نه دی او تر دې مخکې یې له هر ډول هوکړې پښه اېستلې او مسوولیت ته غاړه نهږدي.