• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو او پاکستان کړکېچ؛ سوداګري له ۱۳ ورځو راهیسې درېدلې ده

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۸ GMT+۱

د طالبانو او پاکستان تر منځ د نښتو او ناندریو له امله د دواړو لورو تر منځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې له ۱۳ ورځو راهیسې لارې تړل شوې دي. په دې موده کې دواړو خواو ته په موټرو کې صادراتي میوې او سابه خراب شوي، چې ډيری سوداګرو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ په هر ډول شخړه او ناندرۍ کې پاکستان لوری په لومړي سر کې له افغانستان سره ټولې لارې بندوي او د دواړو لورو تر منځ له یو اونیزې جګړې او اوربند وروسته دا ۱۳مه ورځ ده چې ټولې لارې تړلې پاتې دي، خو یوازې د چمن یا سپین بولدک له لارې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره اجازه ورکول کېږي.

د پاکستان د ګمرکونو د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ له جګړې راهیسې شاوخوا ۱۰ زره افغان کډوال افغانستان ته استول شوي په داسې حال کې چې ۱۲۰۰ خالي کانتینري موټر ته بېرته پاکستان ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې ده.

د دواړو خواو د سوداګرو په وینا، دمګړۍ د تورخم، خرلاچي، انګور اډې او غلام خان د دروازو په دواړو خواو کې د تازه میوو او سبزیجاتو سلګونه بار موټر ولاړ دي او د ډېریو موټرو میوې او سبزیجات خوسا شوي دي.

د پاکستان د ګمرکونو د مسوولینو په وینا، دمګړۍ پر غوښو، میوو، سبزیجاتو او جوس بار سلګونه بار وړونکي او کانتینري موټر د چمن- کراچۍ تر منځ او همداراز په تورخم او په سویلي وزیرستان کې انګور اډه، په شمالي وزیرستان کې غلام خان او په کرم ولسوالۍ کې د خرلاچي د لارو په اوږدو کې ولاړ دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې موده کې څه باندې ۵۰۰ موټر انګور او نورې تازه میوې او همداراز سبزیجات چې پاکستان ته صادرېدل خوسا شوي دي.

خان جان الکوزی: د لارو د تړل کېدو له امله تر اوسه د ۵۰۰ موټرو میوې او سبزیجات خوسا شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې مخکې د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې (اېف‌ بي ار) امر کړی و، چې په کراچۍ بندر کې دې د افغانستان اړوند د ټرانزیټي سوداګرۍ د مالونو لېږد رالېږد بهیر په بشپړه توګه ودرول شي. دغه اداره وایي، دغه بندیز به تر نامعلومې نېټې پورې دوام ولري.

د افغانستان او پاکستان تر منځ په نورمال حالت کې پر پنځو سوداګریزو لارو شاوخوا ۲ زره سوداګریز موټر تګ راتګ کوي، خو له ۱۳ ورځو راهیسې دغه بهیر په ټپه درېدلی او دواړو لورو ته سوداګر او ورسره عام ولس سخت زیانمن شوي دي.

سوداګرو بیا تل له دواړو لورو تل غوښتي چې سوداګريز مسایل له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا کړي، څو ورسره له سوداګرو سربېره د کرښې د دواړو خواو خلک زیانمن نه‌شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، له افغانستان سره د لارو د بندېدو له امله د پاکستان په بازارنو کې د تازه میوو او سبزیجاتو بیې ډېرې لوړې شوي او عام ولس یې پر پاکستان په نیوکو سره وايي، چې لارې باید ژر تر ژره خلاصې کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د افغانستان په اقتصادي سکټور کې د نړۍوالې ټولنې د ښکېلتیا غوښتنه وکړه

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان په اقتصادي سکټور کې ونډه واخلي. دغه غوښتنه په داسې حال کې ده، چې طالبان له روسیې پرته بل هېڅ هېواد په رسمیت ندي پېژندلي.

په داسې حال کې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان شتمنۍ کنګل شوې او پرې د نړۍوالې ټولنې له لوري ګڼ بندیزونه هم لګېدلي د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د جمعې په ورځ (د لړم ۲مهم) د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارد لېندسي سره په کتنه کې د اقتصادي مسایل او همداراز له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د تعامل په تړاو خبرې کړې دي.

عبداللطیف نظري زیاتوي، «په دې کتنه کې مې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د اقتصاد په بنسټیزو چارو، پانګونو او تل پاتې اقتصادي پراختیا کې ونډه واخلي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، د نړۍوالو له لوري تمویلېدونکې پروژې په ټپه درېدلي او ډېری یې همداسې نیمګړې پاتې دي.

علمي کنفرانس: افغانستان د حکومتدارۍ منظم سیسټم نلري او واک د زور او ټوپک پر بنسټ چلول کېږي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۴ GMT+۱

په پولنډ کې «د جیوپولیتیک سیالۍ په دور کې پراختیا او نړیواله همکاري، په شخړو او بحران کې پیچلې ننګونې» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی څېړنیز کنفرانس ترسره شو، ګډونوالو ویلي، اوس مهال افغانستان د حکومتدارۍ منظم سیسټم نه لري او هر څه، چې ښکاري د زور او ټوپک پر بنسټ دي.

په دغه کنفرانس کې د نړی د بېلابېلو هېوادونو څېړونکو او د پوهنتون استادانو برخه اخیستې وه.

د امنیت او سیاست څېړونکي بسم الله تابان وویل، په ۲۰۲۱ کال کې له هېواد څخه د امریکا وتل او د طالبانو بیا واک راستنېدلو پر حکومتدارۍ، ترهګرۍ او نړیوال امنیت باندې اغېزه کړې.

نوموړي‌ ټينګار وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په یو ژور، څو اړخیز او پيچلي بحران کې ښکیل دی.

هغه زیاته کړې: «افغانستان د طالبانو تر واک لاندې په یو ژور، څو اړخیز او پېچلي بحران کې ښکېل دی، چې سیاسي، امنیتي، اقتصادي، بشري او حقوقي اړخونه لري؛ دې بحران نه یوازې افغانستان فلج کړی، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته یې هم جدي او اندېښمنوونکې پایلې لرلې دي.»

نوموړي ویلي، د طالبانو حکومت د کورني مشروعیت د نشتوالي له امله د دغه هېواد د بحران مدیریت وړتیا په جدي توګه کمه کړې، «افغانستان اوس د اسیا په زړه کې د یو جیوپولیټیکي امنیتي خلا په توګه بدل شوی، چې د نړیوال تروریزم، سرحدي جرمونو، د نشه‌ يي توکو د قاچاق، اجباري کډوالۍ، اقتصادي او ټولنیزو زیانونو د پراختیا زمینه برابروي.»

تابان ټینګار وکړ چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې د افغانستان په وضعیت کې ریښتینی بدلون ناممکن دی: «هره سیمه ییزه او نړیواله پالیسي باید لومړی د ټولو سیاسي او قومي ډلو د ریښتینې ګډون سره د مشروع، قانوني او ټول شموله حکومت په جوړولو تمرکز وکړي»

ښاغلي تابان د لویو قدرتونو د سیالۍ په دور کې افغانستان د نړیوالو د حکومتدارۍ د میکانیزمونو د ناکامۍ یو څرګند مثال وباله او غوښتنه یې وکړه: «باید څو اړخیز نړیوال چلند غوره شي، چې پکې د دولتونو، سیمه‌ ییزو او نړیوالو سازمانونو، مدني ټولنو او خصوصي سکتور همکاري شامله وي، څو د روان بحران د دوام او د هغه د ګواښونو د پراخېدو مخه ونیول شي.»

دغه علمي کنفرانس د اسیا د سیاسي علومو د څېړنو ټولنې، د اروپايي ټولنې د پرمختګ د مطالعاتو انجمن او د پولنډ تر ټولو پخواني پوهنتون یاګیلونیا د نړیوالو مطالعاتو او پرمختګ مرکز له لورې جوړ شوی وو.

په دې کنفرانس کې د اصلي ویناو تر څنګ، د جیوپولیټیک، نړیوال امنیت، نړیوال پرمختګ، څو اړخیزې همکارۍ، بشردوستانه مرستو، د خوړو امنیت او نړیوالې حکومتدارۍ په برخه کې د پراخو څېړنو پایلې هم وړاندې شوې.

نن به په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړې دویم پړاو مذاکرات پیل شي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۴ GMT+۱

د طالبانو او پاکستان تر منځ له یوې اونۍ جګړې وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې د تلې په ۲۶مه د اوربند هوکړه لاسلیک شوه. دواړه لوري به د ترکیې په کوربه توب د یادې هوکړې د میکانیزم پر څرنګوالي نن شنبه(د لړم ۳مه)په استانبول کې مزاکرات پیل کړي.

طالبانو پرون (جمعه د لړم ۲مه) له پاکستان سره د استانبول غونډې لپاره د کورنیو چارو وزارت د مرستیال رحمت‌الله نجیب په مشرۍ یو پلاوی معرفي کړ او یاد پلاوی ترکیې ته رسېدلی.

طالبانو ویلي، په دې غونډه کې به له پاکستان سره د پاتې مسایلو د پلي‌کېدو څرنګوالي په اړه مفصلې خبرې وشي.

بلخوا ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې پاکستان په ترکیه کې د طالبانو له استازو سره د خبرو اترو لپاره د پاکستان استخباراتو کې د افغانستان د برخې مسوول، د پوځ عملیاتي مشر او د بهرنیو چارو وزارت استازی ټاکلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه) په خپل اونیز خبري کنفرانس کې وویل، له افغان طالبانو سره به د اوربند هوکړې په دویم پړاو مذاکراتو کې له افغانستان څخه د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په موخه هم خبرې وشي.

نوموړي وویل:«د ترکیې په کوربه‌توب د اکټوبر په ۲۵مه په استانبول کې د راتلونکې غونډې په ترڅ کې به د څارنې د یوه مشخص او تایید وړ میکانیزم پر جوړولو خبرې وشي،څو د ترهګرۍ ګواښ ته رسېدنه وشي. په دې خبرو کې به د افغانستان له خاورې څخه سرچینه اخیستونکې ترهګرۍ په اړه بحث وشي.»

د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د جګړې اور وروسته له هغې بل شو، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د وړمې ۵شنبې د تلې ۱۷مه د افغانستان پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ. پاکستان پرته له دې چې په رسمي توګه د یاد برید مسوولیت ومني ویې ویل، د پاکستان د خلکو د امنیت لپاره هر هغه کار چې لازم وي کوي یې.

پاکستان له یادو بریدونو وروسته په غیر مستقم ډول وویل، چې د کابل په برید کې یې د «ټي ټي پي» مشر نور ولي مسید وژلی، خو له یادو بریدونو څو ورځې وروسته د «ټي ټي پي» مشر نور ولي مسید په یوې تازه ویډیو کې، چې په غرنیو سیمو کې یې اخیستې وه وویل د خېبر پښتونخوا ایالت په خېبر ولسوالۍ کې اوسیږي او له خپلو قبایلي سیمو فعالیت کوي.

په هغه وخت کې د طالبانو دفاع وزارت یاد برید بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن او له خپل حریم څخه یې دفاع خپل حق وباله او خبرداری یې ورکړ که له دې وروسته وضعیت هر څومره ترینګلی کيږي مسوولیت به يې د پاکستان پوځ پر غاړه وي.

طالبانو بیا په دویمه شپه یې (د شنبې په ماخوستن د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره فرضي کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا یې رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.

اسلام اباد بیا پر پاکستان د افغان طالبانو بریدونه بې دلیله وبلل، خو افغان طالبان خبرداری ورکړ که پاکستان بیاځلي د افغانستان حریم نقض کړي، نو په کلکه به ځواب ورکړل شي.

له دغې جګړې وروسته په افغانستان او پاکستان کې تبلیغاتو زور واخیست او ان تر دې چې دواړو لورو یو بل ته د «رژیم» خطاب هم وکړ.

تر هغې وروسته یو شمېر هېوادونو د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د زغم غوښتنه وکړه او په ترڅ کې یې قطر هم ترکیه مخکښ شول او دواړه لوري یې د تلې په ۲۶مه د اوربند لپاره په دوحه کې د یوه مېز تر شا کېنول.

قطر بیا له یادې غونډې وروسته د افغانستان پر وخت د شپې په نیمايي کې (شنبه د تلې ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې دواړو لورو پر سمدستي اوربند سلا کړې او تر دې وروسته به د دواړو لورو ترمنځ د تلپاتې سولې او ثبات لپاره نور میکانیزمونه هم رامنځته شي.

د دغې لاسلیک شوې هوکړې متن خپور نشو او د پاکستان دفاع وزیر بیا دغه هوکړه «محرمانه» وبلله او د افغانانو له ګڼو غبرګونونو وروسته د طالبانو دفاع وزارت وضاحت ورکړې ته اړ شو او ویې ویل، «په توافقنامه کې په تمامه معنی اوربند، یو بل ته متقابل احترام، د یو بل په امنیتي ځواکونو، ملکیانو او تاسیساتو د بریدونو نه کول، د خبرو اترو له لارې د ټولو مسایلو حل او یو پر بل د بریدونو نه ملاتر یاد شوي، له دې څخه علاوه که څوک نور څه یادوي هغه حقیقت نه لري.»

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د تېرې چهارشنبې په ورځ وویل، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړه لا نه ده وروستۍ شوې او له همدې امله په عامه توګه نه ده خپره شوې. نوموړي د نیوکه کوونکو په ځواب کې وویل: «څنګه کېدای شي یو داسې تړون خپور شي چې لا هم وروستی شوی نه وي؟»

خو له دې ټولو سره سره شنونکي وايي، پاکستان د باور وړ هېواد نه دی او تر دې مخکې یې له هر ډول هوکړې پښه اېستلې او مسوولیت ته غاړه نه‌ږدي.

د هرات امنیتي خبرو ۱۳مه ناسته به راتلونکی کال په برلین کې جوړه شي

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۹ GMT+۱

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو او څېړنو انستیتیوټ اعلان کړی چې د «هرات امنیتي خبرو» دیارلسمه ناسته به د راتلونکي کال په حمل میاشت کې په برلین ښار کې ترسره شي.

د دې ناستې اصلي موضوع «د بن کنفرانس د لیدلوري تحقق» ټاکل شوې، چې پکې به د بن د کنفرانس ژمنې د افغانستان د اوسني سیاسي او سیمه‌ییز وضعیت سره پرتله او ارزول کېږي.

د معلوماتو له مخې، دغه ناسته به د ۱۴۰۵کال د حمل په درېیمه او څلورمه نېټه د جرمني له یو شمېر علمي او څېړنیزو بنسټونو سره په ګډه د دوو ورځو لپاره په برلین کې جوړه شي.

همدارنګه د ناستې ترڅنګ به د نوروز لرغونی جشن د افغان ځوانانو د موسیقۍ د ارګستر په ځانګړي کنسرټ سره ونمانځل شي.

د ستراتیژیکو څېړنو انستیتیوت وایي چې په تېرو دولسو پړاوونو کې د دې کنفرانس له لارې د افغانستان مخکښ سیاسي شخصیتونه، سیمه‌ییز سیاستوال، دیپلوماتان، پوهان، د مدني ټولنې استازي او نړیوال کارپوهان سره راټول شوي، څو د افغانستان د سولې، ثبات او سیمه‌ییزو همکاریو لپاره د نوو لارو چارو په اړه بحث وشي.

تر ۲۰۲۰کال پورې، دا ناسته لږ تر لږه نهه ځله په هرات ښار کې جوړه شوې وه، خو د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د ۲۰۲۲او ۲۰۲۳کلونو ناستې په دوشنبه، د تاجکستان په پلازمېنه کې ترسره شوې. د دې لړۍ دولسمه ناسته تېر کال په مادرید، د هسپانیا په پلازمېنه کې جوړه شوې وه.

دا تمه کېږي چې د برلین ناسته به یو ځل بیا د افغانستان د سیاسي راتلونکي او سیمه‌ییزو تعاملاتو په اړه د نوو بحثونو لپاره مهمه څېره ولري.

طالبان:له ۵۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ګاونډیانو له لوري مداخله روانه ده

۲ لړم ۱۴۰۴ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د جمعې لمانځه لپاره د هېواد د ټولو جوماتونو ملا امامانو او خطیبانو ته په استول شوي تقریر کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، ویلي دي چې له پنځوسو کلونو او په ځانګړې توګه د طالبانو له حاکمیت وروسته افغانستان کې د ګاونډيانو لاسوهنې روانې دي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مساجدو اوحُسَینو د ارشاد او انسجام ریاست د هېواد د ټولو جوماتونو ملا امامانو او خطیبانو ته د «نړۍوالو فشارونو او د ګاونډیو د لاسوهنو پر وړاندې د یووالي او استقامت د ساتلو د اړتیا» تر سرلیک لاندې لیکلی تقریر سپارلی و.

په دې تقریر کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخیستل شي، ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره سم، له نړۍوالو سربېره ګاونډیان هم د افغانستان په چارو کې «ناوړه» او د نړۍوالو اصولو خلاف مداخله کوي.

په دې بیان کې د پاکستان له نوم اخیستلو پرته هغه ګاونډی چې د افغانستان پر پلازمېنه کابل او همداراز پر کندهار او پکتیکا هوايي بریدونه کړي ډېر «سپین سترګی» بللی دی.

ویل شوي، چې د ګاونډیانو د دغو «بې شرمانه» مداخلو مقصد دا دی چې افغانان د هغوی «ناجایزې او نا معقولې» غوښتنې ومني او د خپلې خاورې واک ور وسپاري او یا یې هم په سیاسي واک کې شریک کړي.

په دغه بیان کې د «ناجایزو او نا معقولو» غوښتنو په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي، خو دومره ویل شوي، «هغوی غواړي چې د خپل ځان او مال اختیار ورکړو، زموږ ګاونډیانو له موږ څخه غواړي چې د الله تعالی د راکړو ثروتونو، معدنونو او اوبو څخه سالمه ګټه وانخلو، هغوی غواړي چې په افغانستان کې باید هېڅ اقتصادي حرکت او پرمختګ ترسره نه‌شي او موږ باید لاس تر زنې کښېنو او هغوی پرېږدو چې زموږ په داخلي چارو کې چې څرنګه یې خوښه وي، هسې لاسوهنې وکړي.»

په دغه بیان کې راغلي، «زموږ ګاونډیانو وايي چې زموږ په خوښه به تاسو خپله سیاسي پالیسي عیاروۍ او له نړۍوالو سره به روابط زموږ په خوښه ټينګوۍ.... ته به وایې چې موږ د هغوی حلقه به ګوش غلامان یو.»

دغه بیان زیاتوي، افغان ولس به هېڅکله هم د ګاونډيانو ناړه او غیر مشروع غوښتنو ته د غلامۍ سر ټيټ نه‌کړي.

په دغه بیان کې په ټوله کې د نړۍوالو او په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر وړاندې د افغانانو پر یووالي او استقامت ټینګار شوی دی.