طالبان:له ۵۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې د ګاونډیانو له لوري مداخله روانه ده
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د جمعې لمانځه لپاره د هېواد د ټولو جوماتونو ملا امامانو او خطیبانو ته په استول شوي تقریر کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، ویلي دي چې له پنځوسو کلونو او په ځانګړې توګه د طالبانو له حاکمیت وروسته افغانستان کې د ګاونډيانو لاسوهنې روانې دي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مساجدو اوحُسَینو د ارشاد او انسجام ریاست د هېواد د ټولو جوماتونو ملا امامانو او خطیبانو ته د «نړۍوالو فشارونو او د ګاونډیو د لاسوهنو پر وړاندې د یووالي او استقامت د ساتلو د اړتیا» تر سرلیک لاندې لیکلی تقریر سپارلی و.
په دې تقریر کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخیستل شي، ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره سم، له نړۍوالو سربېره ګاونډیان هم د افغانستان په چارو کې «ناوړه» او د نړۍوالو اصولو خلاف مداخله کوي.
په دې بیان کې د پاکستان له نوم اخیستلو پرته هغه ګاونډی چې د افغانستان پر پلازمېنه کابل او همداراز پر کندهار او پکتیکا هوايي بریدونه کړي ډېر «سپین سترګی» بللی دی.
ویل شوي، چې د ګاونډیانو د دغو «بې شرمانه» مداخلو مقصد دا دی چې افغانان د هغوی «ناجایزې او نا معقولې» غوښتنې ومني او د خپلې خاورې واک ور وسپاري او یا یې هم په سیاسي واک کې شریک کړي.
په دغه بیان کې د «ناجایزو او نا معقولو» غوښتنو په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي، خو دومره ویل شوي، «هغوی غواړي چې د خپل ځان او مال اختیار ورکړو، زموږ ګاونډیانو له موږ څخه غواړي چې د الله تعالی د راکړو ثروتونو، معدنونو او اوبو څخه سالمه ګټه وانخلو، هغوی غواړي چې په افغانستان کې باید هېڅ اقتصادي حرکت او پرمختګ ترسره نهشي او موږ باید لاس تر زنې کښېنو او هغوی پرېږدو چې زموږ په داخلي چارو کې چې څرنګه یې خوښه وي، هسې لاسوهنې وکړي.»
په دغه بیان کې راغلي، «زموږ ګاونډیانو وايي چې زموږ په خوښه به تاسو خپله سیاسي پالیسي عیاروۍ او له نړۍوالو سره به روابط زموږ په خوښه ټينګوۍ.... ته به وایې چې موږ د هغوی حلقه به ګوش غلامان یو.»
دغه بیان زیاتوي، افغان ولس به هېڅکله هم د ګاونډيانو ناړه او غیر مشروع غوښتنو ته د غلامۍ سر ټيټ نهکړي.
په دغه بیان کې په ټوله کې د نړۍوالو او په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر وړاندې د افغانانو پر یووالي او استقامت ټینګار شوی دی.
هغه زیاته کړې، په داسې حال کې چې طالبانو په کور دننه د افغانانو او په ځانګړې توګه د افغان ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، خو د جمهوري نظام ډیپلوماټان لا هم په نړۍوال ډګر کې د افغانانو د حقونو غږونه پورته کوي.
د نوموړي په وینا، افغان ډيپلوماټان د طالبانو پر وړاندې د ټوپک نه بلکې د اعلامیو او ډيپلوماسۍ له لارو خپلو مبارزو ته دوام ورکوي.
هغه زیاتوي، «موږ ولسواکي جوړه کړې وه، خو طالبانو ړنګه کړه. خو زموږ استازولۍ لا هم د ټول ګډوني ادارې، د ښځو ونډې، د ځوانانو زده کړې او له وقار سره د سولې لمبه ژوندۍ ساتلې ده.»
اندېشه زیاتوي، د جمهوري نظام پر مهال نږدې ۱۰ میلیونه نجونې او هلکان ښوونځي ته تلل او ښځې سره له دې چې له خپلو ټولو حقونو برخمنې وې، په پارلمان کې هم خپله ونډه درلوده او په وینا یې دا به هېڅکله هېر نهشي.
د کونړ پر سیند د بندونو د جوړولو په تړاو د طالبانو د مشر له امر وروسته د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر وايي، پر یاد سیند د بندونو د جوړولو په تړاو له یو شمېر شرکتونو سره خبرې شوي، خو ځينې یې بیا له لېوالتیا سره سره له هېڅ ډول ځواب ورکړې ورکېږي.
د طالبانو مشر همدا څو ورځې مخکې د خپلې ډلې د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر ته امر وکړ چې د کونړ پر سیند د بندونو د جوړولو چارې چې هر څومره ژر ممکن وي، پیل کړي.
ملا هبت الله سپارښتنه کړې چې نور دې بهرنیو شرکتونه ته انتظار نه کوي او تړونونه دې له کورنیو شرکتونو سره وکړي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر عبداللطیف منصور د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه) رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، د جمهوري نظام پر مهال د شته اسنادو لهمخې پاکستان موافقه ښودلې چې د کونړ پر سیند د برېښنا د تولید بندونه جوړ شي او په وینا یې پاکستان هم خپل مطالعات کړي او په دې چارې سره ضرر نهکوي.
عبداللطیف منصور زیاتوي، «موږ مصمم یو. موږ له څو شرکتونو سره ډېر مخته ولاړو، خو متاسفانه بعضې شرکتونه راشي خبرې وکړي، بیا مثبت یا منفي ځواب نه راکوي. که موږ وتوانېږو بل چاته نه ګورو، موږ داسې یوه طرحه جوړوو چې څرنګه افغان سرمایه ګذارانو ته دعوت ورکړو چې راشي دلته سرمایه ګذاري وکړي هغوی هم ګټه وکړي او دغه بندونه هم جوړ شي.»
نوموړی په ډاګه وايي، د دوی د مطالعاتو لهمخې د کونړ د سیند اوبه د افغانانو دي او باید د دوی په ګټه هم استعمال شي او په وینا یې، د دغه سیند اوبه هېڅ لوري ته نه منحرفېږي یوازې ترې استفاده کېږي او بېرته همدغه سیند ته بهېږي.
د تاریخي روایتونو لهمخې، د کونړ سیند ته «راسا سیند» ویل شوی، خو اوس د کونړ پر سیند شهرت لري. دغه سیند د شرقي هندوکش له «بروغېل تنګي» او د نورستان له غرونو سرچینه اخلي او بیا د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام کې د پښتونخوا له «چترال» سیند سره یو ځای کېږي.
د دغه سیند اوبه بیا د کونړ له ناړۍ، غازي اباد، اسمار او شیګل ولسوالیو تېرېږي او بیا د پېچ درې کوچنی سیند ورسره یو ځای بهېږي.
په کونړ کې د دغو اوبو اندازه ۱۸۰۰ میلیارد متر مکعب اوبو ته رسېږي او په کونړ کې د ۴۸۰ کیلومتره په مزل سره بیا په ننګرهار کې د کابل له سیند سره یو ځای کېږي او همداسې د ننګرهار له کامې، ګوشتې او لعلپورې ولسوالیو تېرېږي او له ډیورند کرښې په اوښتو سره پېښور ته رسېږي.
د اوبو د چارو کارپوهانو په وینا، د کونړ د سیند اوبو سرعت ډېر او کابو د کال په ټولو موسمونو کې ثابت دی او پرته له دې چې د اوبو پر کمیت او کیفیت څه اغېز وکړي په هرو لسګونه کیلومترو کې د برېښنا د تولید بندونو د جوړېدو ظرفیت لري.
د تخنیکي څېړنو پر بنسټ، د کونړ سیند اوبه په هره ثانیه کې په اعظمي ډول ۲۳۵۰ متر مکعب او په کمه اندازه ۱۴۹ متر مکعب بهېږي او تر اوسه په شال او څاګي سیمو کې د دوو بندونو لپاره پلان طرحه شوی او هر یو یې د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په وینا، دمګړۍ هېواد اوبه د شاوخوا ۲۳ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري په داسې حال کې چې د افغانستان لږ تر لږه ۵ زره مېګاواټه او حد اکثر تر ۷ زره مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، نو د یادو ظرفیتونو په ګټنې سره افغانستان د برېښنا پر صادرېدونکي هېواد بدلېدای شي.
د کونړ پر سیند په اسعد اباد ښار کې د داوود خان د واکمنۍ پر مهال د مناګي په نوم د برېښنا بند جوړ شوی او په هغه وخت کې تر ۷۵۰ کیلو واټه برښنا د تولید ظرفیت درلود.
په ۱۳۹۲ کال کې د جمهوري نظام پر مهال د اوبو او انرژۍ وزارت د ۹ اعشاریه ۸ میلیونه ډالرو په لګښت ۲ اعشاریه ۱ مېګاواټ برېښنا ته د یاد بند د برېښنا د تولیدي ظرفیت د لوړولو په موخه کار پیل شو او شاخوا ۹ کاله وروسته بشپړ شو خو لا هم ځینې تخنیکي ستونزې لري.
د اوبو چارو کارپوهان وايي، په هېواد کې د اوبو په مدیریت او مهارېدو سره د برېښنا له تولید او سمسورتیا سربېره، کرنه او د کبانو د روزنې سکټور هم غوړېږي او همداراز د صنعتي پارکونو په پراخېدو سره یو زیات شمېر هېوادوالو ته کاري زمینې هم برابرېږي.
پر کونړ سیند د بندونو د جوړولو موضوع له کلونو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه حساسه مساله ګڼل کېږي. د دغه سیند لویه برخه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي او وروسته د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو ته ننوځي او هلته هم د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره کارول کېږي.
په تېرو دوو لسیزو کې څو ځله د کونړ د بندونو د جوړولو طرحې وړاندې شوې، خو د ناامنیو، تخنیکي ننګونو او د پاکستان له فشارونو سره یو ځای د حکومتونو د کمزورۍ له امله عملي نه شوې.
شننونکي وايي، که د کونړ پر سیند بندونه جوړ شي، دا به نه یوازې د برېښنا د تولید لپاره ګټور وي، بلکې د افغانستان د اوبو د خپلواک مدیریت لپاره به یو ستر ګام وي، خو په ورته وخت کې دا اقدام به یو ځل بیا د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي.
د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ په افغانستان کې نږدې ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا شته او له دې منځه تر ۴۰۰ مېګاواټه یې له کورنیو سرچینو برابرېږي او پاتې نور یې له ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو په کال کې د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت را واردېږي.