عباس عراقچي: د تهران او واشنګټن ترمنځ ستونزه نه حل کېدونکې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران او امریکا د حکومتونو ستونزه «نه حل کېدونکې» وبلله او هممهاله یې ګواښ وکړ، چې د اسراییل هر ډول بیا برید به د تهران له سخت غبرګون سره مخ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران او امریکا د حکومتونو ستونزه «نه حل کېدونکې» وبلله او هممهاله یې ګواښ وکړ، چې د اسراییل هر ډول بیا برید به د تهران له سخت غبرګون سره مخ شي.
عراقچي د شنبې په ورځ په یوې مرکه کې وویل، چې د تهران چمتوالی اوس «د ۱۲ ورځنۍ جګړې له دورې څخه هم زیات» دی.
عراقچي په دې مرکه کې همداراز له امریکا سره خبرو اترو ته اشاره وکړه او ویې ویل، دا چې متحده ایالات «سلطهطلبه» طبیعت لري او اسلامي جمهوریت «د سلطې لاندې د نه راتلو» ځانګړتیا لري، نو د تهران او واشنګټن تر منځ ستونزه به حل نه شي.
عراقچي د تهران او واشنګټن ترمنځ د «جدي اختلاف نظر» د حل او د متقابل تعامل د ترلاسه کولو لاره د امریکا د «سلطهطلبه طبیعت پرېښودل» وبلله.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې تر هغه به له پوتین سره ونه ګوري، تر څو د سولې تړون ته ونه رسېږي. هغه د تلې په ۳۰مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پلان شوې لیدنه لغوه کړه او ویې ویل، چې دا سمه نه ده.
ټرمپ د ناټو له عمومي منشي مارک روته سره د یوې لیدنې پر مهال هیله وښوده، چې پر روسیې د امریکا نوي بندیزونه به «پوتین هوښیار کړي.»
د ناټو عمومي منشي مارک روته د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې پر روسیې د امریکا نوي بندیزونه به پر پوتین ډېر فشار راوړي، چې «د نغدو پیسو، پوځي ځواک او ملاتړ کمښت لري.»
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، مارک روته ویلي چې که څه هم پوتین په اوکراین کې یوازې کوچني نظامي پرمختګونه لري، خو د ناټو او متحدینو ملاتړ له اوکراین سره اغېزناک ثابت شوی دی.
د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د غصب شویو ځمکو د قضیو ځانګړي محکمې لږ تر لږه ۳۸ جریبه ځمکه د دولت د ملکیت په توګه تثبیت او راوګرځولې ده. طالبانو لیکلي، چې دا ځمکې ۱۵ټوتې دي، چې د فیضاباد ښار د دویمې ناحیې خواجه معروف سیمې اړوند دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت په وینا، دا دوسیه د دولتي غصب شویو ځمکو د مخنیوي کمېسیون وڅېړله او وروسته یې د شمال زون ځانګړي محکمې ته واستوله. محکمې د اسنادو، شواهدو او ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ دا ځمکې د دولت ملکیت تثبیت کړ.
دغه ډول ځمکې معمولاً د مدافع وکیل پرته دولتي ملکیت بلل کېږي او خلک طالبانو ته ګوته نیسي، چې د عصري محاکمې اصول نه مراعتوي، ښايي چې ډېرې پرېکړې یې عادلانه نه وي. طالبانو په تېرو څلورو کالو کې زرګونه جریبه استوګنیزې او کرنیزې ځمکې دولتي اعلان کړې، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د خلکو غبرګونونه هم راپارولي دي.
خلک وايي، چې د طالبانو د ځمکو ارزولو کمېسیون ډېرې نیمګړتیاوي لري، لکه د دفاعي وکیل نشتوالی، د ملکیت د اسنادو بېاعتباره ګڼل او سیاسي تمایلاتو پر عادلانه پرېکړو سیوری غوړولی دی.
د طالبانو د راستنېدنکو چارو وزارت شنبه د (لړمه ۳مه) ویلي، چې د چین مرستیال سفیر بایو خوهوی دا بشري مرستې د دې وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشدته وسپارلې. په دې مرستو کې ۱۵۶ موقت یا کانټینري کورونه هم شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د چین سفارت مرستیال بایو خوهوی د دې بشري مرستو سپارلو پر مهال وویل: «چین او افغانستان تر خپل منځ تاریخي اړیکې لري. موږ ژمنه کوو چې په هره ستونزه کې به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو».
د طالبانو د راستنېدنکو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه په کابل کې د چین مرستیال سفیر له خولې لیکلي: «دا مرستې د بېځایه شویو او راستنېدونکو افغانانو د سرپناه او نورو ضروري امکاناتو لپاره په پام کې نیول شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ یوه ښه بېلګه ده».
طالبانو ویلي، په دې مرستو کې ۱۵۶موقت یا کانټينري کورونه هم شامل دي، چې دا د چین لهخوا د ۱۰۰ مېلیونه مرستې دویمه جوپه ده. طالبانو زیاته کړې، چې د چین د بشري مرستو لومړۍ جوپه تر دې مخکې دې وزارت ته سپارل شوې وه.
د پاکستان جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق تازه له خیبر ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د هیچا په ګټه نه ده او یوازې د دې دواړو هېوادونو دښمنان پرې خوشاله کېږي.
هغه زیاتوي: « زه قطر او ترکیې ته کورودانی وایم، چې د دې دوو هېوادونو ترمنځ یې منځګړتوب وکړ».
سراج الحق وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې شخړې او جنجالونه د هندستان په ګټه دي. د نوموړي په خبره، په دې ناامنه او ترینګلي وضعیت امریکا هم خوشاله ده، ځکه چې امریکا په افغانسان کې ماته شوې ده.
سراج الحق زیاته کړه: «امریکا داسې فکر کوي، چې په افغانستان کې د امریکا په ماتولو کې د پاکستان لاس هم و، ځکه امریکا په دې ډول افغانستان او پاکستان دواړو ته د خپلې ماتې سزا ورکوي».
دې پښتون سیاستوال وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د امریکا او هندستان په ګټه ده او له لېونتوب پرته بل هیڅ مانا نه لري.
د جماعت اسلامي پخوانی مشر وايي:« افغانستان او پاکستان دواړه اسلامي هېوادونه دي، د دواړو خواوو هېوادونو مشرانو ته په کار ده، چې احتياط وکړي او د دښمنانو د دسیسو ښکار نه شي».
دا سیاسي مشر په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه وايي، پاکستان د ترهګرۍ قرباني دی، موږ په پاکستان کې له افغان کډوالو څخه غواړو، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان ملاتړ وکړي، ځکه اسلام اباد څلوېښت کاله د افغانستان ملګرتیا کړې ده.
سراج الحق زیاته کړه، چې همدا اوس په پاکستان کې ۲۰- ۲۵ لکه افغانان اوسېږي، ښه ارام ژوند لري او خلک په درنه سترګه ورته ګوري.
سراج الحق به ترکیه کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند او سولې د خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړه: «زه د قطر او ترکیې حکومت ته کور ودانی وایم، چې هغوی دواړه هېوادونه خپل کور ته وروبلل او هغوی یې خبرو ته سره کېنول، زه هیله لرم چې دا خبرې د سولې او امنیت لپاره ښه نتیجه ولري».
دا چې د پښتونخوا ایالت له طالبانو سره د خبرو وړاندیز کړی، خو مرکزي حکومت اجازه نه ورکوي، په دې اړه سراج الحق وویل: «که پښتونخوا ایالت هوډ ولري، چې موږ د ترهګرۍ په ختمولو کې رول ادا کولای شو، که هغه له افغانستان سره خبرې وي او یا په پښتونخوا کې دننه وي، باید د پښتونخوا ایالتي حکومت ته دا فرصت ورکړل شي».
سراج الحق د پاکستان کورنیو اختلافاتو ته په اشارې سره وایي، په هره کچه چې د مرکزي او ایالتي حکومت ترمنځ اختلافات ډېرېږي، هماغومره ترهګرو ته د فعالیت کولو ښه چانس په لاس ورځي.
که څه هم سراج الحق په پاکستان کې د افغان کډوالو د د ارام اوسېدو خبره په ویاړ سره وکړه، خو راپورونه ښيي، چې هره ورځ افغان کډوال په زور او ډلهییز ډول څخه شړل کېږي، جایدادونه او شتمني یې پاتې کېږي او په سپکه سترګه هم ورته کتل کېږي.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزار داقتصادي معاونیت د دفتر له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر د سعودي عربستان له دلتا انټرنشنل کمپنۍ مسولینو سره د ګازو د استخراج او نل لیکو د غځولو په اړه خبرې اترې کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه کې کتنه کې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ګډون کړی و. همدا راز زیاته شوې، که څه هم په دې اړه څه نه دي ویل چې په دې ناسته کې خلیلزاد ولې ګډون کړی و؛ خو دا پهکې راغلي چې د دلتا انټرنشنل کمپنۍ اجراییوي مشر شاهر التقي د ګاز او نفتو د سکتور په برخه کې د پانګونې ژمنه کړې ده.
د خبرپاڼې په ټکو د دلتا انټرنشنل کمپنۍ مسولینو همدا شان ژمنه کړې چې په تخنیکي برخه کې به د افغان انجنیرانو د روزنې لپاره هم همکارۍ وکړي.
د یادې عربي کمپنۍ مسولینو وړاندې د طالبانو حکومت له ځینو نورو چارواکو سره په خبرو کې ویلي چې دوی به په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پلي کېدو په برخه کې هم مرسته وکړي.