روسیه وايي مسکو ته روانې دوې ډرون الوتکې یې نسکورې کړې

د مسکو ښاروال وايي چې د روسیې د هوايي دفاع سیستمونو دوه بې‌پیلوټه الوتکې چې د پلازمېنې پر لور روانې وې، له منځه وړې دي. سرګي سوبیانین ویلي چې تخنیکي ټیمونه د نسکورو شویو ډرونونو پاتې شوني یا ټوټې څیړي.