د یمن حوثي وسلهوالو د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام دوه ښځینه کارکوونکې نیولې دي

د ملګرو ملتونو دوو چارواکو ویلي چې د ایران له لوري ملاتړ کېدونکي حوثي یاغیانو د (لړم ۳مه) په یمن کې د خوړو نړۍوال پروګرام دوه تنه کار کوونکي نیولې دي. سرچینو زیاته کړې چې حوثي وسلهوال په پلازمېنه صنعا کې د دغو ښځینه کارکوونکو کور ته ورغلي او نامالوم لوري ته یې وړې دي.




