• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مسکو وايي که د روسیې پر ژورو سیمو برید وشي سخت پوځي غبرګون به وښيي

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۰

د کرملین ویاند دیمتري پيسکوف وايي، چې که د روسیې پر ژورو سیمو د برید هڅې وشي، مسکو به قوي او سخت غبرګون وښيي. پيسکوف د روسیې دولتي تلویزیون له خبریال سره په مرکه کې وویل، « لکه څنګه چې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي، ځواب به قاطع او سخت وي».

پوتین تېره پنجشنبه وویل چې مسکو به هېڅکله د امریکا او یا کوم بل بهرني ځواک تر فشار لاندې رانه شي، او خبرداری یې ورکړ چې که د روسیې پر ژورو هدفونو برید وشي، نو هېواد به یې «قاطع او سخت» پوځي غبرګون وښيي.

پوتین د یکشنبې په ورځ هم وویل چې روسیې د «بوریوېسټنیک» په نوم د اټومي انرژۍ خوندي کوونکي کروز توغندي بریالي ازمویلي دي.

مسکو وايي، هیڅ دفاعي سیستم دغه توغندی نه شي نیولی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

یوه افغانه نجلۍ د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د ځوانو مشرانو په ډله کې شامله شوه

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۶ GMT+۱

یوه ځوانه افغانه نجلۍ نیلا ابراهیمي د ملګرو ملتونو د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د ۲۰۲۵ کال د ۱۷ ځوانو مشرانو په ډله کې شامله شوې ده. نیلا ابراهیمي تېر کال د ماشومانو د سولې نړۍواله جایزه تر لاسه کړې وه.

نیلا ابراهیمي وویل، چې هغه به تر راتلونکو دوو کلونو له ملګرو ملتونو سره کار وکړي او هڅه به کوي، چې د افغان نجونو غږ نړۍ ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د ځوانانو دفتر د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه) د ۲۰۲۵ کال د دغو ځوانو مشرانو نوملړ خپور کړ او زیاته یې کړه، چې دا کسان د نړۍ له ۱۵۰ څخه زیاتو هېوادونو او له ۳۳ زره غوښتنلیکونو څخه غوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي، چې دغه ځوان مشران د دې سازمان د بېلابېلو برخو په چوکاټ کې فعالیت کوي. دا ۱۷ مشران د ۱۶ تر ۳۳ کلونو ترمنځ عمر لري، چې په کې بنسټګر، ټولنیز فعالان، د سولې ملاتړي او سوداګر شامل دي.

ملګري ملتونه وایي، دا ځوان مشران د جنسیت د برابرۍ، د بشري حقونو د دفاع، د اقلیم بدلون، سولې، امنیت او د دوامدار پرمختګ په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

نیلا ابراهیمي په انسټاګرام کې په خپل یوه یادښت کې لیکلي دي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به له ملګرو ملتونو او د هغې له شریکانو سره د دوامدار پرمختګ د موخو د پلي کولو لپاره کار وکړي.

هغې زیاته کړې، چې په دې لاره کې به هڅه کوي څو د افغان نجونو غږ نړۍ ته ورسوي او د کیسې ویلو له نړۍوالو بنسټونو سره د همکارۍ او ټولنیزو فعالیتونو له لارې به د ښځو او نجونو د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

ملګري ملتونه وایي، چې نیلا ابراهیمي د نجونو د زده‌ کړې ملاتړې ده او «د هغې کیسه» په نوم د یوې موسسې بنسټګره او مشره ده. هغې تېر کال په لړم میاشت کې د ۴۷ هېوادونو له ۱۶۵ نوماندانو څخه د ماشومانو د نړۍوالې سولې معتبره جایزه وګټله. 

روبیو: د غزې د دايمي وېش هېڅ پلان نه شته

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې امریکا د غزې تړانګې د دایمي وېش هېڅ پلان نه لري او اصلي موخه یې د سیمې امنیت خوندي کول او د نړۍوال ځواک ځای پرځای کول دي، څو بشپړ بې‌وسلې کول یقیني کړي. هغه زیاته کړې، چې اسراییل هم د غزې د اشغال هېڅ لېوالتیا نه لري.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ اسراییل او قطر ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې واشنګټن د غزې تړانګې د دايمي وېش لپاره هېڅ پلان نه لري.

هغه ټینګار وکړ، که څه هم اسراییلي ځواکونه لا هم په هغو سیمو کې پاتې دي چې د بیارغونې پلان کې لومړیتوب لري، دا وضعیت لنډمهاله دی او د اوربند له پرمختګ سره به بدلون ومومي.

د امریکا په منځګړیتوب د اوربند له تړون سره سم اسراییلي ځواکونه تر «ژېړې کرښې» پورې شاتګ کړی، هغه کرښه چې د غزې شاوخوا نیمايي برخه رانغاړي. امریکا اعلان کړی، چې د بیارغونې مرستې به په لومړي پړاو کې پر هغو سیمو متمرکزې وي چې اوس د اسراییل تر واک لاندې دي.

روبیو وویل، وروستۍ موخه دا ده چې یو نړۍوال ځواک د فلسطین په ټولو برخو کې د امنیت د تامین لپاره ځای پر ځای شي او غزه په بشپړه توګه بې وسلې شي.

هغه دا هم وویل، چې حماس باید د غزې په راتلونکي کې هېڅ رول ونه لري زیاته یې کړه: «نړۍوال ثبات ساتونکی ځواک باید پړاو په پړاو مخکې ولاړ شي، څو ټوله غزه بې وسله شي. هر څومره چې غزه له تروریزمه پاکه شي، هومره به وضعیت ثبات ته نږدې شي. دا یو اوږدمهاله پلان دی او اسراییلیانو په ښکاره ویلي چې د غزې د اشغال نیت نه لري.»

د ټرمپ خبرداری: حماس دې د یرغمل شویو جسدونو د بېرته سپارلو کار پیل کړي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۳ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې حماس دې د یرغمل شویو جسدونو د بېرته سپارلو کار پیل کړي. د نوموړي په وینا: «زه به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د دې پروسې پرمختګونه له نږدې وڅارم.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اسراییل ته د سفر په جریان کې ټینګار وکړ، چې د اوربند تړون له مخې په غزه کې ځای پر ځای کېدونکی نړۍوال امنیتي ځواک باید له هغو هېوادونو څخه جوړ وي، چې اسراییل باور لري.

هغه وویل، چې د حماس له خوا د وسلو هر ډول بیا ترلاسه کول کولی شي د جګړې د بیا پیل لامل وګرځي.

روبیو زياته کړه، چې نړۍوال ځواکونه باید ژر تر ژره غزې ته واستول شي.

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو پای ته ورسېد

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۶ GMT+۱

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو د شنبې په شپه له نهو ساعتونو خبرو وروسته پای ته رسېد. تمه کېږي، چې دا خبرې اترې به لا دوه ورځې نور هم دوام وکړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان پلاوي د تحریک طالبان پاکستان له لوري د امنیتي ګواښونو په اړه خپله «روښانه او پرېکنده» دریځ وړاندې کړ.

په غونډه کې د امنیتي همغږۍ پیاوړتیا، پر ډیورنډ کرښه د همکارۍ ښه کول او په سیمه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره د ګډې ستراتیژۍ جوړول د بحث نورې موضوعګانې وې.

اېکسپرېس ټریبیون د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د خبرو اترو موخه د هغو میکانیزمونو په اړه موافقې ته رسېدل وو، چې کولی شي پر ډیورنډ کرښه امنیتي ننګونې حل او د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي.

دا خبرې د بندو دروازو تر شا او د رسنیو له حضور پرته ترسره شوې دي.

تر اوسه نه ترکیې او نه هم د دواړو خواوو استازو د خبرو د اجنډا جزییات خپاره کړي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د رحمت‌الله نجیب په مشرۍ او د سهیل شاهین او انس حقاني په ګډون د طالبانو شپږ کسیز پلاوي د استانبول په خبرو کې برخه اخیستې ده.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو دویم پړاو د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) نېټه په استانبول کې په رسمي ډول پیل شو.

سرچینو له کابل څخه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو په شپږ کسیز پلاوي کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت‌الله نجیب، په قطر کې د طالبانو استازی سهیل شاهین، د طالبانو پېژندل شوی غړی انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي دفتر مشر نوراحمد نور، د دفاع وزارت د عملیاتو مشر نورالرحمان نصرت او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شامل دي.

اخوا، د پاکستان اووه کسیز پلاوی چې له ډیپلوماټانو او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې له غړو څخه جوړ شوی، د استانبول په خبرو اترو کې برخه اخیستې ده.

د سرچینو په وینا، د دواړو لوریو خبرې د استانبول په کنراډ هوټل کې پيل شوي‌ دي.

د ترکیې پولیسو د غونډې په شاوخوا کې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.

تر اوسه د خبرو د اجنډا په اړه هېڅ جزییات نه دي خپاره شوي.

د استانبول دا خبرې د هغو ناستو دوام دی، چې د طالبانو او د پاکستان د دفاع وزیرانو ترمنځ په قطر کې ترسره شوې وې. د دغو ناستو پایله د اوربند یو توافق و، خو د دغه توافق د منځپانګې په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.

پاکستان دا توافق محرمانه بولي؛ خو طالبان وایي چې دا محرمانه نه، بلکېلا هم وروستی شوی نه دی.

د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، وچکالۍ او د کډوالو ستنېدو د فقر او بې‌کارۍ ناورین لا پسې زیات کړی دی.

یادې شورا زیاته کړې، چې د نړۍوالو مرستو کمېدو د دې سازمان د سیمه‌ییزو مرکزونو وړتیا محدوده کړې، څو له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.

دغې شورا د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) نېټه پر اېکس پاڼې په یوه یادښت کې د بادغیس ولایت د اوسني وضعیت له پایلو څخه اندېښنه څرګنده کړه او ویلې دي، چې د دې سازمان ټولنیز مرکز په دغه ولایت کې د مرستو د کمښت له ستونزې سره مخ دی.

د ناروې د کډوالو شورا ټینګار کړی، چې د افغانانو د ملاتړ لپاره بېړنۍ نړۍوالې مرستې مهمې دي. دغه بنسټ مخکې هم ویلي و، چې هره ورځ لسګونه زره افغانان له ایران څخه هېواد ته ستنېږي؛ خو د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي سرچینې شتون نه لري.

دا اندېښنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر مخکې په افغانستان کې د وچکالۍ، د بودیجې د کمښت او ګڼو ناورینونو د زیاتېدو خبرداری ورکړی و.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان شاوخوا نیمایي وګړي د ژوند د دوام لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه مرستې لا هم د افغان ښځو او نجونو د ژغورنې یوازینی تمویل ګڼل کېږي.