ټرمپ: پوتین دې د اټومي توغندیو د ازمایښت پرځای د اوکراین جګړه پای ته ورسوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين بايد د اوکراين جګړه پای ته ورسوي؛ نه دا چې اټومي توغندي ازمايي. ټرمپ زیاته کړې، چې امریکا د روسیې په ساحلي سیمو کې يو اټومي اوبتل ځای پرځای کړی دی.