د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر غزې د اسراييل برید له اوربنده سرغړونه نه بولي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، چې اسراییل پر غزې د فلسطیني وسله‌والې ډلې پر یوه غړي برید د امریکا په ملاتړ کړی. هغه وايي، چې دغه کار له اوربند څخه سرغړونه نه‌ده.