د هند او چین ترمنځ تر پنځه کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا مستقیمې الوتنې پيل شوې

د هند او چین ترمنځ تر پنځه کلن ځنډ وروسته مستقیمې الوتنې د یکشنبې په ورځ (د لړم ۴مه) له کلکتې څخه د چين ګوانګژو ښار ته د هندۍ الوتکې په الوتنې سره پیل شوې. د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې د کورونا وبا او په ۱۳۹۹کال کې پر ګډې پولې تر شخړو وروسته بندې شوې وې.




