نتنیاهو پر غزې د ځواکمنو او سمدستي بریدونو حکم وکړ

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان وکړ، چې له امنیتي مشورو وروسته نتنیاهو پوځي څانګو ته امر وکړ چې سمدستي په غزه کې ځواکمن بریدونه ترسره کړي.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان وکړ، چې له امنیتي مشورو وروسته نتنیاهو پوځي څانګو ته امر وکړ چې سمدستي په غزه کې ځواکمن بریدونه ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې رویټرز خبري اژانس د یوه اسراییلي پوځي چارواکي له قوله لیکلي چې حماس د موافقه شوې کرښې ختیځ کې پر پوځیانو د برید په ترسره کولو سره اوربند مات کړی دی.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې رييس نورالدین ترابي د دوشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) له رييس سټېفن رودریګز او مل پلاوي سره په کتنه کې وویل، تر اوسه یې ۴۰۰۰ هغه نقطې مشخصې کړي چې پراختیايي پروژو ته اړتیا لري.
نورالدین ترابي په دې کتنه کې زیاته کړه: «له دې منځه بیا د ۸۰۰ پروژو د طرحو او ډیزاین چارې مو خلاصې کړي، څو سازمانونه او مؤسسې پرې کار وکړي.»
دغې ادارې د دغو مشخصو شویو نقطو د موقعیت او څرنګوالي په تړاو جزییات نه دي ورکړي.
د دغې ادارې د خبرپاڼې لهمخې، په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام رييس سټېفن رودریګز په چارو کې له چټکتیا مننه وکړه او زیاته یې کړه: «دغه لېستونه به موږ ته راکړئ چې ددې ادارې د انجینرانو لهخوا شاوخوا ۴۰۰۰زره نقطې معلومې شوې دي.»
په دې کتنه کې دواړو لورو ژمنه وکړه، چې په ګډه به هغه ستونزې له منځه یوسي چې د چارو پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي، څو خلکو ته اساسي خدمات ورسول شي.
د ایران همغږۍ او ټولنیزو چارو وزارت د وګړوعمومي مدیر یت ویلي، دا مهال د موجوده شمېرو له مخې په ایران کې شاوخوا ۴۰۰زره بهرني اتباع په قانوني ډول کار کوي او نور غیرقانوني کارګران هم شته. وایي، تر دې وروسته قانوني کارګران ایران کې بیمه هم ولري.
ایرنا خبري اژانس لیکلي، چې د بهرنیو کارګرو کار یوازې تر افغان کډوالو پورې محدودي نه دی او په ایران کې د نورو هېوادو اوسېدونکي هم کار کوي.
د همغږۍ او ټولنیزو چارو وزارت د اتباعو عمومي مدیرعلي باقري وویل: «که ایرانيان غواړي چې بهرني اتباع په کار وګوماري،د کاري جواز له لارې یې ګومارلای شي».
باقري په ایران کې د کارګرانو بیمې ته په اشارې سره زیاته کړه، ټول هغه بهرني وګړي چې په ایران کې کار کوي د بیمې مستحق دي، کوم ایرانی چې بهرنی کارګر ګوماري باید د کاري پېښو په صورت کې د هغه مسوولیت پر غاړه واخلي او هغه تر ګومارلو مخکې بیمه کړي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون چې طالبانو خپله مسوده پاکستان پلاوي ته سپارلې او هغوی هم خپله دویمه مسوده دوی ته سپارلې ده. د ترکیې په وخت نن دولس بجې به يو وار بيا دواړه ټیمونه د منځګړو په حضور کې سره کېني او هڅه به وکړي چې یوې وروستۍ پرېکړې ته سره ورسېږي.
د طالبانو مذاکراتي ټيم تر ۱۵ساعته پرلهپسې خبرو وروسته تېره شپه ۲ بجې پاکستاني لوري ته خپله وروستۍ مسوده وسپارله.
د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلوېزیون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې مسوده کې دې ټکو ته پام شوی، چې پاکستان باید د افغانستان ځمکنی او هوايي حريم نقض نه کړي او د افغانستان پر ضد هیڅ یوې مخالفې ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې د پاکستان خاروه د افغانستان پر ضد وکاروي.
راپور کې ویل شوي، د اوربند د هوکړې د تعقیب لپاره باید يو څلور اړخيزه چينل جوړ شي چې د سرغړونو، ارزونې او معلوماتو تبادله پهکې وشي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس یکشنبه د (لوم ۴مه) ویلي چې په تېره اونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۹۶۱۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي. په دې انتقالاتو کې صادرات هم شامل دي.
د حیرتان له لارې (۹۳۲۳۸) ټنه، د اقینې بندر له لارې (۹۳۹۵) ټنه، د تورې غونډۍ له لارې (۱۸۰۲۰) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۸۹۵۹) ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۱۲۹۶۱۲) ټنه کېږي.
محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې انتقالاتو کې صادرات او واردات دواړه شامل دي.
هغه ویلي، چې د صادراتو په لړ کې د (۱۲۶) ټنو په اندازه وچه مېوه صادره شوې ده.
اقتصاد پوهان وايي، چې د افغانستان صادرات د وارداتو پرتله یوه سلنه هم نه کېږي. که د صادراتو او وارداتو ترمنځ توازن نه وي د هغه هېواد اقتصاد ته زیان اوړي او په مصرفي هېواد بدلېږي.
د ټاپي پروژې مشرمحمد مراد امانوف اعلان کړی، چې ترکمنستان غواړي د ۲۰۲۷ کال تر پیل پورې افغانستان ته د طبیعي ګاز رسولو لړۍ پیل کړي. هغه د ټاپي نل لیکي جوړولو په اړه وویل: «زموږ پلان او هدف دا دی چې د راتلونکي کال تر پایه پورې به یې ساختماني کارونه بشپړ کړو».
د هغه په وینا، د افغانستان د برخې تر بشپړېدو وروسته به د ترکمنستان ګاز افغانستان ته صادر شي. دغه ډول هغه زیاته کړه چې له پاکستان سره د ټاپي پروژې په اړه خبرو کې کافي پرمختګ شوی دی.
د امانوف په خبره: «موږ هڅه کوو، چې د پاکستان په ګډون د داسې مهمو تړونونو تضمین وکړو، چې راتلونکو پانګونو ته زمینه برابره کړي». نوموړي وویل چې چارې بشپړېدو ته نږدې دي او تر ۹۰ سلنه ډېر کار شوی دی.
د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند ګاز پایپلاین پروژه د دې لپاره طرحه شوې، چې هر کال د ترکمنستان له ګالکینیش مېدان څخه ۳۳ مېلیارډ متره مکعب ګاز ولېږدوي. ترکمنستان خپله برخه کار په ۲۰۲۴ کال کې بشپړ کړی دی.
د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې په افغانستان کې د دې پایپ لاین ۱۵۳ کیلومېټره برخې عملي کار پيل شو. دا چارې له سرحد آباد څخه بیا تر هرات پورې په رسمي ډول پرانیستل شوي. د روان کال د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي برديمحمدوف په افغانستان کې د تاپي پایپلاین د نوې مرحلې عملي کار په اساسي ډول پيل کړ.
د افغانستان لپاره د ۱.۵ میلیارډ متره مکعب ګاز صادرات
په ورته وخت کې د ترکمنګاز دولتي شرکت مشرمَکسات بابایف اعلان کړی، چې په لومړي پړاو کې به د ټاپي پایپلاین له لارې افغانستان ته د ګاز صادرات ۵۰۰ مېلیونه متر مکعبه وي او وروسته به دا اندازه ۱.۵ میلیارډه متر مکعب ته ورسېږي.
هغه په عشقاباد کې یوې خبري غونډې ته وویل: «له افغانستان سره د ګازو شرکت د تړون له مخې، په څو لومړیو کلونو کې په کال کې د ګازو صادرات ۵۰۰ مېلیونه متر مکعب ټاکل شوي دي».
د هغه په وینا، په راتلونکو کلونو کې به دا اندازه تر ۱.۵ میلیارډه متر مکعبه پورې لوړه شي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر د تلې د میاشتې پر ۲۸مه نېټه اعلان وکړ چې د ترکمنستان مشر قربانقلي برديمحمدوف افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د ټاپي پروژې د عملي کار بهیر وکوت.
ښاغلي برديمحمدوف ټاپي پروژه د خپل هېواد له مهمو لومړیتوبونو څخه وبلله او د دې پروژې پر بشپړېدو یې ټینګار وکړ.