د ۱۷ کلنو فوټسال لوبډلې ټایلنډ ته په ماتې ورکولو د اسیايي سیالیو پایلوبې ته لاره وموندله

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د تایلنډ پر وړاندې په یوې زړه پورې سیالۍ کې په ۹–۱ بریا سره د ۲۰۲۵ کال د اسیايي ځوانانو لوبو پایلوبې ته لاره وموندله.

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د تایلنډ پر وړاندې په یوې زړه پورې سیالۍ کې په ۹–۱ بریا سره د ۲۰۲۵ کال د اسیايي ځوانانو لوبو پایلوبې ته لاره وموندله.
دغه بریا نه یوازې د افغانستان لوبډله پایلوبې ته ورسوله، بلکې لږ تر لږه د نقرې مډال ګټل یې هم یقیني کړل.
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډله به د پایلوبې په پړاو کې د همدې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ایران پر وړاندې میدان ته ښکته شي.
افغان لوبغاړو تر دې دمه د ازبکستان، بحرین (د کوربه هېواد)، چین او ټایلنډ لوبډلې ماتې کړې دي او د هېواد د سپورټ مینهوال هیلهمن دي چې افغان ځوانان به د سرو زرو مډال هم ترلاسه کړي.


د افغانستان د مدني ټولنې فعاله بخت زمینه ابراهیم خېل چې له یوه کال راهیسې په پېښور کې اوسېږي، اوس د کور مالک د ویزې د نهلرو له امله له کوره اېستلې او دمګړی بې سرپناه ده. نوموړې وايي: «که بېرته افغانستان ته واستول شم، نو له سخت وضعیت سره به مخ شم.»
د طالبانو او پاکستان ترمنځ له تا ویلو او ما ویلو او ان جګړو وروسته په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند ډېر تریخ شوی او اوس په پاکستان کې د کورونو مالکانو ته په جدي ډول ویل شوي، چې له ویزې پرته افغان کډوالو ته کورونه ورنهکړي، ګنې له افغان کډوالو سره به دوی هم ونیول شي.
د افغان کډوالو په وینا، د هر کال په وروستیو درېیو میاشتو کې د هر ایالت پولیس په خپلو ساحو کې د افغانانو د ځورولو او همداراز د نیولو پراخ عملیات پیلوي، ځکه د کال په وروستیو کې د دغو نظامیانو چارې ارزول کېږي او د ډېر کار له امله بیا امتیازات ورکول کېږي.
د اکټوبر میاشتې له پیل او په ځانګړې توګه د افغان طالبانو او د پاکستان د نظامیانو له مخامخ جګړې وروسته، په ټول پاکستان کې پر افغان کډوالو فشار زیات شوی او له ځورول کېدو سربېره نیول کېږي او بیا مخامخ افغانستان ته استول کېږي. ځینو دغو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، د ناروغۍ پر مهال د ناروغۍ ټولې سختې زغمي او د پولیسو له وېرې روغتون ته نه ورځي.
په دې منځ کې د افغانستان د مدني ټولنې یوه پخوانۍ فعاله بخت زمینه ابراهیم خېل ده، چې له شاوخوا یوه کال راهیسې په پېښور کې اوسېږي، خو په دې وروستیو ورځو کې د کور مالک د ویزې د نهلرلو له امله له خپلو ماشومانو سره په زوره له کوره اېستلې او د کور کالي یې ورته پر سړک اچولي دي.
نوموړې له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې وویل: «۳ ورځې او شپې یې پر موږ اوبه او ګاز بند کړل او زه مجبوره شوم څو له جوماته اوبه راوړم او ګاز مې له بازاره واخیست او ګوزاره مو کوله، خو په بله ورځ یې زموږ کالي سړک ته را وارتل او اخطار یې راکړ چې ووځه ګنې پولیس راغواړي.»
په پاکستان کې د کورونو مالکان د «اډوانس یا سیکورتي» په نوم له افغان کډوالو د یوې میاشتې کرایه یا هم تر ۱ لک روپیو پیسې اخلي او ډېری یې بیا بېرته افغانانو ته نهورکوي.
بخت زمینه هم وايي: «ما د اډوانس پیسو غوښتنه وکړه، له ما څخه یې یو لک روپۍ اخیستې دي، د کور مالک راته ویل چې زنانه یې که کوم نارینه دا خبره راته کړې وای چې اډوانس یا سیکورټي راکړه نو اوس مې لاس او پښې پرې ماتول.»
یاده مېرمن چې اوس بې سرپناه ده او په یو نامناسب ځای کې شپې او ورځې تېروي وايي، «اوسنی ځای مې د اوسېدو ځای نه دی او ټول ماشومان مې ناروغ شوي او د درملنې وس یې هم نهلرم او هر چېرې چې ځم ویزه رانه غواړي، او دوی [پاکستان] ویزه نهورکوي.»
بخت زمینه چې په جمهوري نظام کې د مدني ټولنې فعاله وه، په خپل ولایت کې د ګواښونو کچې له لوړېدو وروسته پلازمېنې کابل ته تللې وه او هلته هم له سقوط وروسته د طالبانو له لوري نیول شوې وه او ۹ ورځني زندان کې دومره شکنجه شوې چې ان غاښونه یې مات شوي دي.

دا وايي: «په کابل کې یوې ښځې راته د خپل د ژوند د غمیزې کیسه وکړه او ما د ډاډینې لپاره خپل حالت هم وویل، خو په سبا یې د ګذر وکیل راته زنګ وکړ چې اتمې حوزې ته غوښتل شوې یې.»
بخت زمینه وايي، د ګذر وکیل ته یې تر دې مخکې ویلي و چې بې وزله ده او د مرستو پر مهال یې خبره کړي او دې دا فکر کړی و، چې ښايي مرستو ته غوښتل شوې، خو زیاتوي: «حوزې ته په رسېدو سره پوهه شوم، چې استخباراتو غوښتې یم او کله چې زما پر هویت پوه شول چې مدني فعاله وم، نو سمدسي یې یوه بل موټر کې واچولم او یو نامعلوم ځای ته یې بوتلم، هلته یې ۴ ورځې او شپې د خوراک لپاره هېڅ هم رانهکړل او په اتمه ورځ یو طالب راغی او د تحقیق پر مهال یې له سپکو سپورو ویلو سربېره په عسکري بوټ په خوله په لغته ووهلم او غاښونه مې مات شول.»
دا په ۹مه ورځ د وکیل د ګذر په ضمانت خوشې شوه او ورسره جوخت یې پاکستان ته د تګ هوډ وکړ او له خپلو دوو ۳ او ۵ کلن ماشومانو سره پېښور ته ورسېده.
بخت زمینه چې خاوند یې معیوب دی وايي، د روان کال په مارچ میاشت کې یې د ویزې لپاره اپلای کړی، خو تر اوسه نه ده راغلې او ورته ویل کېږي چې پروسس کې ده.
دا په لومړي سر کې له پاکستانه غواړي، چې د ویزې ورکړې بهیر اسانه کړي ترڅو په قانوني توګه پاکستان کې ژوند وکړي او بیا له بشري حقونو اړوندو نړۍوالو سازمانونو له مالي مرستو سربېره د ژوند د خوندینې غوښتونکې ده.
بخت زمینه په ژړغوني غږ وايي: «که ډيپورت شم، نو هلته [افغانستان] کې به له سخت وضعیت سره مخ شم.»
د یادونې وړ ده، چې دا په پاکستان کې یوازینۍ افغانه نهده چې له دغه ډول وضعیت سره مخ ده، کابو ټول افغانان له ورته برخلیک سره مخ دي او د پاکستان له حکومته غواړي چې د ویزې ورکړې بهیر پیل کړي، څو په قانوني توګه خپل ژوند ته دوام ورکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي د طالبانو د کورینو چارو وزارت امنیتي معین ابراهیم صدر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ شته اختلافونه د «کورني اختلاف» په څېر دي او باید د خبرو له لارې حل شي.
نقوي دا څرګندونې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د وزیرانو د ناستې په څنډه کې کړې دي.
هغه دا خبرې په داسې حال کې وکړې، چې خپل لاس یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال ابراهیم صدر پر اوږه اېښی و.
نقوي وویل: «په هر کور کې اختلافات وي، موږ هم ورته یو او خپلې مسلې د خبرو له لارې حل کوو.»
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې د دواړو لوریو اړیکې د وروستیو خونړیو نښتو او د ترهګرو د فعالیتونو په تړاو د سختو خبرو او ناندریو له امله ترینګلې شوې دي.
د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي.
د سرچینې په وینا، پاکستانی پلاوی ټینګار کوي چې طالبان دې د ټيټيپي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه دې یوه ترهګره ډله اعلان کړي.
خو د سرچینې په خبره:«زموږ دریځ دا دی چې موږ ټيټيپي د مسوولې ډلې په توګه نه پېژنو او دا د پاکستان داخلي مسله ده. د افغانستان له خاورې هېچاته زیان نه رسېږي او نه هم موږ چاته دغه اجازه ورکوو.»
سرچینه وړاندې زیاتوي: «د پاکستان مذاکراتي پلاوی ټینګار کوي؛ که په پاکستان کې ټيټيپي برید کوي، نو پاکستان هم حق لري، چې که په افغانستان کې یې د ټيټيپي مشکوک حرکات وموندل؛ نو هوایي برید پرې وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې اترې د درېیمې ورځې لپاره هم له کومې هوکړې پرته پای ته رسېدلې دي. د دواړو لوریو چارواکو تر دې وړاندې «اسوشېټېډ پرېس» خبري اژانس ته ویلي و، چې له څو ساعتونو خبرو وروسته هم کومه څرګنده پایله یا ګډه اعلامیه نه ده خپره شوې.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د اکټوبر په ۱۹مه په دوحه کې د قطر په کوربهتوب ترسره شوی و، چې په پای کې دواړو خواوو د اوربند پر سر هوکړه کړې وه.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» د خپل یوه تازه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې یې لږ تر لږه د ۱۴ پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو هدفي وژل کېدل ثبت کړي دي.
په راپور کې راغلي، چې دا پېښې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شوې دي.
یوناما د بېلګې په توګه د ځینو پېښو یادونه کوي او وایي، د جولای په ۲۰مه د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې یو پخوانی محلي پولیس د دوو وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
همدارنګه، د سپټمبر په ۲۲مه په سرپل ښار کې یو بل پخوانی سرتېری چې له درېیو کلونو راهیسې یې دوکانداري کوله، د دوو ناڅرګندو او مخ پټو کسانو له خوا د هټۍ پر لور د تګ پر مهال په ډزو وژل شوی دی.
یوناما زیاتوي، چې دوی د هغو کسانو د بېمحاکمې وژنو او غېرقانوني نیونو مستند هم ترلاسه کړي، چې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې، د سپټمبر په ۲۹مه د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش او اندخوی ولسوالیو کې د طالبانو د «تروریزم ضد ځواکونو» له لوري یو شمېر پخواني امنیتي منسوبین چې له ایران څخه نوي راستانه شوي وو، نیولي دي، خو د دوی د نیونې لاملونه لا روښانه نه دي.
په دې درېیو میاشتو کې یوناما د ۲۱ بېاساسه نیونو او د درېیو کسانو د شکنجې پېښې هم ثبت کړې دي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدو وروسته که څه هم د دې ډلې مشر د پخوانیو دولتي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو لپاره د «عمومي عفوې» فرمان اعلان کړی و، خو له هغه وخت راهیسې د پخوانیو نظامیانو د وژنو او نیونو لړۍ لا هم دوام لري.
بلخوا، طالبان د دغو وژنو تر شا خپل لاس لرل ردوي او وایي، چې دا ډول پېښې د شخصي دوښمنیو او غچ اخیستنې پایله ده، نه د حکومت رسمي اقدام.

د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو مرکز رییس یاراحمدي وايي، د افغان وګړو د مهاجرت د کنټرول د طرحې په لومړي پړاو کې ټاکل شوې چې ۵۰ سلنه کډوال په ایران کې پاتې شي څو په راتلونکو پړاوونو کې د مهاجرتونو د ښه مدیریت زمینه برابره شي.
یاراحمدي په تهران کې د ایکو د اقتصادي همکاریو غونډې ته وویل، چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه له یو میلیون او ۴۵۶ زرو زیات کسان له ایران نه وتلي، چې شاوخوا ۲۵ سلنه کډوال جوړوي.
نوموړی وايي، په همدې شمېر ناقانونه مهاجرین اوس هم په ایران کې دي، چې د وتلو په حال کې دي.
نادر یاراحمدي د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکود غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو په څلورمه غونډه کې د یاد سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې هیله لري د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري وکولای شي د مهاجرتونو بهیر په کنټرول شوې بڼه اداره کړي.
د نوموړي په وینا، د مهاجرت یوه برخه د غیر اقتصادي عواملو، لکه د سیمې په ځینو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان کې د جګړو له امله رامنځته شوې خو د دې حالت دوام اوس تر ډېره له اقتصادي ستونزو سره تړاو لري.
یاراحمدي وویل چې وروستيو مهاجرتونوه د سیمې په هېوادونو کې د نفوس په جوړښت کې ستر بدلونونه راوستي دي.
هغه وویل، چې دا مهال شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال په ایران کې مېشت دي او له دې ډلې د ۲۶ سلنه کورنیو سرپرستانې ښځې دي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د حکومت او اپوزیسیون غړو د دغه ایالت د امنیتي وضعیت، له افغانستان سره د اړیکو د ترینګلتیا او د ترهګرۍ زیاتېدو په تړاو د یو ټولګوندیز کنفرانس د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
په پېښور کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د دوشنبې ورځې غونډه کې د ټولو سیاسي ګوندونو استازو د ناامنۍ، پر ډيورنډ کرښه د نښتو او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، دایمي سوله هغه مهال ټینګېدای شي چې حکومت، اپوزیسیون، قبایلي مشران او دولتي ادارې په ګډه د سولې او ثبات ګډه تګلاره جوړه کړي.
د اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتي وویل، خیبر پښتونخوا د یوې ډلې نه، بلکې د ټولو ګډ کور دی او باید د سولې په اړه مشورې له سیاسي محدودیتونو پورته وشي.
استازو ټینګار وکړ چې تېر شل کاله عملیات، بېکوري او تاوتریخوالي سوله نه ده راوستې، او د پوځي لارو پر ځای باید د خبرو او همغږۍ سیاست وپالل شي.
ځینو استازو د افغان کډوالو د جبري ایستنې، پر ډيورنډ کرښه بریدونو او د ترهګرۍ د نوې څپې په اړه اندېښنه وښوده، او له دواړو هېوادونو یې د زغم او همکارۍ غوښتنه وکړه.
زاهد هانزیب د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل: «د افغانانو د ایستلو دا ډول چلند ممکن سبا د غچ اخیستنې لامل شي، ادارې باید په هوښیارۍ عمل وکړي؛ که خبرې د حل لار وي، نو باید مخکې ترسره شوې وای.»
په پای کې اسمبلۍ پرېکړه وکړه چې د سولې او امنیت د ټينګښت لپاره دې د ټولو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او قبایلي مشرانو په ګډون یو ټولګوندیز کنفرانس راوبلل شي.