• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوناما: په تېرو درېیو میاشتو کې لږ تر لږه ۱۴ پخواني افغان سرتېري وژل شوي دي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۸ GMT+۰

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» د خپل یوه تازه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د روان کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر ۳۰مې پورې یې لږ تر لږه د ۱۴ پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غړو هدفي وژل کېدل ثبت کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې دا پېښې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شوې دي.

یوناما د بېلګې په توګه د ځینو پېښو یادونه کوي او وایي، د جولای په ۲۰مه د بغلان ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې یو پخوانی محلي پولیس د دوو وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

همدارنګه، د سپټمبر په ۲۲مه په سرپل ښار کې یو بل پخوانی سرتېری چې له درېیو کلونو راهیسې یې دوکانداري کوله، د دوو ناڅرګندو او مخ پټو کسانو له خوا د هټۍ پر لور د تګ پر مهال په ډزو وژل شوی دی.

یوناما زیاتوي، چې دوی د هغو کسانو د بې‌محاکمې وژنو او غېرقانوني نیونو مستند هم ترلاسه کړي، چې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د راپور له مخې، د سپټمبر په ۲۹مه د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش او اندخوی ولسوالیو کې د طالبانو د «تروریزم ضد ځواکونو» له لوري یو شمېر پخواني امنیتي منسوبین چې له ایران څخه نوي راستانه شوي وو، نیولي دي، خو د دوی د نیونې لاملونه لا روښانه نه دي.

په دې درېیو میاشتو کې یوناما د ۲۱ بې‌اساسه نیونو او د درېیو کسانو د شکنجې پېښې هم ثبت کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدو وروسته که څه هم د دې ډلې مشر د پخوانیو دولتي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو لپاره د «عمومي عفوې» فرمان اعلان کړی و، خو له هغه وخت راهیسې د پخوانیو نظامیانو د وژنو او نیونو لړۍ لا هم دوام لري.

بلخوا، طالبان د دغو وژنو تر شا خپل لاس لرل ردوي او وایي، چې دا ډول پېښې د شخصي دوښمنیو او غچ اخیستنې پایله ده، نه د حکومت رسمي اقدام.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ایران وايي چې ۵۰ سلنه افغان کډوال به په ایران کې پاتې شي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۶ GMT+۰

د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو مرکز رییس یاراحمدي وايي، د افغان وګړو د مهاجرت د کنټرول د طرحې په لومړي پړاو کې ټاکل شوې چې ۵۰ سلنه کډوال په ایران کې پاتې شي څو په راتلونکو پړاوونو کې د مهاجرتونو د ښه مدیریت زمینه برابره شي.

یاراحمدي په تهران کې د ایکو د اقتصادي همکاریو غونډې ته وویل، چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه له یو میلیون او ۴۵۶ زرو زیات کسان له ایران نه وتلي، چې شاوخوا ۲۵ سلنه کډوال جوړوي.

نوموړی وايي، په همدې شمېر ناقانونه مهاجرین اوس هم په ایران کې دي، چې د وتلو په حال کې دي.

نادر یاراحمدي د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکود غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو په څلورمه غونډه کې د یاد سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې هیله لري د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري وکولای شي د مهاجرتونو بهیر په کنټرول شوې بڼه اداره کړي.

د نوموړي په وینا، د مهاجرت یوه برخه د غیر اقتصادي عواملو، لکه د سیمې په ځینو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان کې د جګړو له امله رامنځته شوې خو د دې حالت دوام اوس تر ډېره له اقتصادي ستونزو سره تړاو لري.

یاراحمدي وویل چې وروستيو مهاجرتونوه د سیمې په هېوادونو کې د نفوس په جوړښت کې ستر بدلونونه راوستي دي.

هغه وویل، چې دا مهال شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال په ایران کې مېشت دي او له دې ډلې د ۲۶ سلنه کورنیو سرپرستانې ښځې دي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د افغانستان په اړه د ټول ‌ګوندیز کنفرانس غوښتنه کړې

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د حکومت او اپوزیسیون غړو د دغه ایالت د امنیتي وضعیت، له افغانستان سره د اړیکو د ترینګلتیا او د ترهګرۍ زیاتېدو په تړاو د یو ټول‌ګوندیز کنفرانس د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د دوشنبې ورځې غونډه کې د ټولو سیاسي ګوندونو استازو د ناامنۍ، پر ډيورنډ کرښه د نښتو او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، دایمي سوله هغه مهال ټینګېدای شي چې حکومت، اپوزیسیون، قبایلي مشران او دولتي ادارې په ګډه د سولې او ثبات ګډه تګلاره جوړه کړي.

د اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتي وویل، خیبر پښتونخوا د یوې ډلې نه، بلکې د ټولو ګډ کور دی او باید د سولې په اړه مشورې له سیاسي محدودیتونو پورته وشي.

استازو ټینګار وکړ چې تېر شل کاله عملیات، بې‌کوري او تاوتریخوالي سوله نه ده راوستې، او د پوځي لارو پر ځای باید د خبرو او همغږۍ سیاست وپالل شي.

ځینو استازو د افغان کډوالو د جبري ایستنې، پر ډيورنډ کرښه بریدونو او د ترهګرۍ د نوې څپې په اړه اندېښنه وښوده، او له دواړو هېوادونو یې د زغم او همکارۍ غوښتنه وکړه.

زاهد هانزیب د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل: «د افغانانو د ایستلو دا ډول چلند ممکن سبا د غچ اخیستنې لامل شي، ادارې باید په هوښیارۍ عمل وکړي؛ که خبرې د حل لار وي، نو باید مخکې ترسره شوې وای.»

په پای کې اسمبلۍ پرېکړه وکړه چې د سولې او امنیت د ټينګښت لپاره دې د ټولو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او قبایلي مشرانو په ګډون یو ټول‌ګوندیز کنفرانس راوبلل شي.

په خوست کې د صنعتي پارک د جوړېدو چارې پيل شوې

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۸ GMT+۰

طالبانو په خوست ولایت کې د صنعتي پارک د جوړېدو چارې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل کړې. د خوست د صنعت او معادن اطاق مشر ګل ‌زالي جانان ‌زوی وايي چې دا مهال په خوست کې نږدې ۱۵۰ فابريکې فعاله دي او د نوي صنعتي پارک په جوړېدو سره به تر ۲۰۰ فابريکې په منظم ډول ځای پر ځای شي.

د طالبانو د خوست ولایت والي رسنیز دفتر نن سې شنبه، د لړم ۶مه، په اېکس‌پاڼې لیکلي، ددې ډلې د خوست والي عبدالله مختار د مراسمو پر مهال ویلي چې دا د هېواد د پرمختګ او ځان‌بسیاينې پر لور يو مهم ګام بللی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې طالبان د هېواد د صنعتي سکټور د ودې لپاره جدي هڅې کوي او له کورنيو او بهرنيو پانګوالو يې وغوښتل، چې په خوست صنعتي پارک کې پانګونه وکړي.
هغه ډاډ ورکړ، چې دوی به له پانګوالو سره هر ډول همکاري کوي.

د طالبانو د خوست د صنعت او سوداګرۍ رییس شمس‌الاحمد برکتيار وویل، د صنعتي فابريکو جوړېدل به د هېواد د تولیدي سکټور د پیاوړتیا او د وارداتو د کمېدو سبب شي.

د خوست سوداګر وايي چې دا پارک به د برېښنا، لارو، اوبو او نورو اړینو خدماتو له برابرېدو وروسته د خوست د تولیدي سکټور لپاره يو ستر اقتصادي بدلون رامنځته کړي.

میاخیل: اسلام‌اباد د خپلو ستونزو پټولو لپاره پر افغانستان د دروغو تورونه لګوي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۵ GMT+۰

د پخواني جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخیل ویلي، چې پاکستان اوس له هماغه سخت‌دریځۍ او ترهګرۍ سره مخ دی، چې کلونه یې خپله روزلې او د هغې له لارې یې له نړیوالې ټولنې مرستې ترلاسه کړې دي.

میاخیل زیاتوي، اسلام‌اباد د خپلو سیاسي او امنیتي ستونزو د حل پر ځای د پلمو جوړولو او پر افغانستان د دروغو تورونو لاره خپله کړې ده.

شاه محمود میاخیل پر فیسبوک‌پاڼه لیکلي پاکستان د «ترهګرۍ پر ضد جګړې» پر مهال له امریکا سره دا ژمنه کړې وه چې د خپلو پولو دننه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي، خو د وړتیا او سرچینو له کمښت سره مخ دی.

هغه زیاته کړې، دغه هېواد د سړې جګړې او د ترهګرۍ پر ضد جګړې دواړو پر مهال له پراخو امریکایي مرستو برخمن شو، خو اوس چې دا ملاتړ کم شوی، د هماغو ډلو له ګواښ سره مخ دی چې پخپله یې رامنځته کړې وې.

میاخیل ویلي، پاکستان اوس د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي)، داعش خراسان او لشکر طیبه په څېر ډلو له خطر سره مخ دی، هغه ډلې چې د اسلام‌اباد د پخوانیو ستراتیژیو زېږنده دي.

هغه په خپلو څرګندونو کې د پاکستان دننه د سیاست، اقتصاد او امنیت ګډوډ وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د اسلام‌اباد مشرتابه د دې پر ځای چې خپل کورني بحرانونه حل کړي، هڅه کوي د عامو خلکو پام له ستونزو واړوي او د افغانستان پر ضد جعلي ادعاوې خپرې کړي.

میاخیل ټینګار کړی، د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه د ډیورنډ کرښې په هغه غاړه دي چې د پاکستان تر کنټرول لاندې ده، نه د افغانستان په خاوره کې، خو اسلام‌اباد هڅه کوي خپله ناکامي پر ګاونډي هېواد ور واچوي.

طالبانو او قزاقستان د ۳۶۰ میلیونه ډالرو ګډ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۳ GMT+۰

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د قزاقستان په شیمکنت ښار کې د افغان–قزاق ګډې سوداګریزې ناستې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د ۳۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ جلا هوکړه ‌لیکونه لاسلیک شوي، چې موخه یې د اقتصادي همکاریو پراختیا او ګډو پانګونو ته وده ورکول دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا هوکړه ‌لیکونه د افغانستان او قزاقستان د ۱۵ خصوصي شرکتونو ترمنځ د مخامخ سوداګریزو ناستو په ترڅ کې لاسلیک شوي چې پکې د نفتو، اوړو، غنمو، خوراکي توکو، ترانسپورټ، د مینځلو مواد، ماکاروني او ګډو پانګونو برخې شاملې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، چې د دې ناستې مشري یې کوله، ویلي افغانستان د اوسني ثبات او د پانګه‌والو لپاره د برابر شویو اسانتیاوو په رڼا کې د سیمه‌ییزو هېوادونو له خصوصي سکتور سره د پراخو همکاریو لپاره چمتو دی.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې، د قزاقستان چارواکو د افغان پلاوي هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د ترانسپورټي دهلیزونو د پراختیا او د سوداګرو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره یې ژمنه څرګنده کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د افغان–قزاق سوداګریزې ناستې پخوا هم د قزاقستان په استانه او الماتي ښارونو کې ترسره شوې وې، خو دا ځل د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د رسمي سفر په ترڅ کې شیمکنت ښار ته ځانګړې شوې وه، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.