د لیبیا په سمندر کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۸ کډوال مړه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان خبر ورکړی، د هغو ۱۸ کډوالو مړي موندل شوي چې د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله مړه شوي وو. د یادې کښتۍ تر ۹۰ ډېر مساپر ژغورل شوي دي.

د لیبیا د ځایي چارواکو په وینا؛ دغه کښتۍ سورمن بندر ته نږدې ډوبه شوې ده.